د نائمه خادم لیکنی
بنسټپالنه – دويمه برخه
که چا لومړۍ برخه نه وي لوستي لومړه هغه ولولئ
لومړۍ دوهمه او درېىمه برخه يوازى مقدماتي دى
د لومړى برخى مقدماتى وېستاړ يا ادامه
لومړۍ برخه کي موږ د څاړې يا موضوع د پوهني په خاطر 2 مثالونه ليکلي ول
لومړى مثال
د يؤې هغي ډلې چي لومړۍ دله د ټولو اساسي ياني بنستېزو اسلوبو سره ماڼۍ جوړوي دوهمه ډله د ارمانونو هوسونو فکرونو ارزو او خيالي فکره اغېزمن غواړي بس بي له هيڅ ارزوني، کره کتني، کره تدبر، کره تعقل تفکر څخه مانۍ جوړن کړي
دوهم مثال مو
څوسماره مافيا
او
ژواک پاله يا معنويات پاله يا بنسټپاله ډله ليکلي ول
ددې لرغوني مثالونه د زرتشت په ژبه د شو خداى او د بدو خداى (پاملرنه) خداى لفظ څخه قطعا زموږ د ټولۍ موخه يا د زرتشت موخه ستر بى مث...
نور ولوله
بنسټپالنه - لومړۍ برخه
کچيري دوه ټولۍ خلک وينئ چى دواړه يوه ودانۍ جوړؤې
لومړۍ ټولۍ د ودانۍ د جوړولو ټول بنيادي يا بنسټېز قواعد اصول، تاکتيک، تخنيک، ډيزاين، کارتوګرافي دا ټول تر ودانۍ مخته يو يو تعريفوي زده کوي او ودانۍ تعریفوي د هغې سمه حسابي ارزيابي کوئ پر هغي د مصرف او ګټي ترمنځ بىلانس او توپىر، د هغي د مقاومت او خطرونو د هغي له مکان زمان امکان سره سنجول او اړتیا دا ټولو څخه وروسته پرېکړه کوي چې ودانۍ جوړه کړى
دوهمه ډله
پرته له دى چې د ځمکي د ظرفيت کره اټکل وکړي يا د ځمکي د ظرفيت په اړه زده کړي
پرته له دى چې د آب هوا موسمياتو لمر لويدو لمر ختمو ته پام وکړي
پرته له دى چي د سيمي د حشراتو، ګرمي يخني، زلزلو، بارانو واورو ګراف او سنجش وکړي
پرته له دى چي پخبله ځمکه کي ددغي ودانۍ له ...
نور ولوله
خياټانو او ټاميان امرلک ته بد خبر
د Rand کارپوریشن نوم سره به ټول اشنا ياست چې د ټولي نړۍ په سياسي بدلونو کي کښيل دي او دنړۍ 90 سلنه ټول انټرنېټي بانکې کامپيوتري هر څه په واک کي لري څه عجيبه رازونه افشا کړې دي
رانډ وايي چي اشرف غني، دهغه ميرمن، د ستر ټامي محب ميرمن ددوئ لخوا سپورت کيدل مګر د 2019 تر جون مياشتي دوئ درک کړه چې دا ټول سخت نا اهله دي دوئ افغانستان او د افغانستان خلکو ته هم د غرب د کلبونو کوڅو يا خپلو هغو اولادونو سوچ کړى دى چې د هالېوډ په ستوديو کي بي بندوباره چکري وهي، رانډ زياتوي چي دغي نا اهلي ډلګۍ د فساد نا اهلي ريکارډ جوړ کړ، په کار دا وه چې دافغانانو مشرانو، روحانيو ديني علماؤ مخؤرو سپين ږيرو ته مخه کړي د هغو احساسات جذبات درک کړي دهغو له خؤښي سره سم حرکت وکړي قضا او محکمه تر هر څه اول له فساده پاکه کړي...
