No-IMG

د حکمتيار صاحب اووم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د جوزا ۱۱مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار خپله ۷مه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

نوموړي وويل:

(ورېځي او بيا ژوندون) هغه إدعاء چي د إثبات لپاره ئې د النازعات سورې قسمونه د إستشهاد په توگه راوړل شوي؛ چي تفصيل ئې په لاندي ډول دی:

وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرۡقٗا ١

قسم دئ په ډوب شوو راشكېدونكو.

وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشۡطٗا ٢

قسم په خوشي شوو خوځېدونكو.

وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبۡحٗا ٣

 قسم دئ په لامبو لامبو وهونكو.

فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبۡقٗا ٤

بيا قسم دئ په عجيبه مخكي تلو مخكي كېدونكو.

فَٱلۡمُدَبِّرَٰتِ أَمۡرٗا ٥

 بيا په هغه د ستر كار تدبيرونكو.

 

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

د دغو قسمونو ځواب په 13 او 14 آيت كي داسي راغلى:

 فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ ١٣

نو دا به له يوې توندي چيغي پرته بل څه نه وي!

فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ ١٤

ناڅاپه به بيا دوى په همغه خور ميدان كي وي.

 

نوموړي زياته کړه:

د دغو قسمونو په اړە بايد لاندي څو مطالبو ته پام ولرو:

الف•        (النازعات) د نازعة جمع ده چي كه رېښه ئې (نزع) ونيسو نو معنى ئې ايستونكى ده او كه (نزوع) ئې ريشه وگڼو نو معنى ئې وتونكى كېږي. دلته ئې دوهمه معنى اخيستل له دې كبله غوره ده چي په دې سره دا قسم له نورو سره ورته كېږي.

 

ب•          د بيان له وضعي معلومېږي چي دلته د يوه خاص شي په مختلفو حالتونو لوړە شوې، د "فاء" په توري سره د ټولو آيتونو ربط او په پاى كي دا خبره چي "ټول يو كار تر سره كوي" همدا مطلب افاده كوي. يعني دا شىء لومړئ "نازع"، بيا "ناشط" وروسته "سابح" او "سابق" او په پاى "كي د يوه ستر كار؛ نه مختلفو كارونو؛ تر سره كوونكى: مدبر الامر شي. "فالمدبرات امراً" همدا مطلب په گوته كوي.

 

ج•           په دې قسمونو كي ذكر شوى شىء بايد د لمر، سپوږمۍ، آسمان، شپه او ورځ او دې ته ورته نورو هغو شيانو په څېر څرگند وي چي د قرآن په نورو آيتونو كي پرې لوړە شوې او د خپلي ادعاء د اثبات لپاره ئې د شاهد په توگه وړاندي كړي او دا شىء بايد د قرآن هر مخاطب ته قابل درك وي.

 

د•            بايد هر مخاطب په دې قانع كړى شي چي له مرگ وروسته ژوندون حق دئ.

 

ذ•            دا بايد داسي شىء وي چي له اوبو د يوه غريق د راوتو په څېر راوځي. "النّٰزِعٰتِ غَرْقاً" همدا مطلب افاده كوي.

 

س•          بايد په لومړي سر كي د يوه راوتونكي غريق په څېر وي، بيا په نشاط سره پورته تلونكى، بيا د لامبو وهونكي په څېر خوځېدونكى، بيا يو له بل مخكي كېدونكى او په پاى كي د يوه ستر كار تر سره كوونكى.

 

