No-IMG

کيهان د يوه مجوسي بدنامه روزنامه ده

کيهان د يوه مجوسي بدنامه روزنامه ده چې د کمونستي رژيم په مهال ئې د پرچم  ګؤند له چارواکو سره په هوکړه په کابل کي هم نشريات پيل او په حزب اسلامي پسي پروپاګند خرافاتو دروغو ته شپه ورځ يوه کړه، دغه خرافات دروغ او پروپاګند ئې هغه مهال ښه په درز کې تاوده وساتل کله چې د ښاغلي نجيب او حزب اسلامي پر لاس ليک  شؤي تفاهم پرچميانو او دنظار شورا په اتم ثؤر کودتا وکړه او شپه ورځ دغي ورځپاڼي دخپلو پروپاګندو پر مټ دغه کمونستي کودتا د مجاهدينو د بريا ورځ او ددغي کودتا په نتجه کي قتل غارت چور چپاول چي ددوئ شبکو، هزارګانو او شوراى نظار جوړ کړ پر حزب اسلامي د تپلو پوره هڅه وکړه

دغه اخبار هغه وخت ډېر کاذب دروغجن او فاقد اعتماد شو چي ددي اخبار په ګډون د کابل د ورانيدو قضيه لس ځله ملل متحد په دي تکل د ځانګړو نظامي کارپوهانو په وسيله وارزوله تر څو د حکمتيار ي تفکر دتل لپاره بدنام او تر ټولو ستر مجريم معرفي کړي خو کله چې بيا بيا ارزونه وشوه نو معلومه شوه چې دکابل په جنګونو کې ټول جنګونه تعرضاتو پر حزب اسلامي تپل شؤي او حزب اسلامي يوازي دفاعي وضيعت غوره کړى، تر ټولو ستر راز دا افشا شو چي دکابل د ورانيدو پروژه روسانو پرچميانو ته او امريکايانو د شمال لنډغرو ته سپارلي وه

تاسو اوس پام کوئ د پرچميانو او کمونيزم بقاياوي دومره جاهلان بيخبره دي چې لا هم خبر نه دي چي دا اخبار دنړۍ تر ټولو کاذب خرافاتي پروپاګند چي اخبار منل شوى دى

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک