لومړی دین که هېواد؟؛ ایا په دې خبر یاست!!
چې د محترم عمر عماد صیب په ډېر وړوکی پوست مګر له دومره زوره ډک وه چې د ټامچوریت خاینانو په ستر منحرف شؤې او د اربکیانو په وينو او ډالرو مست حرامخور قاتل څخه ئې چېغې چګې کړي؟
راځئ له دې ډېر ژور تاریخي رازه مو خبر کړم
لومړی دین که وطن؟
دا فکر منحرفونکي پوښتنه اوسنۍ نه ده
بلکه دا پوښتنه د انګلستان د استخباراتو د څېړندویانو لخوا په کال ۱۸۶۵ کې رامنځته شؤې ده چې موخه ئې فقط او فقط د مسلمانانو ګمراهي نفاق قدرت پرسته کؤل ول، دا جمله چې لومړی وطن بیا دین تر ټولو ډېره ښاغلي هيمپر (Mr. Hempher) د عثماني خلافت د ړنګؤلو او د عربو د را پورته کؤلو لپاره ډېره او اغېزمنه کارؤلي ده.
د ښاغلي هیمپر په اړه د نړۍ مشهور جاسوسي افشا شؤي اسنادو له جملي د (Confessions of a British Spy) اعترافات او اسناد دې چې هم هغه اعترافات کړي او هم ئې رسمي اسناد افشا کړي دي، هلته ئې بشپړ تفصل لوستی شئ. همدا رنګه ورسته له دې چې دا جمله ډېره اغېزمنه وخته نو د انګلستان استخبارتي لیکوال رابرت هارس په دې نامتو ناول هم لیکلی چي ۱۹۹۲ کي خپور او یو له هغو کتابونو دی چې ډېر زیات خرڅ شوی دی،چې دهغه ناولي کتاب نوم هم پلرنی هیواد دی او محور دهغه کتاب تر دين وطن ته د اهميت تفکر ترويجؤل دي
د انګلستان د استخباراتو له مشهورو اداراتو څخه تر ټولو ډېره اغېزمنه يې د ناولونو، ریپورټونو او خبرونو د انتشار څانګه ده، چې
بي بي سي (British Broadcasting Corporation) هم د همدغي شبکي څانکه چې د اکتوبر په اتلسمه کال ۱۹۲۲ کې ئې د رادیويې خبرونو او اخبار په بڼه هم خپروني پیل کړي او له بده مرغه زموږ افغانانو ته یوه منلي رښتنې رسنۍ ګرځیدلې ده، چې د بې بې سې هر پوست ته په ډېره بې باکۍ سره کمنټونه، شکنځل، خلاصه دا چې عمومي افکار ور نقلؤي، د انګلستان پورته استخباراتي ماهرين پورته څارونکي د ولس فکري کچه اخلي او له کچي سره سم د راتلونکي میاشت او کال لپاره نور شیطاني ناولونه ، جملي او ریپوټونه پالیسۍ ، پوښتني او مرکو پلان ورته جوړوي تر څو د سر کسانو هدف په مطلوبو خلکو تطبق شي.
د انګلستان څو مشهورو استخباراتي شبکو نومونه دادي، دا هره یوه بیا بېلي بېلي څانګي لري
Security Service (MI5)[6]
Office for Security and Counter-Terrorism (OSCT)
National Domestic Extremism and Disorder Intelligence Unit (NDEDIU)[8]
National Crime Agency (NCA)[9]
National Ballistics Intelligence Service (NBIS)[11]
National Fraud Intelligence Bureau (NFIB)[13]
د انګلستان استخباراتو د اسرایلو په نوم هیواد د جوړولو او د عثماني خلافت د ړنګؤلو لپاره جدې پرېکړه کړي وه، دا کار په زور ممکن نه وه، په پیسو هم دا کار ناممکن وه، نو د انګلستان استخباراتو لومړی د فکري انحراف او ګمراه کؤلو لپاره کمیټه وټاکله چې د منځنې ختیځ هر څه ژور وڅاري، په هند کې د مسلمانانو او افغانستان کي د مسلمانانو نبض وګوري چې بیا زهري نسخه ورته جوړه شي، همداسي وکړل
دوئ د نشنلزم او مالکیت تفکر
د ځمکني حدودیت کي خپل حکومت تفکر
دوئ د مذهب د تکثیر او اختلافاتو
د متشابهاتو په تفسیر
د مناظراتو په ایجادولو او دود کولو
دین له سیاست سره کار نلري، یعنی دین او سیاست جدا کؤل
په کم پوهو مسلمانانو کې د دستوري درباريیانو لخوا
خرافات د حدیث په نوم مشهورول چې موضوعات الصغاني ورته ویل کیږي
مثال ئې حبُّ الوطنِ منَ الإيمانِ یا أسبقية الوطن على الدين دی چې له بده مرغه زموږ فیسبوکي ئې هم خپرؤي پام دا ګمراه کونکي اقوال دي دا احادث نه دي.
په دې غولونکو جملو کې چې تر ټولو په عربو، هند او افغانستان مسلمانانو کي اغېزمنه وخته یعني د انګلیستان استخباراتي چارواکو غوره او اغېزمنه وبلله هغه داده چې
لومړی وطن بیا دين لکه د انګلیستان تالۍ څټي پاکستاني چارواکي چې وايې سب سی پهلی پاکستان، همدارنګه تاسو ټولو هغو هېوادونو کي چې انګلستان تجزیه او جوړ کړي دا شعار به تر ټولو مقدم پکي وینئ
دا بیهوده شعار تر ټولو زیات ښاغلي هیپر کارولی چې د عثماني خلافت د ړنګیدو اصلي سبب هم فقط همدا دوه شیان شؤل لکه
لومړی نشنلستي تفکر چې له عربو ئې پیل کړ
دوهم دا چې لومړی وطن بیا دین
په درېمه درجه اغېزمن کار مذهبي تکثیر اختلافات مناظرات او فکري جمودیت دی
په څلورمه درجه کي د دین له ادرسه افراطیت او د مسلمانانو خپل منځي جګړي دي
څرګنده خبره ده چې یوځل تر دین قومیت او مادیت ته ترجیح ورکړه شي بیا نو اختلافات او جنګونه حتمي دي.
دلته مې ددې جملي ستر له فساده ډک راز په مختصره توګه ولیکو
اوس راځې چې پوښتنه ځواب کړو چې ایا
د محترم عمر عماد صیب موقف سهي دی که د ټامچوریت د مبلغ ښاغلي مجید؟
لومړی به د ښاغلي مجید موقف ولیکم
د هغه موقف او ځیني اسلامي عالمانو د خبرو په غلط تفسیر او غلطه افترا سره موقف دادی چې لومړی وطن بیا دین دی.
کله چې څوک دا خبره درته وکړي یا ئې واورئ نو تر ټولو له مخه باید پوهه شئ چې دا کس دین سهي نه پیژني یا دومره په ګناهونو کي غرق شوی چې اوس ئې له دینه زړه تور دی نور ئې له اخیرته تمه ختلي ده، نور استغفرالله له خالق تعالی نا امیده شوی دی، نور هغه لکه شیطان زړه مسخه شوی او خپله بریا فقط د مسلمانانو په بریادي او خپل عیش مادي ژوند کي لټؤي.
--
منطقي او عقلي رد
کچیري تاسو یوه ښکلي څو پوړه بنګله جوړوئ نو ایا لومړی بنګله جوړوئ بیا ورسته نقشه جوړوئ او ورباندي تطبق کړئ؟
که داسي وکړئ نو څه به پېښ شي؟
څومره زیان به وشي څومره به وخت ضایع شي ؟
هو همدا ددوئ مطلب دی چې وخت ضایع شي.
ټول پوهېږي چې که داسي ناسم اقدام کوم څوک وکړي چې لومړی بنګله جوړه کړي بیا ورسته نقشه ورته جوړوي بیا ورسته نقشه په بنګله تطبق کؤي نو مجبور به وي بنګله یا له سره ونړوي یا بس همداسي په هغه بې ډنګه بې نقشي بي پلانه بې تضمینه کاواکه بنګلي کې ژوند پیل کړي او ووایې ځا پریده یې سپی دې یم ژوندی دې یم،
که همداسي ژوند پکي پیل کړي ایا دا بنګله د باد باران، زلزلي لمر ، ګرمي غماشو، مچانو ، نظافت ، صحت، حفاظت ، غلو څخه له هر اړخه مقاومت ولري؟
کټ مټ د ښاغلي مجید د موقف مثال همداسي دی
هغه وايې راځئ اول بنګله جوړه کړو بیا به ورسته د نقشي غم وخورو
عجیبه درته نه ښکاري؟
لومړی باید ښاغلی مجید دا ومني یا وچ منکر شي چې هو د اسلام دین کټ مټ انسانانو ته د واضح نقشي لارښود مثال لري چې خاص الخاص هدف ئې پر انسانانو د سالم قانون حاکمیت دی، یاني احکام دي احکام پخپله حکومت دی، حکومت بې له احکامو شتون نلري، ایا تاسو کوم حکومت لیدلی چې بي محاکمو بی احکاماتو بی نقشي جوړ شوی وي؟ یا جوړ شي؟
نو دا خو قطعي شوه چې بي احکاماتو د حکومت تصؤر داسي دی لکه بې دیوالونو چت او خونه چې هیڅ امکان نلري
نو چې قوانین نقشه حتمي شوه دلته اوس مهم سوال پیدا شو چې که موږ د شرق غرب کوم قوانین په هیواد او ولس حاکمؤ یاني هغه نقشه عملي کؤ نو ایا تر دې بله ستره غلامي او ستر انحراف بل شتون لري؟ دلته بیا استقلال څه شو حریت څه شو او د فقر ضد موثر تدبیر څه شو؟ کله چې موږ د نورو غلامان اوسو نو بیا خو سوال نه پیدا کيږي چې یا فقر له منځه یوسو یا پخپل اختیار یو د ښېګړي کار وکړو یا جوړه شؤې بنګله خپل کور وګڼو
دا خو بیا ملت هیواد شتمني فکر قانون هر څه د بل شول نو بیا ستا دغه د فقر ضد شعار او د خپلواکي شعار د وطن د ميني شعار خو هم پوچ دروغ وختل یو تلبس ابلس وختل،
او که دا مني چې هو رښتیا قران عظیم الشان د اسلام مقدس دین روغه سهي سالمه داسي نقشه ده چې موږ یوازي او یوازي په خالق تعالي پوري تړې هر انسان ته خپل حق ورکؤي، بی عدالتي له منځه وړي د سالمو قوانینو ټولګه ده غوره نقشه ده،
له همدي نقشي سره سم د افغانستان نقشه جوړؤ
نو بیا په کوم منطق وایې چې لومړی د افغانستان بنګله بیا دین؟
--
دلته محترم عمر عماد صیب چیرته لیکلي چې د اسلام دین کي اقتصاد پرمختګ لؤړ تحصلات نشته؟ چیرته هغه لیکلي چې د اسلام مقصد انسانان فقیر کؤل دي؟
دلته خو ئې څرګند هدف معلوم دی چې اول دین بیا وطن
یعني لومړی تګلاره ، پلان، پوهه، نقشه ، لارښود فکري ، جسمي ، عقلي سالمیت ، حریت ، غوره انسانیت، حقوقیت، د حاکمیت قانون، ایمان، وجدان بیا وطن جوړول
دا ځکه چې که دا پورته شیان نه وي نو داسي انډوخر به وي لکه له عثماني خلافته ورسته د اتاترک ترکیه او د عثماني خلافت پر وخت بډایه عقلمند پوهه قدرتمند خپلواکه مسلمانان
ستا شعار او منطق چې ښاغلي هیپر وکاراوه او ستا رکمه جاهلو مسلمانانو په دغه شعار او دغه نشنلزم عمل وکړ نتجه ئې داده اوس موږ ټول وینو
که لومړی دین صرف نظر شي نو د روسي انقلاب د خلق پرچم انډوخر به جوړ شي
یا به لکه د پاکستان هیرا منډيې یا لکه ستاسي د ټامچوریت د ارګ هیرا منډيې چې ټول هیواد مو په اخلاقي مالي فکري عقیدوي فساد کي غرق کړی دی.