نوموړی زياتوي: كه قرآن ته رجوع وكړو او وگورو چي آيا قرآن په دغو صفاتو كوم څه معرفي كړي كه نه؟ نو گڼ شمېر آيتونه به مخي ته راشي چي په هغوى كي ورېځي په همدې صفاتو يادي شوې. پكار خو دا ده چي خپله د قرآن تفسير كافي وگڼو او له دې ډډە وكړو چي د خپلي خوښي او رأى مطابق ئې تفسير كړو.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير پر وينا: كه خپلي شا او خوا ته پام وكړو او وگورو چي آيا زموږ ماحول كي داسي څه شته چي دغه صفات ولري او هر څوك ئې په همدې صفاتو وپيژني؟ نو ورېځي په نظر راځي چي له اوبو د بخاراتو په څېر راووځي، آسمان ته پورته شي، له يوې سيمي بلي ته وخوځېږي، سرعت ئې زيات شي، يو له بل سبقت كوي، په پاى كي باران ووروي او په دې سره په طبيعت كي تر ټولو د ستر كار؛ د مړي زمكي د راژوندي كېدو باعث شي. او قرآن په مكرره توگه او په گڼ شمېر آيتونو كي په باران سره د مړي زمكي او د نباتاتو په راژوندي كېدو استناد كوي او فرمايي چي: تاسو به هم د قيامت په ورځ همداسي بيا راژوندي كېږي.

دا رأى په څو دلائلو ډېره ضعيفه او كمزورې ده چي څوك له دې د فرشتو بېل بېل اصناف مراد كړي:

1.            په فرشتو باندي استناد سره څوك د بيا ژوندون منكرين نشي قانع كولى.

 

2.            د داسي تعبير لپاره كوم قرآني دليل نشي په گوته كېدي.

 

3.            دا تعبير د قسمونو په اړە د قرآن له عمومي قاعدې سره اړخ نه لگوي، نور قسمونه په څرگندو شيانو شوي.

 

نوموړی وايي:

د النازعات د سورې او دې ته ورته نور قسمونه د دې لپاره  په ملائكو نشو حمل كولى چي په عربى كي په "الف" او "تاء" سره يا حقيقي مؤنث جمع كېږي او يا د غير ذوى العقول صفت؛ قرآن په دې صراحت كوي چي ملائكي مؤنث نه دي او د جمع لپاره ئې په قرآن كي اكثراً د جمع مذكر صيغه كارول شوې؛ لكه په دې آيت كي:

وَتَرَى الْمَلائِكَةَ حَافِّينَ مِنْ حَوْلِ الْعَرْشِ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَقِيلَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ. الزمر: 73

او فرشتې به گورې چي د عرش چاپېر راڅرخي په داسي حال كي چي د خپل رب له ستايني سره تسبيح وايي، او د دوى تر منځ به په حق سره پرېكړه وشي او وبه ويل شي: ستايني د عالمونو رب الله ته دي

په دې آيت كي د ملائكو لپاره د حافات په ځاى د حافين صيغه راغلې چي د جمع مذكر صيغه ده.

 

هغه دا هم وويل:

د دغو قسمونو په اړﮦ د مفسرينو تر منځ ډېر اختلافات شته؛ ځيني ئې هغه فرښتې گڼي چي د ارواح په نزع گمارل شوې، د كافر روح په سختي راباسي او د مؤمن سوكه او په آساني؛ بيا په آسمان كي د لامبو وهونكو په څېر درومي، يوه له بلي د مخكي كېدو هڅه كوي او د چارو د تدبير دنده ورپه غاړە شوې. ځيني نور دا د انسان نفس او روح گڼي چي د كافرانو په سختى وځي او د مؤمنانو په ملايمت او نرمي. ځيني نور ئې ستوري گڼي او وايي چي ستوري په سختى طلوع او په آساني غروب كوي. گڼ شمېر نور نظرونه هم شته، خو په ډېر لږ دقت سره معلومېږي چي نه خو د دې اطلاق پر ملائكو صحيح دئ او نه په روح او نه هم په ستورو؛ له بعث او له مرگ بعد ژوندون منكر انسان په فرشتو او روح باندي استناد سره نشي قانع كېدي، ځكه هغه نه ملائكي مني او نه په روح باور لري، قرآن به څنگه په هغه څه استناد كوي چي د ده مخاطب ئې اصلاً نه مني؟! او څنگه به له دې لاري په هغي خبري د ده د قانع كولو هڅه كوي چي منل ئې ورته گران برېښي؟! همدا راز په دې قسمونو كي ذكر شوي صفات په ستورو نشي تطبيقېدي، د ستورو طلوع او غروب يو شان دئ، له يوه بل سبقت نه كوي او هغوى ته "مدبرات أمور" هم نشو ويلي؛ او په دوي باندي د استشهاد له لاري بيا ژوندون نشي ثابتېدي. د دغو كمزورو او ضعيفو توجيهاتو لپاره په ټول قرآن كي هيڅ دليل نشو ښودلى.