نور ولوله
د علماؤ په ترور کي د ارګ چټل لاسونه افشا شؤل
که هدف د اتاترک پلان ګام په ګام عملي کؤل او يو سيکولر افغانستان غواړو نو مجبور يو ديني علماﺀ او د بنسټپالو ستر او فعال کادرونه يو نيم خپل چرسي پوډري بي شمره ورسره ووژنو تور ئې په طالبانو پوري کړو، په مقابل کي دهندي فلسفي صوفيان تقويت کړو، داخبري شمس الدین نجرابي له امر الله نا صالح ثبت کړي دي او پخپله شمس الدين نجرابي اعتراف کوي او شاهدي وايي چي څو ځله مي امرالله ته وويل دا ډېر غلط کار دى له دي لاس واخله هغه وايي چې د دوحي تړون د ترور د سيکولر افغانستان د راوستلو د د طالبانو د بدنامؤلو لپاره موږ او ډاکتر غني ټيم په دي فيصله کړي ده
ښاغلى شمس الدين نجرابي زياتؤي چي امرالله ددي ترورونو بمونو قتلونو لپاره پخواني مجريمان غير مستقيم بليک ميل کوي او په هغو دا کار کوي تر څو يو نيم قصدا ونيسي او دخلکو ا...
نور ولوله
د اقتصادي جګړي ډېر ستر راز او د ټامچوريت نه بښونکی خيانت له افغانستان سره
د ټامچوريت لخوا د پاکستان منزؤي کيدلو له ستره رازه ځانونه خبر کړئ
پخوا موږ دا راز نه افشا کاوه ځکه چې نه مو غوښتل په لوى لاس د پاکستان ور پام شي دوهم دا چي زموږ سازمان په دي کار کي ستر لاس درلود
تاسو به کال 2015 کي د پاکستان د عمومي اقتصاد 45 % ټيټوالي، د ګمرکاتو د کموالي د 45% کارخانو فابريکو دسقوط خبر اوريدلى وي چي د ټام بي نکاح لمسيانو دا کار د ټام بابا لاسته راوړنه بلله او چټ پټ تبليغوله، موږ چون دې کار کي خپله لاس وه نه مو غوښتل په لوى لاس خلک خبر شي پاکستان خبر شي او مخنيوى يي ونکړي،
اوس خو خبره پټه ساتل نور ګټه نلري که افشا شي پټه زموږ کار خراب شو
دپاکستان ددي ستر نقصان اصلي او پټ راز څه وه?
هغه له افغانستان څخه بي دريغه زيات قاچاق وه چي د زا...
نور ولوله
لومړی دین که هېواد؟؛ ایا په دې خبر یاست!!
چې د محترم عمر عماد صیب په ډېر وړوکی پوست مګر له دومره زوره ډک وه چې د ټامچوریت خاینانو په ستر منحرف شؤې او د اربکیانو په وينو او ډالرو مست حرامخور قاتل څخه ئې چېغې چګې کړي؟
راځئ له دې ډېر ژور تاریخي رازه مو خبر کړم
لومړی دین که وطن؟
دا فکر منحرفونکي پوښتنه اوسنۍ نه ده
بلکه دا پوښتنه د انګلستان د استخباراتو د څېړندویانو لخوا په کال ۱۸۶۵ کې رامنځته شؤې ده چې موخه ئې فقط او فقط د مسلمانانو ګمراهي نفاق قدرت پرسته کؤل ول، دا جمله چې لومړی وطن بیا دین تر ټولو ډېره ښاغلي هيمپر (Mr. Hempher) د عثماني خلافت د ړنګؤلو او د عربو د را پورته کؤلو لپاره ډېره او اغېزمنه کارؤلي ده.
د ښاغلي هیمپر په اړه د نړۍ مشهور جاسوسي افشا شؤي ...
