ژوندون او يوبل ته په سنګر پراته ملګري!
يو وخت دې خلکو ډکي اغستي وو او په يوې قضيې کې يې ډۍ کولې، دا ټول په هغه پېښه کې يوه خوله وو، يو به ويل چې ياره مړ شې وه نانا ننا او بل به يې ويل چې ياره لوى شې وه لې لې لې، يو به يې سر ويلو او بل اخر.
هغه پېښه د غازي امان الله خان په اړه د شيخ القرآن يو ځانګړى نظر و، او دوى په دې نظر شيخ نه بلکه يو لوى فکر او نظريه کنځله. په همغه توده کې د دوى د پَرې يو داسې کس چې فکراً له دوى سره و خو له شيخ سره يې هم يو ډول اړيکه ساتله، هغه په جلال اباد کې د دوى مجلس ته ورغلى و، دوى ټولو غازي ته کنځلې کولې، دې کس ورته وويل چې خپله ورته کنځلې کوئ او مولوي صاحب ته بيا د هغه په خبرو يوه خوله يئ او غندنې يې کوئ... هغوى ورته ويلي وو چې دا خو مولوي صاحب او غازي هسې يوه بهانه ده، مونږ اصلاً د دوى دا نظرياتي جريان وهو او ځپو... دا د فېسبوک چلوونکو او حاکم جريان کنځلماران وو دا کسان بيا د غني په دويمه حکومتولۍ کې څوک په کابل، څوک په جلال اباد او څوک په تورخم کې منتصب شول.
هغه وخت کې دا ټول تيت او پرک او په موقفونو او مادياتو سره وران او سره جوړ قامپالان د يوې نظريې په وړاندې يوه خوله شوي وو.
دا د ژوندون والا په کې جدا تر ټولو ګرم وو او څو څو متره پړپړې يې فېسباکه ته خېژولې.
ما چې څو ورځې مخکې دوى د 95 نومرو په سخاوت کې يو له بله په بغاوت کې کتل نو د خير په غونډۍ ناست وم او د دوى د خپلمنځي کنځلو، سپکو او سپورو ننداره مې کوله، خوارانو باندې مې زړه خوږ شو.
اوس چې د ژوندون تلوېزيون د زمکې د کرايه دوسيه راسپړل شوې ده، نو هيله ده چې قضيه په عادلانه ډول حل او فصل شي او پر قضيې نظرياتي مسايل خپل سيورى ونه غورځوي، د رسنيزې ازادۍ او ودې لپاره مهمه ده چې له پېښو سره په مدارا او زغم تعامل وشي.
خلک دې بد کړي زه به ښه کړم
زه خوشحال يم زما دا زده