 

نوموړی وايي:

دا خبره هم د يادولو ده چي ځينو مفسرينو د دې قسمونو ځواب محذوف گڼلى چي دا رأى په دوه دليله كمزورې او ضعيفه ده:

1- دا تعبير د قرآن له اوچت بلاغت سره اړخ نه لگوي، دا سمه نه ده چي څوك لوړە وكړي خو ورپسې ونه وايي چي د قسم موخه ئې څه وه او په كوم مطلب باندي د تأكيد لپاره ئې لوړە كړې!! آيا دا سمه ده چي ووايو: والله، بالله، بيا ساكت پاته شو، هيڅ ونه وايو او زموږ قسمونه هيڅ ځواب ونلري؟!

 

2- د همدې سورې 13 او 14 آيتونه په ډېر صراحت سره ښيي چي د پورتنيو قسمونو ځواب پكي پروت دئ.

د دې قسمونو ځواب دا دى:

فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٞ وَٰحِدَةٞ ١٣ فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ ١٤

نو دا به له يوى توندى چيغى پرته بل څه نه وي؛ ناڅاپه به بيا دوى وي په همغه خور ميدان كي.

 يعني پورتني قسمونه دا خبره ثابتوي چي له مرگ وروسته ژوندون نه يوازي مستحيل نه دئ بلكي فقط په يوې توندي چيغي سره به تاسو ټول له قبرونو راپورته شئ او په ستر آوار ډاگ كي به د حسيب خداى په وړاندي ودرېږئ. كه قرآن ته رجوع وكړو نو په متعددو آيتونو كي به وگورو چي د بيا ژوندون د اثبات لپاره په ورېځو، باران او د بوټو په بيا راژوندي كېدو استناد شوى؛ پكار ده چي د نوموړو قسمونو تفسير د دغو آيتونو په رڼا كي ولټوو. دې ظريفي نقطي ته مو هم پام وي چي اكثراً بارانونه د تالندي له دروند غږ وروسته پيل كېږي!! او قرآن وايي چي د قيامت په ورځ به ستاسو بيا ژوندي كېدل يوازي په يوې توندي چيغي سره پيل شي؛ په شپېلۍ كي د اسرافيل له پوکي سره. له دغو ټولو دلائلو په ډېر صراحت سره معلومېږي چي له النازعات، الناشطات، السابحات، السابقات او المدبرات؛ يوازي او يوازي ورېځي مراد دي نه بل څه. څوك چي په بيا ژوندي كېدو باور نلري او هغه مستحيل گڼي!! مگر هره ورځ د مړو د بيا راژوندي كېدو صحنې نه گوري؟ آيا په يوه باران سره د زمكي ژوندي كېدل ئې نه قانع كوي؟ مگر نه گورئ چي ناڅاپي په آسمان كي د تالندي غږ اوچت شي، ورپسې له ورېځو د باران ورېدل پيل شي او په دې باران سره د زمكي په زړە كي د ژوندو توكو زړي وخوځېږي، وده وكړي او د زمكي له سخت قشر سر رااوچت كړي!! د قيامت په ورځ به هم ټول په يوې چيغي سره له قبرونو رااوچت شي او هر كس به د خپل رب په لوري روان شي.