نور ولوله
د کابل قصاب او افغان قهرمان ملي اتل
برنادهر يهودالاصله فرانسوى جاسوس ژورنالست هغه څوک دى چې مسعود ئې قهرمان او فرانسه کې دمسعود ورځ لمانځل کيږي او رښتنى مجاهد افغان رهبر حکمتيار ئې د کابل قصاب مشهور کړ، هغه يهود دى ګيله نشته خو نن زموږ پوچ مغزه پښتانه هم ډېر په وياړ د همدي يهود الاصله اسلام او افغان دښمنه په لارښود او خبر دومره کلک ولاړ دي چې قسم په رب که پخپله پښتو يا هيڅ ايات يا هيڅ حديث يا خپل افغانيت دومره کلک ولاړ وي، شرميږي هم نه چې ديو فرانسوي دښمن د شيطانت رذالت او پښتون شخصیت وژني په دود دستور ګام ږدي، د حيراني خبر خو لا دا چې نورو ته غلامان وايي او خپله چې د يهود په ګام پښه ږدي ځان ورته ډېر ښه افغان مسلمان ښکاري
تاسو به ګورئ وينئ چي
فرانس کې ولې زموږ خوږ رسول الله سپک خو داسې خلک بيا ستايل کېږي....
نور ولوله
کيهان د يوه مجوسي بدنامه روزنامه ده
کيهان د يوه مجوسي بدنامه روزنامه ده چې د کمونستي رژيم په مهال ئې د پرچم ګؤند له چارواکو سره په هوکړه په کابل کي هم نشريات پيل او په حزب اسلامي پسي پروپاګند خرافاتو دروغو ته شپه ورځ يوه کړه، دغه خرافات دروغ او پروپاګند ئې هغه مهال ښه په درز کې تاوده وساتل کله چې د ښاغلي نجيب او حزب اسلامي پر لاس ليک شؤي تفاهم پرچميانو او دنظار شورا په اتم ثؤر کودتا وکړه او شپه ورځ دغي ورځپاڼي دخپلو پروپاګندو پر مټ دغه کمونستي کودتا د مجاهدينو د بريا ورځ او ددغي کودتا په نتجه کي قتل غارت چور چپاول چي ددوئ شبکو، هزارګانو او شوراى نظار جوړ کړ پر حزب اسلامي د تپلو پوره هڅه وکړه
دغه اخبار هغه وخت ډېر کاذب دروغجن او فاقد اعتماد شو چي ددي اخبار په ګډون د کابل د ورانيدو قضيه لس ځله ملل متحد په دي تکل د ځانګړو نظامي کارپوهانو...
نور ولوله
هدفي وژني مستقیم د هند په مرسته د امرالله په مديريت تر سره کيږي
افغانانو، د ټولې هدفي وژني مستقیم د هند په مرسته د امرالله په مديريت تر سره کيږي، غني په دې غولوي چې د دوحي د تړون د ترور لپاره او دطالب د ملامتؤلو لپاره دا قيمت ورکول يو ضرورت دى، خو ژور پام وکړئ هغه د جمعت ګؤند او په جمعت کي د همدې استخباراتي ډلګۍ رؤند سبز مخالفين او ټول هغه خلک په نښه کؤي چې د هغه لپاره صبا يو اغېزمن سياسي ټولنېز مخالف کيداى شي
محب الله محب غل چې په غبرګو لاسونو په ملي غلا کي سخت بوخت دى هغه ئې په دي مرستيال دى چې که دا اغېزمن خلک لکه دوکتور اياز، شهيد عبيدالله بارکزى او دوکتور عاطف په څېر خلک نور ولس زموږ تاسو په ضد را وېښولى شي، زموږ هغه غلا چور خيانت وحشت چې داخليان او نړۍ د جمهوريت تر نوم لاندي ورباندي غولو ګواکي موږ جمهوریت پالو د جمهوریت دفاع کؤ، دا دروغ دا دوکه دا فراډ باندي مو خلک پو...