که دین نه وي خو داسي فسق فساد فجور غلا خیانت به وي لکه دا یونیم ټریلیون ډالر چي مو په شرابو کبابو وخوړل خو په ټول هیواد کي د یؤې اساسي پروژي درک نشته
که دین نه وي خو همداسي به د کفر غلامان او پر خپل ولس بمونه غورځوئ
که دین نه وي نو انسانیت به په وحشت بدل وي،
که دین نه وي اخلاقیات به له کومه شي؟
که دین نه وي سالم قوانین به له کومه شي؟
که الله مکړه د افغانستان له خلکو د یوي میاشتي لپاره د اسلام مقدس دین حذف وګڼو نو څه حال به جوړ شي؟ څه قتل عام به وی؟ تجزیه خو زر فیصده حتمي ده،
که دین نه وي د یو واحد ملت او اخوت تفکر او رسۍ به له کومه شي؟
او که دین نه وي فقر به څنګه ورک شي؟
دین خو پخپله ذاتا اخلاقي فقر، ایماني فقر، غیرتي فقر ، علمي فقر، عقلي فقر، وجداني فقر قانوني فقر، مالي فقر، امنیتی فقر، روغتیایې فقر او د اتحاد فقر له منځه وړي
دین خو ذاتا د هر ډؤل فقر د له منځه وړلو کافي شافي سالمه کامله نسخه ده،
نو تاسو به کوم منطق لومړی مریض ته انجکشن یا پیچکاري کؤئ ورسته تشخیص او نسخه؟
عجیبه خو داده چې داسي منحرف کس ته ډېر ناپوهان څپړي ټکوي وايې ویاړ دی ، وا په عقل پمنو ویاړ میاړ نه دی د غرب د استخباراتو انتشاراتو بل فکره لوډ سپیکر دی،
کچیري موږ داسي وایو چې لومړی وطن بیا دین
دا جمله بیا داسي مانا لري لکه پورته د بنګلي مثال
لکه څوک چې بی اودسه وي لومړی لمونځ کوي بیا اودس
لکه څوک چې تر واده مخته اولاد غواړي
لکه کوم قاضي چې لومړی کوم متهم اعدامؤي بیا ورسته د هغه قضیه عدلی طی مراحلو ته ليږي.
دین د انساني ژوند د ټولو څانګو د بنسټونو مجموعه ده بې له بنسټونو ژوند کؤل د څارؤيو خصوصیت دی د انسان نه دی.