 

قدرمن مشر زياته کړه:

كه د النازعات سورې ته ځير شو نو وبه گورو چي د دې سورې د بحث اصلي موضوع د آخرت او بيا ژوندون اثبات او د دې لپاره قوي او مضبوط دلائل وړاندي كول دي. دا دلائل په دريو برخو كي تنظيم شوي:

الف: د پيدايښت او خلقت هغه طبيعي مظاهر چي هره شېبه ئې په خپلو سترگو گورو، هره شېبه له مړې خاوري د يوه ژوندي موجود د پيدا كېدو شاهد يو، تل مو هغه ورېځي تر سترگو كېږي چي له زمكي او سيندونو راپورته شي، يوې او بلي خوا ته وخوځېږي، بارانونه ترې راوورېږي، مړه زمكه په خوځېدو شي، د ژوند زړي د مړو خاورو په تل كي حركت وكړي، وده وكړي او سمسور بوټي راوټوكوي، مگر دا مظاهر كافي نه دي چي د بيا ژوندون په اړه شك ونكړئ او په دې باور ولرئ چي تاسو به هم دې ته ورته بيا راژوندي كېږئ؟! دا مهم مطلب د قسمونو په ترڅ كي توضيح شوى.

 

ب: بيا له 15 تر 26 آيت پوري؛ د موسى عليه السلام له عبرتونو ډكه قصه كي؛ د عملي بېلگي په توگه؛ موږ ته وايي: تاريخي حوادث او پېښي ښيي چي دلته له هر چا سره محاسبه كېږي او پر عملونو مكافات او مجازات مرتب كېږي، آيا نه گورئ چي موسى عليه السلام يو تنكى زلمى دئ، تېښتي ته اړ شوى، فراري، وېري اخيستى، د فرعون تر تعقيب لاندي، د اعدام پرېكړه ئې صادره شوې، كلونه كلونه ئې په شپنۍ كي تېر كړي، له 8- 10 كلونو وروسته خپل هېواد ته راستنېږي، د لاري په نيمايي كي؛ د طور په يوې تنگي او كږلېچني درې كي په پيغمبرۍ مبعوث كېږي او د فرعون مقابلې ته لېږل كېږي، له غلامۍ د بني اسرائيلو د ژغورني لپاره، د ضعف او ناتوانۍ احساس كوي، دا دروند مأموريت تر خپل وس اوچت گڼي، د هېواد شرائط او د ولس وضع د ځان او د دې كار تر سره كېدو لپاره چمتو نه گڼي او وايي: له يوې خوا د دښمن له لوري په قتل متهم يم او له بلي خوا زما مخاطبين بني اسرائيل به دا گمان وكړي چي زه مشرۍ ته د رسېدو تلوسه لرم او دا شوق هغه مهال زما په زړه كي راولاړ شوى چي زه د فرعون د كورنۍ غړى گڼل كېدم؛ داسي يو شخصيت له دغو ځانگړتياوو سره د هغه چا مقابلې ته درومي چي خلكو ته وايي: زه ستاسو اعلى او ترټولو اوچت رب يم، بايد ټول يوازي زما اطاعت وكړي، ټول به ده ته سرټيټوي، د ده ستاينه او لمانځنه به كوي، پر خپلي واكمنۍ مغرور او پر خپلو لښكرو دوكه شوى، راشئ وگورئ چي د دې دواړو طرفونو تر منځ د تصادم نتيجه څه وه؟! تاريخ موږ ته څه وايي؟ يو ډېر ځواكمن او په خپل قدرت مغرور خو د باطل مدافع، بل ئې ډېر ضعيف او ناتوان، خو د حق حامي، يو ئې ظالم او مستبد او د ظلم او استبداد حامي او بل ئې كمزورى خو د مظلوم او بې وزلو مدافع، مگر نه گورئ چي دا مغرور ظالم مؤاخذه شو، د عذاب متروكه ئې پر سر راپرېوته، له خپلو لښكرو سره يو ځاى غرق شو؟ مگر ومو نه ليدل چي مظلوم او بې وزلى وژغورل شو او د ظالم د شتمنيو او خزانو وارث شو؟! كه په دنيا كي د مكافات او مجازات سلسله او د عملونو د بدلې سنت نه وى نو بايد ځواكمن او زورور تل پر اوضاع مسلط او د هر څه واكمن پاته كېدى او هيڅكله به ئې د ظلم له كبله د اقتدار كرسۍ نه ړنگېده او تخت او تاج به ئې نه نسكورېدو او كمزورى به د تل لپاره بې وسه، ناتوانه او تر اسارت  او محكوميت لاندي پاته كېدو او هيڅكله به ئې د ځواكمن ظالم په مقابلې كي بريا نه په برخه كېده او د هغه د تخت او تاج او شتمنيو وراثت به ئې نه تر لاسه كاوو.