نور ولوله
د لبنان کمپنۍ وروستي ۱۴ پروازونه له خاصو بکسونو سره د کابل هوايي ډگر څخه
که چا ايمان پلورنکي لوستى وي نو، د ښاغلي غني حالت په ارزؤلو عين ممکين لبنانۍ عيسوئ ډلګۍ د نورو ټامي مفسيدينو په سهم داري افغانستان لوټ او اخر کي د غني په مرموز ډؤل ووژني ترڅو هرڅه په غني چپه شي او دوئ بيرته هيڅ قانوني مرجع ته جواب وېيونکي ونه اوسي.
که داسي پلان وي نو تر وار پخوا به ئې د تير تاريخ عجيب غريب اسناد ورباندي امضاﺀ کړې وي، د محب ټامي ميرمني په 3 اونيو کي دا له افغانستان څخه ديارلسم سفر دى چې vip خروج کوي ياني تلاشي ئې نه وي هر ځل غير عادي بکسونه ورسره وي
همدارنګه لبنان کمپنۍ مسلسل دا 14 څوارلسم پرواز دى چې خصوصي الوتکه له خاص بکسونو ډکه کړي او لاړه شي، انديال يوه عجيبه خبره کوي هغه دا چي د ظلم او فساد په وړاندي چې خپل پاڅون ته څومره ځنډ ورکوي همدومره به دې...
نور ولوله
طالبان او د کابل اوسنی حکومت
هېڅکله به تپلي ټاميان په جنګ کې طالبان مات نکړي، که احياناً طالبان مات هم کړې نو بيا هم دافغانستان ارزښتونه، معدن، ديني مقدسات هرڅه په ډمخانو بدليږي نو افغانستان بلاخره ټول د غرب په يوه مستعمره او سترو سترو غلو بدليږي دا هم 100 سلنه ورسره تړلي ده چې د ټاميانو په بريا کي افغانستان 4 ټکړي تجزيه شي
لذا څوک چې هم د طالب بشپړ شکست او د ټامي تپلي فاسدانډوخر ته خوشحاليږي ستر بدمرغه دى
#طالب_په_جنګ_کي_بريا
د طالب هم بريا داسي اسانه نه ده دا ځکه چې که امریکا مکمل هم ووزي لا تر وار پخوا هندوستان او ايران د جنګي مصارفو اسلحي او روزني ټټر ټکولى ورسره کاناډا او انګلستان هم د ملاتړ هوکړه لري فرانسي خو د نظاميانو تر اخره دمرستي يوه سهميه منلي ده، لذا همدا افغان خصوصا پښتون او مسلمان ...
نور ولوله
اسلامپال او بنسټپال ډلې په خپل منځ او رسنىو کي جزي اختلافات پريږدي
يوه ډله مرضي غرضي پوچ فکره د کرکي بد نيتي او جهل ځپلي ځانونه د اسلام او مسلمانانو مدافعين بولي د کفر پر ضد، د دروغو دوحدت قايمولو مکار تمثيل کوي، خلک شپه ورځ عصبانيت جنون ته کشؤي، ځانونه هم ډېر پوهه مسلمان او #عادل معرفي کوي، کلين شيو به ئې هم کړى وي لکه ګدړه ،خو ګروپونه ئې جوړ کړې درګرده دمسلمانانو ستر نړۍ وال اغېزمن مدبرو پوهانو خوځښت او مشرانو پسي هغه چټيات بد رد دروغ بهتان ليکي چي يو سوچ کافر هم دهغو په ليکلو شرميږي، چي ستر اسلامي عالم شهيد شي وايې شکر دى چې مردار شو د امامت تنخواه ئې اخيسته، په فخر ځينو ګروپونو کي د خطيبانو، استادانو اسلامي کادرونو د ترور وژني خبري کوي،
که له دغو ذليلانو پوښتنه وشي چي مهرباني وکړئ اوسنيو واقعتونو ته په پام سره د اسلامي نظام د جوړښت دطرحي په اړه لس کرښې وليکئ نو په اپلتو سر...
نور ولوله
