د اقتصادي جګړي ډېر ستر راز او د ټامچوريت نه بښونکی خيانت له افغانستان سره
د ټامچوريت لخوا د پاکستان منزؤي کيدلو له ستره رازه ځانونه خبر کړئ
پخوا موږ دا راز نه افشا کاوه ځکه چې نه مو غوښتل په لوى لاس د پاکستان ور پام شي دوهم دا چي زموږ سازمان په دي کار کي ستر لاس درلود
تاسو به کال 2015 کي د پاکستان د عمومي اقتصاد 45 % ټيټوالي، د ګمرکاتو د کموالي د 45% کارخانو فابريکو دسقوط خبر اوريدلى وي چي د ټام بي نکاح لمسيانو دا کار د ټام بابا لاسته راوړنه بلله او چټ پټ تبليغوله، موږ چون دې کار کي خپله لاس وه نه مو غوښتل په لوى لاس خلک خبر شي پاکستان خبر شي او مخنيوى يي ونکړي،
اوس خو خبره پټه ساتل نور ګټه نلري که افشا شي پټه زموږ کار خراب شو
دپاکستان ددي ستر نقصان اصلي او پټ راز څه وه?
هغه له افغانستان څخه بي دريغه زيات قاچاق وه چي د زابل له دروازګۍ نيولي دباړي تر قاچاقي لاري موږ او افغان سوداګرو هره ورځ لږ تر لږه 100 کانتينره مال پاکستان ته اړاوه، لکه
تور چاى، شين چاى، وچي هندي شيدي، وچي ترکي شيدي، وچي ايرانۍ شيدي، مؤمن غوړي، سپين غر غوړي، مؤمن مبلاين، مؤمن فلترونه، چيني او ايراني ټايرونه، د ټويټا موټرو مکمل ټول کوريايي او چينايي پرزه جات، کوريايي،هندي، ترکي او جاپانى رخت، چينايي کوريايي او جاپاني اليکترونکي الات، تلويزيونونه، LCD، ډپ صابون، ايمپيريل صابون، لکس صابون، د سترګو عينکي، شامپو، زراعتي درمل، د هنډا او ياما موټر سايکلو مکمل پرزي دا ټول موږ بي له دي چې پاکستان ته ګمرک ورکړو په قاچاق لارو اخوا اړؤل، اخوا ته بيا ددي کار لومړۍ ګټه د کوزي پښتونخوا ټولو دکاندارانو موټرو کاروباريانو قاچاقبرو ته وه
تاسو پام وکړئ دا ټول چي بي ګمرکه يو داسي هيواد ته داخليږي چي هلته ددي ټولو خپل صنعت او حکومت يي داخلي 45 سلنه ماليه اخلي او په وارداتو 90 سلنه ماليه مګر له بهر څخه اعلى کيفيت تر داخلي نرخ 50 فيصد ارزانه ورشي نو ولس به کوم جنس اخلي? پاکستانى که همدا زموږ افغانى جنس? ښکاره خبره ده چي ولس خارجي اعلي کيفيت مګر 50 فيصد ارزان شى اخلي
ددي بزنس ګټه تولو افغانانو ته دا وه چي ښه په بزنس بوخت ول ښه ډېره ګټه يي هم کوله او لږ تر لږه دکال 10 ميليارده افغانيو ډېر ګمرک افغان تاجرانو افغانستان ته ورکاوه، بل ګټه دا وه چې موږ په نيست کي له افغانستانه صادرات په سلهاو زرهاؤ کانتينر روان کړي ول
بله ګټه دا وه چي د ډيورند هاپلو پښتنو بازارونه دکانونه کاروبارونه، موټري قاچاقيان ښه پکي بوخت او ګرم ول
پاکستان ته ضرر دا وه چې ژور پام وکړئ موږ فکس 50 فيصده هغه سامان چي پاکستان يې توليدوي بي ګمرکه بي ماليې لاهور کراچۍ پيښور مختصر تولو ښارونو ته رساوه چي د پاکستان 45 سلنه فابريکو په همدى وجه سقوط وکړ دحکومت عايدات ولويدل برعکس افغانستان او افغانان هره ورځ غښتلي کيدل که تر 2025 پوري ددي کار مخنيوى نه واى شوى د پاکستان مکمل سقوط سل سلنه حتمي وه
مګر د ټامچوريت ټام بابا څه وکړل?