 

ج: په پاى كي له 27 تر 33 آيت پوري د انسان د بيا پيدايښت په اړه ويل شوي: آيا ستاسو بيا پيدايښت به گران كار وي كه د دې آسمانونو چي له دې لوړوالي او دقيق نظم سره ئې پيدا كړي؟!! آيا هغه ذات چي دا آسمان ئې له دې عظمت، وسعت، ستروالي او لوړوالي سره پيدا كړى، هر څه ئې په كي ښه او دقيقاً تنظيم كړي، شپه او ورځ ئې په كي پيدا كړې، زمكه ئې غوړولې اوبه او واښه ئې په كي راپيدا كړي، غرونه ئې په كي ودرولي او هغه ئې له يوې خوا د زمكي لپاره لنگرونه گرځولي او له بلي خوا ئې په هغوى كي ستاسو او ستاسو د څارويو لپاره د رزق او روزي اسباب برابر كړي، آيا دا ذات په دې قادر نه گڼئ چي تاسو بيا راژوندي كړي؟!! مگر خپل بياپيدايښت د آسمانونو او زمكي تر پيدايښت گران او ناشونى كار گڼئ؟!!

له دغو قوي دلائلو وروسته فرمايي چي د قيامت لويه پېښه به حتماً راځي، په هغه ورځ به انسان ته هم خپل ټول كړه وړه ور په ياد شي او هم به په دې پوه شي چي د قيامت دا ورځ هومره هم لري نه وه چي ده په دنيا كي انگېرله، په دې ورځ به ځيني جحيم ته درومي او ځيني جنت ته.

 

دغه راز ښاغلي حکمتيار د موضوع اړوند خپلې يوې رؤيا «خوب» ته هم إشاره وکړه او ويي ويل:

د قرآن د قسمونو په اړە مې ډېري پوښتني درلودي، د ځواب لپاره مې ډېرو تفسيرونو ته رجوع كړې وه، خو بيا مې هم د خپلو ټولو پوښتنو ځواب نه وو تر لاسه كړى، هغه مهال چي په 1375 كال كي د قرآن په ژباړي مصروف وم؛ د جدي مياشت د يوې جمعي په شپه؛ د تهجد د لمانځه په سجده كي، ناڅاپه او د الهام په ډول، د النازعات د سورې د قسمونو په اړە پورتنۍ رأيه راته القاء شوه، چي ماته كاملاً ناڅاپي او تازه وه او زما د ټولو پوښتنو ځواب پكي نغښتي وو، له دې شېبې مخكي دا رأى هيڅكله زما په ذهن كي نه وه گرځېدلې، په دې سره د قرآن د ټولو قسمونو د فهم په لوري ماته نوى ور پرانستل شو. زه د خپل رحمن رب له دې ستري پيرزويني هومره ممنون يم چي د شكر له اداء كولو ئې ځان عاجز گڼم.

 

همدا راز نوموړي د «التكوير» په سورې کي د راوړل شويو قسمونو په اړه وويل:

(د ستورو او شپې ورځي تگ راتگ شهادت وركوي چي دا دنيا به خپل ځاى بلي ته پرېږدي).

د پورتنئ مُدعیٰ د إثبات لپاره

د «التكوير» په سورې كي دا قسمونه راغلي:

فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلۡخُنَّسِ ١٥ ٱلۡجَوَارِ ٱلۡكُنَّسِ ١٦ وَٱلَّيۡلِ إِذَا عَسۡعَسَ ١٧ وَٱلصُّبۡحِ إِذَا تَنَفَّسَ ١٨

نو داسى نه ده؛ لوړە كوم په دغو بيا راتلونكو. په دغو تلونكو پټېدونكو او په شپې چي شي په تلو. او قسم د سباوون په سا ايستو.