---
دينې رد
که څه هم باوري یم خپله ښاغلی مجید به هم ډېر ښه پوهېږي چې خبره ئې له اسلام سره ژور ټکر لري، مګر
کله چې ګناهونه عادت وګرزي
او د دغو بدو عادتونو په کي د توجیه کولو حماقت سؤکه سؤکه د انسان په لاشعور کي د رښتني ګمان ځای ونیسې دا نو بیا د بدمرغي اخري اوج دی لکه څنګه چې دا ښاغلی تل خپلو خرافاتو انحرافاتو حرامخوریو کفري ملګرتیا ته مختلف کالي ور اغوندي هڅه کؤي د ځان ملګري ډېر او په دې ډؤل خپل مست یاغي شوی نفس تغذیه او د نفس بغاوت او وحشت ته برات ورکړي، زړونه ئې اوس له حرامو او جرایمو تک تور شؤي دي که سل ځله هم څرګند اسلامي رد ورباندي وشي د هغه نفس اماري نفس او پر بل د ملامتي ور اچؤلو نفسونه اوس ډېر چاغ شؤې دي، دومره چاغ چې دا شپه ورځ د خپلو ټامچوریانو هر ډؤل خیانتونو ته توجیهات تراشي
څوک چې په رښتیا په خالق تعالی او پخپل کړې تعهد باور لري څوک چې بد قوله دروغژن نه وي نو هغو ته یوازي دا یو دلیل بسنه کؤي چې
د اسلام لومړۍ بناء څه ده؟
هر چا ته معلومه ده چې کلمه طیبه ده
همدا کلمه لومړنی تعهد دی چې هر مسلمان خپل دغه تعهد خپله دغه عقد یا تړون هره ورځ تکرارؤي ذکر ئې کوي په یاد ساتي چې ما له خپل رب سره تړون کړی ما له خپل رب سره تعهد کړی دی چې
لا اله الا الله محمد رسول الله
په دې کلمه چې دا تعهد دی دا تړون دی چې زه هیڅ بل څه په الهیت ، غوره والي ، توصیف نه منم مګر یوازي ستر رب دی، د هیچا لارښود رهبري ، د پیغمبري یا انسانیت دعوه زما لپاره اولیت نلري نه د هیچا کومه طریقه کومه لاره الویت لري فقط او فقط زما رهبر محمد صلی الله علیه واله وسلم دی چې هغه د ستر رب رښتنی پیغمبر دی دا ځکه چې
لما څخه محمد ص نه د عرب غلامي غواړي نه ما کوم اخلاقي فسق فجور ته دعوت کؤي نه ما تر بل قوم ټبر ټیټؤي ، نه له ما پیسي شتمني غواړي بلکه فقط او فقط زموږ بدني او روحي رواني سالم سفر سالمه وده سالم اخلاق سالم شخصیت سالم ایمان سالم فکر سالم خوراک سالمه نکاح، سالم له عزت وقار احترام امن او سوکالي ډک ژوند راته غواړي
هغه هیڅ توکم تر هیچا غوره نه بولي مګر پخپل نیک عمل سره
هغه ما له هر ډؤل کرکي نفرت څخه منع کؤي مګر له بد فعل څخه کرکي باندي راته امر کوي
زه تعهد کوم چې خپل ټول ژوند به د ستر رب تر نعمت شویو احکاماتو او د محمدص تر لارښود لاندي تیروم دا ځکه چې دا احکام دایمي دې زما د ټول ژوند هرې لزي هر څه لپاره د خیر ښه غوره طریقه ښيې لما هیڅ سیاسي یا مالي امتیاز نه غواړي بلکه هر څه ماته راکوي
اوس نو له دې تعهد ورسته
که یو څوک وايې چې لومړی وطن بیا دین
نو ایا هغه پخپل تعهد خپل تړون کي رښتنی دی؟ دلته هم الویت له خالق تعالی او له محمدص بل څه ته لاړ بلکه خپل نفس ته لاړ حال دا چې د اسلام لومړنی هدف د انسان د شیطاني نفس او د بل باندي ملامتي ور اچولو نفس څخه خپلواکي ده د هغه له منځه وړل دي
نو دلته خو کله چي وایو لومړی وطن بیا دین
دا پخپله د وېیونکي په منافقت دوه مخي دروغنتوب او ناقصي وعدي ناقص تعهد ستر ثبوت دی،