هغوى دا ستر تاريخي خيانت له افغانستان افغانانو سره وکړ د پاکستان کارخاني بيا خلاصي شؤي د قاچاق مخه په اغزن سيم وتړله اوس افغان تاجران مجبور دي په رسمي سړکونو مال يوسي چي اړ دي ګمرک ورکړي يا په هر کانتر له 2 لکه تر 4 لکه پاکستان ته ورکړي او 2 لکه چورټامي اخلي نو دې تجارت ګټه خؤند، اوس هغه توکي چي پاکستان توليدوي موږ قطعآ نشو پاکستان ته وړلى مګر ډېر کم مقدار مثال ټوله ورځ کي له ټولو لپارو 1 کانتينر وړل ممکن دي هغه هم داسي چي 5 کيلو يا وړي وړي پنډي تري جوړي کړو
دي کار د افغانستان مالي عايداتو ته لس ميليارد افغانۍ لږ تر لږه ضربه ورکړه او افغان سوداګرو کاروباريانو ته تر سل ميليارد زياته ضربه
د قاچاقو دغه سيستم دهغو طالبانو چي دغرب لمسىيان ئې دپنجاب زامن بولي دهمهغو طالبانو په اخري کال موږ، دطالبانو وزير ماليه معتصم اغا جان، د هرات د ګمرک ستر ريس ملا رحم الله او سوداګري وزير ګډ پلان وه او دا ټارګټ مو هم ټاکلى وه چې تر 2025 پوري به ددي کار پايله د افغانستان متکي کيدل دپاکستان بشپړ اقتصادي سقوط وي
د غربي اشغال په راتګ سره دا کار زيانمن شو خو په کال 2007 کي موږ له سره له ځينو چارواکو سره چي نوم اخيستل يي لازم نه دي بيا تفاهم کړ، موږ د وزير ذاخلوال سر سخت مخالف يو مګر مخالفت پخپل ځاى ذاخلوال بيا دا توره وکړه چې دې کار ته ئې منظم داخلي ساحه کار مرسته تشويق شروع کړل مګر په دي شرط چي د هغو برخه په هر کارنتنر کي معلومه وه
د ټام چور بابا په راتګ موږ خوشحاله و چي ددي ستر اقتصادي جنګ لپاره به زموږ سخت ملاتړ وکړي مګر دي ذليل بدمرغه رټلي له موږ دپلان تشريح او طريقه کار وغوښت موږ ورکړل دي خبيث په 2016 کال کي له پاکستان سره رسمي ددي پلان د افشا معامله وکړه او د تدبير لپاره د اغزن تار مشوره
ددي خبري حضرت عمر ذاخلوال شاهد دى چې د اغزن تار مشوره او پروژي طرحه د ټامچور بابا وه چې کال 2017 کي رسمي د بادر منجمنت تر نوم لاندي امضاﺀ کړ، همدي چي زموږ هم بد ايسي حضرت عمر ذاخلوال ددي پلان شديد مخالفت وکړ ټامچور بابا شديد اختار ورکړ ورته يي وويل دا د امریکا او انګلستان غوشتنه ده
اوس په عقل شعورذپمن له اقتصادي جنګ استخباراتي جنګ څخه بيخبر د نس او هؤس په فکري سر مست خرمست څو کرايه شؤي شکنځل مار لګيا دي ټامچور بابا د افغانستان ژغورونکى موږ ته معرفي کوي خبر نه دي چي دسترو لوبو تر شا د لاسونه دي?
ټامچور بابا د اسلامي جمهوريت د افغانستان علمبردار ساتونکى او تر پړدي شاته اصلي اتلانو او هغو طالبانو ته چي دوئ ئې د پنجاب زامن بولي شکنځل ورته کوي حزبيان د پنجاب زامن بولي مګر تاسو ټول شاهد اوسئ چي
موږ+طالبانو+حزب اسلامي + ځيني افغان دوستو دغه پروژه 1999 کي روانه کړه چي ټارګټ يا هدف تر 2025 پوري د پاکستان مکمل اقتصادي سقوط دافغانستان متکي کيدل ول او دقيق هرڅه بريالي ول خو ټامچور بابا ناکام کړل
زه په ديانت سره واىم داخبري ټولي رښتيا دي که هر څوک چي زما په خبره شک لري له سوداګرو تاجرانو پوښتنه کولى شي،
وااا اااا افغانانو په ولا چي تاسو ټول به در ويزي او دپاکستان غلامي د ايران غلامي ته برابر کړي هر چومره چي ژر کيداى شي را پاڅئ ستر مظاهراتي پاڅون وکړي تر څو دا مفسىدين استعفا ته مجبور او قدرت يو اهل افغان ټيم سپارلو رسمي تعهد وکړي
تر څو اور بند وشي، سوله راشي يو اهل مدبر اسلاميال افغان پال حکومت راشي