د قسمونو ځواب دا دى:

إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ ١٩ ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي ٱلۡعَرۡشِ مَكِينٖ ٢٠ مُّطَاعٖ ثَمَّ أَمِينٖ ٢١ وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجۡنُونٖ ٢٢

بى شكه چي دا د عزتمن استازى وينا ده. د عرش خاوند ته مخور او ځواكمن. هلته منل شوى او امين؛ او ستاسو دا ملگرى مجنون نه دئ.

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير د لا وضاحت په پار لاندي څو مطالبو ته په تفصيل إشاره وکړه:

1.            په "خنس" چي معنى ئې بيا بيا راتلونكي ده، شيطان ته د دې لپاره  "خناس" ويل شوي چي هغه هم مكرر راځي، وسوسه كوي، بېرته درومي، له بلي گوښي راوړاندي كېږي او بله وسوسه القاء كوي.

د دې خناس دوه نور صفتونه هم ښودل شوي: "الجوار: تلونكي" او "الكنس: پټېدونكي"

 

2.            په شپه چي كله په تلو شي.

 

3.            او په سباوون چي په سا ايستو شي.

 

هغه زياته کړه:

د دغو قسمونو په معنى او د قسمونو له ځواب سره ئې د تړاو په څرنگوالي هلته ښه پوهېدى شو چي لاندي څو خبري په پام كي ولرو:

الف•        له دغو دوو آيتونو (والليل اذا عسعس) او (والصبح اذا تنفس)، په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي له (الخنس، الجوار، الكنس) ستوري مراد دي، ځكه دا ستوري دي چي هره شپه بيا بيا راڅرگندېږي، په شپه كي ئې د آسمان په غېږ كي خوځېدل راڅرگند شي، له شرق طلوع كوي او په غرب كي پرېوځي، د ورځي په رارسېدو سره تر شا او له سترگو پټ شي. كه د (الخنس، الجوار او الكنس) الفاظ له دغو آيتونو بهر د لغت په كوم كتاب كي او په بل كلام كي وڅېړو نو بې شمېره مصداقونه ئې كېدى شي، خو كه په دې خاص ځاى او له دې مخكي او وروسته آيتونو په غېږ كي ئې معنى ولټوو نو له ستورو پرته بله معنى ترې نشو اخيستي، ټول مفسرين په دې خبره متفق دي چي په دې الفاظو سره ستورو ته اشاره شوې.

 