کله چې وایو لومړی وطن بیا دین ددي مانا د سایکالوژي یا خوی پوهني له اړخه قطعا دا نه ده چې هغه کس باندي وطن رښتیا ګران دی، بلکه ددي مانا داده چي دا کس د خپل نفس تر غوښتنو لاندي دی،
کله چې کوم هلک کومي انجلۍ ته وايې در باندي مین یم یا انچلۍ وایې در باندي مینه یم، ډېر سخته راته ګران یا ګرانه يې بی له تا مي وخت نه تیريږي لما سره جفا نکوي ستا له شتون څخه ارام اخلم
دلته په دې قضیه کي ژور پام وکړئ
هلک او انجلۍ دواړه دروغ وايې دروغژن دي
دا ځکه چې اصل کي هلک ته دخپل نفس تسکین ور ګران دی او انجلۍ ته د خپل نفس تسکین ،
کله چې څوک وایې لومړی وطن بیا دین
دا په دې مانا ده چې اړؤند کس څخه خپل نفس سپی جوړ کړی پړی ئې پکي اچولی له خپل لومړني تعهد څخه یې بیزاره کړی او اوس په هغه کې دننه دین نه دی حاکم بلکه خپل شیطاني نفس پکي حاکم دی
حال دا چي په لومړني تعهد کي موږ شدید قول کو تړون کو چې زما په زړه مغزو سوچ او بدن کور ټولنه کي هغه څه حاکم وي چې ما ورباندي د رښتیا او صدق ټاپه ووهله
کله چې داسي وایو لومړی وطن بیا اسلام
ددي مانا داده وېیونکی مشروط مسلمان دی یعني که بدني مادي او دده نفس ګټه وي بیا نو دین هم مني کنه نو اسلام نه مني
کله چې داسي وایو چې لومړی انسانیت بیا اسلام
دا جملي مثال هم عین کټمټ د پورته بیان او د همدغي جملي مترادفه ده چي لومړی وطن بیا اسلام
کله چې وایو لومړی وطن بیا اسلام
دا د کلمي او خپل تعهد توهین دی
او باید خبر اوسو څوک چې خپل قؤل ماتوي هغه پښتون هم نه دی
ایا پوهېږئ د پښتون نوم له کومه شوی مانا ئې څه ده؟
پکت په پښتو حق او د حق ژبني تړون ته ویل کيږي
مثال موږ له خالق تعالی سره د حق کلک ژبنی تړون کؤ چې لا اله الا الله محمد رسول الله
همدا د حق تړون
پکتون هغه چا ته ویل کيږي چې د حق شفاهي یا ژبنی تړون ئې کړی او له زړه ورته ژمن وي، همدا پکتون د تاریخ په اوږدو کي پختون، پشتون اوس پښتون دی
پکتین هغه چا ته ویل کيږي چې د حقپالو په سیمه کي مېښت وي
پکتیا د حق ټاټوبي ته ویل کيږي
پکتیکا د حق یوازينۍ ټاټوبی
پکتیانا حقوقپوهنه یا علوم حقوق
پښتون نشنلست سرټمبه ماده پرست ډم لوچک یا هغه چا ته نه ویل کيږي چې نه حق تعریف کولی شي نه حق ته ژمن وي نه د حق ژبنی تړون ته ژمن وي
پښتون هغه چا ته هم نه ویل کيږي چې هغه یوازي په پښتو خبري کؤي بلکه هر هغه څوک چې د حق ژبني تړون ته ژمن او حقپال وي هغه ته پښتون ویل کیږي عین لکه هر څوک چي کلمه ووايې نور که په هر قؤم وي هغه مسلمان یاديږي یاني سالم شوی یاني حق ته تسلیم شوی یانی حق ژمن شوی یاني حقپال
نو جناب قرار صیب لږ کرار له ځانسره ژور پام وکړه یو څه وخت د ۴۰ ورځو لپاره ژور دقیق ارام لمونځ وکړه، سهار او مازدیګر اخفا ذکر وکړه ، توبه وکړه خالق تعالی ډېر ستر دی مه نا امیده کيږه ، خپله ژمنه خپل تعهد بیا تازه کړه داځل تعهد سم په رښتا وکړه سم رښتنی پکتون شه په رښتیا خپل ژبني د حق تړون لا اله الا الله محمد رسول الله ته ژمن شه
خپله ژمنتیا د نفس د غوښتنو له امله مه مشروطوه
دا نو بیا کوم ډؤل د حق دایمي تړون دی چې لومړی الویت به تل تاته خپل نفس او د هغه غوښتني لري بیا اسلام یا حق؟ تر دې خو سم څرګند لکه برمل ووایه چي او خلکو نه يې منم
په اخر کې د خپل حق ژبني دایمي تړون یاني پکت په اړه څو د حق تعالی له حق کتابه څو حق ایاتونه چې هیڅ د افترا او بلخوا کشولو وړ هم نه دي
وَأَوْفُوا بِعَهْدِ اللَّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا الْأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا
--
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ
--
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ
--
وَالَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
ګرانې او قدرمنې خورې! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د په علم، ژور تحلیل، ښو مثالونو، ښه جرأت، ښه غیرت، ښه … ، کې ډېر برکت واچوه! آمین یارب العٰلمین. والسلام عبدالله وردک.
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته خوری اسعمارگروته او دهغوی غلامانوته مو دیر شه مدلل جواب ورکری الله مو په قلم کی برکت کره
قدرمنې خورې اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ له رب العزت ﷻ څخه درته اجرعظیم غواړم په زړه پورې علمی لیکنه ده .ستاسې ورور محمدولی وردک
ډيری مهمي موضوع او په زړه پوری بحث مو پرې کړی زما په اند غوره به وی چی بحث مو د يو کامياب دعوتګر په څير د حکمت په انداز کی کړی واي نه داچې مقابل لوري توهین او یا ډیر ګنهګار او نيژدې د اسلام له دایرې څخه وباسو زه دا وايم چې مونږ ته دين او وطن دواړه اوليت لری او ډیر مهم دي په دی کی شک نشته چي عقيده ،ایمان او په مجموع کې دين زمونږ لپاره بنسټيز حيثیت لري خو که ددی تر څنګ مونږ وطن ونلرو نو دین هم دخطر سره مواجه کيږی او ممکن دواړه له لاسه ورکړو نو راځی چې دين او وطن دواړو سره مينه وکړو ترڅو د دواړو ساتنه وشي
ګرانه او قدرمنه وروره مصطفٰی جانه! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وې. زه پخپله هر وخت داسې دعا کوم، چې الله(ج) دې، د هغو افغانانو شمېره زیات کړي، چې هغوی په اسلام او وطن مین وي. یعنې اسلامیت اول، او بیا دویم شرط وطندوستي ده. لېکن، دا ټکی هم باید واضح شي، چې هر مسلمان افغان، بیا بهترین وطندوست هم وي. که د افغانستان، هغو کلونو ته په ځیر وکتل شي، د افغانستان مسلمانانو، په هغو ټولو حالتونو کې، چې وطن ته جدي خطر متوجه شوی، دوی بیا ډېرې قربانۍ ورکړې، او افغانستان یې، د اشغلګرو، له منګولو خلاص کړی دی. نو خبره داده، چې الله(ج) د مونږه افغانان، یوه دفعه ښه کلک واقعي مسلمانان کړي، او ان شاءالله، د وطندوستۍ حس اتومات، د یوه حقیقي مسلمان، په وجود کې فعال کیږي. په لنډه توګه، تکړه مسلمان افغانان، بهترین وطندوست افغانان هم دي، او بس. زه متیقن یم، چې زمونږه او ستاسې نیت او هدف، یو دی. ډېره مننه. والسلام.