ب•          د قيامت منكرين داسي گمان كوي چي دا نړۍ نه بدلېدونكې، ثابته او ابدي نړۍ ده، په تحول او بدلون باور نلري او دا خبره نه مني چي يوه ورځ به دا هر څه له منځه ولاړ شي. دوى ته د پيغمبرانو عليهم السلام يوه اساسي خبره تل دا وه چي قيامت به راځي، دا زمكه آسمان او د اوسنۍ دنيا اوسنى حالت به ختمېږي، نوې دنيا او نوې زمكه او آسمان به پيدا كېږي، له انسان سره به د ده د ټولو كړنو محاسبه كېږي، سزا او جزاء به گوري. د دغي اساسي ادعاء د اثبات لپاره دلته ويل شوي: شپه ورځ، د ستورو تگ راتگ، طلوع او غروب ئې دا حقيقت په گوته كوي چي دلته د ثبات او د يوه حالت د دوام په ځاى د بدلون او تحول شاهد يو، هره شېبه حالت بدلېږي رابدلېږي، تاسو څنگه دا د بدلېدو رابدلېدو په حالت كي نړۍ ثابته او تغيير نه منونكي گڼئ؟!! پداسي حال كي چي تحول او بدلون د همدې دنيا يو عام او څرگند اصل او خصلت دئ، د دنيا هر څه هره شېبه بدلېږي، دا په آسمان كي خواره واره او څرگندېدونكي پټېدونكي ستوري او دا د شپې او ورځي تگ راتگ، د دې دائمي او مسلسل تحول او بدلون څرگندي بېلگې ستاسو مخي ته، له دې سره سره څنگه د عزتمن پيغمبر هغه خبره نه منئ چي وايي: يوه ورځ به دا لمر خپله رڼا له لاسه وركړي، ستوري به تياره شي، غرونه به له خپل خپل ځاى وخوځي او هر څه به بدل شي؟ د ده په دې خبري خو دا ده د هري شپې ورځي دا تحولات شهادت وركوي. د "ثبات" او "دوام" عقيده بې بنسټه عقيده ده چي د دنيا مسلسل بدلون ئې ردوي. دا ولي تاسو دغه خپل ملگري پيغمبر ته د دې لپاره  مجنون وايئ چي د قيامت د راتلو خبره كوي؟!! ده خو د دې خبري حقيقت په څرگند افق كي ليدلى، دغه افق ته د نظر كولو لپاره تاسو ته هم بلنه دركوي، د شپې ورځي تلو راتلو ته وگورئ، د ستورو طلوع او غروب ته وگورئ، دا څه پيغام له ځان سره لري، د ثبات او دوام پيغام كه د تحول او بدلون پيغام، د ده خبره تائيدوي كه ستاسو؟!! دى خو نه د كاهنانو په څېر دئ چي د "غيب" دروغجني خبري خرڅوي او په څرگندولو كي ئې سخت بخيل وي او هيچا ته ئې وړيا نه وايي، شكرانې او نذرانې پرې اخلي!! د ده وينا د شيطان د ملگرو له وينا سره مقايسه كړئ، دى څه وايي او هغوى له شيطان په الهام اخيستو سره څه وايي؟! سره له دې څنگه د ده دا وينا نه منئ، پداسي حال كي چي دا د ده خپله وينا نه بلكي د رب العالمين له لوري د يوې عزتمني، ځواكمني او د نورو مطاع فرښتې په لاس ده ته لېږل شوې وينا ده او هر هغه چا ته لارښوونه كوي چي په سمي او مسقيمي لاري د تلو تكل كوي.

 

همدا راز ښاغلي حکمتيار

د «الشفق» سورې په قسمونو هم تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

(د شپې او سپوږمۍ بېل بېل حالت؛ د دې نښه ده چي مرگ د ژوند پاى نه؛ بلكي د ابديت په لوري يو پړاو دئ).

د پورتنئ مُدعیٰ د إثبات لپاره

د الشفق په سورې كي له 16تر 19 آيت پوري لاندي قسمونه راغلي:

فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلشَّفَقِ ١٦

نو نه؛ زما دي لوړە په شفق وي.

وَٱلَّيۡلِ وَمَا وَسَقَ ١٧

او په شپې او څه چي ونيسى په غېږ كي.

 وَٱلۡقَمَرِ إِذَا ٱتَّسَقَ ١٨

قسم دئ په سپوږمۍ چي مكمل شي.

د قسمونو ځواب دا دى:

لَتَرۡكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٖ ١٩

حتماً به له يوه پوړ بل پوړ ته بر كېږي.

 

نوموړي زياتوي چي

دلته په دغو شيانو لوړە شوې:

1.            په شفق: د آسمان د ژۍ هغه سره گاره چي د لمر په لوېدو پسې راڅرگنده شي.

 

2.            په شپه او هغه څه چي په خپلي غېږ كي ئې نيسي او خپل تور وزر پرې غوړوي.

 

3.            په سپوږمۍ چي كله بشپړە شي.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د قدرمن أمير پر وينا

د دغو دريو قسمونو ځواب او هغه مطلب چي په دغو قسمونو سره ئې اثباتول په نظر كي دي؛ دا دئ: تاسو به حتماً له يوه پوړ بل ته پورته كېږي.

راشئ وگورو چي دا قسمونه له ځواب سره څه ارتباط لري او څنگه دا خبره ثابتوي چي انسان به حتماً له يوه حالت بل ته خوځي؟

دي پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره بايد لاندي خبري په نظر كي ولرو:

•             د انسان د مرگ په اړە دوه انگېرني او تحليل درلودى شو:

الف: مرگ د توقف او ركود حالت دئ، په مرگ سره انسان له خوځښت او حركت ودرېږي او كار ئې پاى ته رسي؛ مرگ د ده د ژوند او خوځښت وروستی پړاو دئ.

 

ب: مرگ يو مقطعي حالت دى؛ د انسان د هغه مسلسل او پاى نه منونكي خوځښت يو حالت چي انتهاء نه لري، مرگ له يوه حالت بل حالت ته يو حركت دئ، مرگ د يوه ژوندون پاى او د بل پيل دئ، په مرگ سره د هغه چا په لوري درومو چي دا ژوند ئې موږ ته راكړى.

 

ج:           څوك چي له بيا ژوندون انكار كوي هغه په دې باور وي چي مرگ ركود او سكون دئ، په مرگ سره ژوند پاى ته رسېږي او حركت ئې په ټپه ودرېږي، له هغه وروسته بله مرحله او بل پړاو نشته، په مرگ سره د انسان د بدلون او له يوه حالت بل ته د خوځېدو سلسله متوقف كېږي، دوى په دې عقيده دي چي د انسان هغه ژوند چي له يوې نطفې پيل شي، وده وكړي، د يوه ماشوم په څېر دنيا ته راشي، ځواني ته ورسېږي، زوړ شي، زوال ئې پيل شي، په مرگ محكوم شي او په همدې مرگ سره ئې هر څه پاى ته ورسېږي.‍

خو الله تعالى دوى ته په ځواب كي فرمايي: داسي نه ده؛ نور پړاوونه هم په مخكي لرئ، حتماً به له يوه حالت بل ته د تلو لړۍ دوام كوي، له مرگ وروسته نور مراحل هم په مخ كي شته، له يوه پوړ به بل ته بر درومئ؛ د بې نهايت په لوري دوامدار او مستمر حركت كي به نور مراحل هم پلي كړئ. د دغه ادعاء د اثبات لپاره په څو مشهود او ملموس طبيعي شيانو استشهاد شوى:

1- په شفق چي د ورځي پاى او د شپې پيل اعلانوي.

 

2- په شپه چي هر څه له سترگو پټوي.

 

3- په سپوږمۍ چي له مختلفو پړاوونو تېره او بشپړە شي.

 

نوموړي دا هم وويل:

تاسو په دې نړۍ كي د مسلسل بدلون شاهد ياست، گورئ چي ورځ پاى ته ورسېږي، د آسمان لمنه سره شي، شفق راڅرگند شي، شپه راورسېږي، خپل تور وزر په هر څه وغوړوي، څو ساعته وروسته ختمه شي او خپل ځاى ورځ ته پرېږدي؛ آيا دا صحيح ده چي د هري شپې ورځي مرگ د هغه دائمي پاى وگڼو او ووايو: بله شپه او ورځ به رانشي؟‍ سپوږمۍ گورو چي د مياشتي په پيل كي رابره شي، وړە وي، په تدريج سره ستره شي، مكمله شي خو بيا په تدريج سره وړە شي، داسي چي د مياشتي په پاى كي له سترگو پټه شي. آيا دا سمه ده چي د سپوږمۍ له موقتى پټېدو دا گمان وكړو چي بيا به طلوع نه كوي او راڅرگنده به نشي؟‍‍

د شپې ورځي تگ راتگ، د سپوږمۍ طلوع او غروب او سترېدل وړېدل، پټېدل او څرگندېدل ئې دا ښيي چي دا نړۍ د مسلسل او مستمَر تحول او بدلون صحنه ده، هر څه له يوه حالت بل حالت ته درومي، په هيڅ مقطع او هيڅ نقطه كي توقف او سكون نشي موندلئ، د بيا ژوندون منكرين هسي او بې ځايه، مرگ ته د سكون او توقف او د بدلون د پاى په سترگه گورئ، دا انگېرنه له هغه څه سره ټكر او تصادم كوي چي د نړۍ له مشاهدي ئې تر لاسه كوو. د دې غلطي او بې بنسټي انگېرني د اثبات لپاره هيڅ دليل، د دې ټولي پراخي نړۍ له هيڅ گوټ نشو وړاندي كولى.

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي محاضره د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک