No-IMG

د حکمتيار صاحب اتم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د جوزا ۱۵مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي (د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار اتمه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په‌کي گډون کړی وو.

نوموړي په خپله نننئ درسي حلقه کي د المدثر سورې پر قسمونو تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

(د سپوږمۍ رابره كېدل، د شپې ستنېدل، او د سباوون راختل د دې نښه ده چي د دې دنيا پاى به د بلي دنيا پيل وي).

د المدثر سورې په قسمونو كي همدا مطلب راغلى؛ خو تر قسمونو وړاندي بايد وگورو چي د دې سورې اصلي مُدعىٰ او لارښووني څه دي؛ ياده سوره په دغو مبارکو آيتونو پيل شوې:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمُدَّثِّرُ ١ قُمۡ فَأَنذِرۡ ٢ وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ ٣ وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ ٤ وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ ٥ وَلَا تَمۡنُن تَسۡتَكۡثِرُ ٦ وَلِرَبِّكَ فَٱصۡبِرۡ ٧

(اې د خوب څادر په ځان راكښونكيه. پاڅه او خبردارى وركړه، خپل رب ستر گڼه، جامه دي پاكه ساته، تزلزل پرېږده، مه (ئې) غوڅوه زيات (ئې) گڼونكى؛ او خپل رب ته صبر كوه).

 

ښاغلي حکمتيار د لا وضاحت او تفصيل په پار وویل:

دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د (مدثر) په نامه خطاب شوى او ورته ويل شوي:

الف: د خوب وخت تېر شوى؛ پاڅه او خلكو ته د روان وضعيت له بدو پايلو خبردارى وركړه.

 

ب: خپل رب ستر گڼه، د ستر رب په لوري بلنه وركړه، په جگ غږ اعلان كړه چي خداى تر هر ستر ستر دئ، او يوازي دى ستر دئ، پام چي په خپل مأموريت او دندي (قيام او انذار) كي د ضعف او ناتوانۍ احساس ونكړې، د مأموريت دروندوالى او ستروالى يا د دښمن كبر او لويي او غولوونكى ظاهر ئې په تا كي وېره راولاړه نه كړي، د الله تعالى په ستروالي ستا باور بايد تا ډاډه او مطمئن كړي، دومره چي نه د ضعف احساس وكړې او نه د وېري او خوف، په خپل ستر رب اتكاء او اتكال سره خپل قيام او انذار ته ادامه وركړه.

 

ج: جامه دي پاكه ساته، مه پرېږده چي په پاكه لمن دي د گناه داغ كښېني، سپينه جامه دي داغجنه شي، څوك چي د نورو د اصلاح لپاره ملا تړي، د ټولني د اصلاح لپاره (قيام) كوي او د گناه له بدو او خطرناكو پايلو خلكو ته خبردارى وركوي؛ بايد له گناهونو په لريوالي كي د ټولو لپاره قُدوه او أُسوه وي، د صفا شخصيت او پاك لمنۍ بېلگه او لمن ئې له داغونو پاكه.

 

د: رجز؛ تذبذب او زړه نازړه كېدا پرېږده، راسخ عزم سره مبارزې ته دوام وركړه، متين او مصمم، استوار او ثابت قدم اوسه.

 

هـ: پام چي د مبارزې اوږدوالى او طولاني كېدا دي مأيوس او ستومانه نه كړي، داسي نه چي د الله تعالى په لوري د خلكو مسلسل بلنه او د دوى منفي ځواب د دې باعث شي چي ووايې: نور نو بس ده، ډېري هلي ځلي مي وكړې؛ نتيجه ئې ورنكړه، نور نو له دې خلكو د خير طمع نه شي كېدى، د اصلاح انتظار ئې عبث دئ، په كار ده خپل دعوت متوقف كړم او د مبارزې دا لړۍ قطع كړم!! نه؛ هيڅكله داسي مه كوه، دعوت او مبارزه دي مه قطع كوه، مه خپل كار او مبارزه ډېره گڼه او مه ئې په نيمايي لاري كي د پرېښودو پرېكړه كوه.

 

و: د خپل رب لپاره صابر او ثابت قدم اوسه، ستا صبر بايد پر الله تعالى ستا له ايمان خړوب شي او په دې باور او اعتقاد ولاړ وي چي (مبارزه) دي يو الٰهي مأموريت دئ، په دې پوري هيڅ اړه نه لري چي د خلكو عكس العمل څه دئ، مثبت كه منفي، نه ئې د مخاطب منفي ځواب منتفي كولى شي او نه ئې مثبت ځواب پاى ته رسولى شي.

 

نوموړي زياته کړه:

د همدې أساسي او مهمو لارښوونو په إطار او ضمن كي؛ دا قسمونه راغلي:

 كَلَّا وَٱلۡقَمَرِ ٣٢

داسي نه ده؛ قسم په سپوږمۍ

وَٱلَّيۡلِ إِذۡ أَدۡبَرَ ٣٣

او په شپې چي تر شا شي

وَٱلصُّبۡحِ إِذَآ أَسۡفَرَ ٣٤

او په سباوون چي روڼ شي

د قسمونو ځواب دا دى:

إِنَّهَا لَإِحۡدَى ٱلۡكُبَرِ ٣٥

بې شكه چي دا يوه له سترو "پېښو"  ده.

تر دې د مخه چي د قسمونو او ځواب په اړە ئې څه ووايو بايد دا واضح شي چي په ځواب كي كومي پېښي ته اشاره شوې او د "ها" ضمير څه ته راجع دئ؟ او دا له كومو سترو پېښو ده؟

كه قسمونو او له قسمونو مخكي آيتونو ته لږ ځير شو نو د دواړو پوښتنو ځوابونه په آسانۍ سره موندلى شو؛ په قسمونو كي دريو سترو څيزونو ته اشاره شوې: سپوږمۍ، د شپې بېرته گرځېدا او د سباوون راختل؛ په لومړيو آيتونو كي چي كوم مطالب راغلي؛ د دې قسمونو ارتباط له هغوى سره داسي دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي: له كوم سخت او ستونزمن حالت سره چي ته مخامخ يې او كړاوونو خپل تور وزر پر تا، ستا پر ملگرو او پر ټولني خور كړى؛ مطمئن اوسه چي دا تياره شپه به حتماً تېرېږي؛ همغسي لكه چي په هري توري شپې پسي روڼ سباوون راځي. لكه چي په تورو شپو كي هم سپوږمۍ وي؛ كله ئې رڼا لږ او كله ډېره؛ همداسي به په دې تور تم كي د لږ او ډېري رڼا پلوشې گورې. بايد ډاډه وې چي د دې توري شپې پاى ته رسېدا حتمي ده؛ په طبيعت كي د الله تعالى ثابت او مشهود سنت همدا دئ؛ او په انساني ټولني كي ئې نه بدلېدونكى سنت همدا.

 

ښاغلي حکمتيار د خپل وضاحت پر دوام وويل:

له اتم آيت د قيامت په اړە بحث پيل شوى؛ خو مخكي له دې چي بحث پاى ته ورسېږي؛ د هغه چا په اړە خبره شوې چي مال، ثروت او قدرت مغرور كړى او له پيغمبر عليه السلام او د ده له دعوت سره ئې دښمني ته هڅولى، دروغجنو تبليغاتو ته ئې ملا تړلې او د مخالفت او مقابلې د بېلو بېلو مؤثرو لارو په لټه كي دئ، دا بحث له يولسم آيت پيل شوى او تر 31 آيت پوري ئې دوام كړى او بيا له 32 آيت وروسته د قيامت په اړە ناتمام بحث بېرته پيل شوى او د پورتنيو قسمونو په ترڅ كي د قيامت د اثبات دلائل وړاندي شوي. د ځواب په ترڅ كي د قيامت ورځ د دغو سترو سترو پېښو په څېر يوه بله ستره پېښه گڼل شوې، د سپوږمۍ د رابره كېدو په څېر او د شپې بېرته گرځېدو او د سباوون د راختو په څېر.

 

هغه زياتوي چي:

په دې قسمونو سره قرآن خپل مخاطب ته وايي: ته ولي د قيامت له ورځي انكار كوې او راتگ ئې محال گڼې؟ مگر ستا د اقناع لپاره د سپوږمۍ رابره كېدل، له مختلفو پړاوونو تېرېدل، له سترگو پټېدل او بيا راڅرگندېدل؛ كافى نه دي؟ مگر همدا تا ته نه وايي چي له يوه حال بل ته اوښتل يو عام الهي سنت دئ، د يوه حالت پاى د بل حالت پيل دئ، مگر ته نه گورې چي د شپې پاى د ورځي پيل وي، همدا راز چي شپه پاى مومي دا نړۍ به پاى مومي، خو د دې نړۍ پاى د بلي نړۍ پيل دئ، ته هسي بې موجبه او بې دليله دا نړۍ ثابته او تغيير نه منونكې گڼې او گمان كوې چي دا حالت به د تل لپاره دوام كوي!! او ستا دا گمان هم غلط دئ چي كه دا عالم ختم شو نو په دې سره هر څه پاى مومي، نه بيا ژوندون شته او نه بله دنيا!! ستا دا باور داسي دئ لكه چي څوك ووايي: د سپوږمۍ او لمر غروب د دوى د عمر پاى دئ، له دې شپې وروسته به بله ورځ نه وي او له دې ورځي وروسته به بله شپه نه وي، خو گورئ چي تياره شپه خپل ځاى روڼ سباوون ته پرېږدي او سپوږمۍ له پټېدو وروسته بيا رابره شي. د الشفق په سوره كي هم دې ته ورته؛ شفق، د شپې راتگ او د سپوږمۍ بشپړە كېدل؛ د قيامت د راتلو او بيا ژوندون لپاره د دليل په توگه وړاندي شوی.

 

هغه همدا راز دا هم وويل:

 ځينو مفسرينو په "انها لاحدى الكبر" كي د "ها" ضمير، "سقر" ته راجع كړى او ځينو نورو "جنود" ته، خو دا نه يوازي ضعيف توجيهات دي بلكي د قسمونو او ځواب تر منځ ژور او عميق ارتباط پكي له پامه غورځول شوى، د دوى توجيه داسي ده لكه چي څوك ووايي: په سپوږمۍ لوړە كوم چي دوزخ شته، د شپې په بېرته گرځېدو او د سباوون په بيا راختو لوړە كوم چي د الله لښكري بې شمېره دي!! داسي توجيه نه د قرآن كافر مخاطب ته قناعت وركولى شي او نه هيچا ته د فهم او منلو وړ ده. عجيبه دا ده چي څنگه دغو محترمو مفسرينو د الشفق په سوره كي د همدې قسمونو واضح او څرگند تفسير له پامه غورځولى، هلته همدا قسمونه د قيامت او بيا ژوندون لپاره د دليلونو په توگه وړاندي شوي او ويل شوي چي د شپې ورځي تگ راتگ، د سپوږمۍ طلوع او غروب، سترېدل او وړېدل، پټېدل او څرگندېدل ئې دا ښيي چي دا نړۍ د مسلسل او مستمر تحول او بدلون صحنه ده، هر څه له يوه حالت بل حالت ته درومي، په هيڅ مقطع او هيڅ نقطه كي توقف او سكون نشئ موندلى؛ د بيا ژوندون منكرين هسي او بې ځايه؛ مرگ ته د سكون او توقف او د بدلون د پاى په سترگه گوري، دا انگېرنه له هغه څه سره ټكر او تصادم كوي چي د نړۍ له مشاهدي ئې تر لاسه كوو. د دې غلطي او بې بنسټي انگېرني د اثبات لپاره هيڅ دليل، د دې ټولي پراخي نړۍ له هيڅ گوټ نشو وړاندي كولى.

 

د المدثر په مبارکي سورې د راغليو قسمونو او د هغوی د ځواب له توضیح وروسته قدرمن مشر د

«البروج» سورې په قسمونو تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

(ظالمان له الهي انتقام نه شي خوندي كېدى).

نوموړي د خپلې ذکر شوې إدعاء د إثبات لپاره د يادي سورې قسمونو ته په لاندي توگه تفصيلي إشاره وکړه، هلته چي فرمايي:

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلۡبُرُوجِ ١

قسم دئ د برجونو په خاوند آسمان.

وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡمَوۡعُودِ ٢

قسم دئ په هغي ټاكلې ورځ.

وَشَاهِدٖ وَمَشۡهُودٖ ٣

 قسم په هر شاهد او هر مشهود.

د دغو قسمونو ځوب دا دى:

قُتِلَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡأُخۡدُودِ ٤ ٱلنَّارِ ذَاتِ ٱلۡوَقُودِ ٥ إِذۡ هُمۡ عَلَيۡهَا قُعُودٞ ٦ وَهُمۡ عَلَىٰ مَا يَفۡعَلُونَ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ شُهُودٞ ٧ وَمَا نَقَمُواْ مِنۡهُمۡ إِلَّآ أَن يُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَمِيدِ ٨

(هلاك شول خاوندان د خندقونو؛ (خندقونه د سره) اور او د ډېر سوند. چي ئې خوا ته ناست وو. او شاهد د هغه څه چي له مؤمنانو سره ئې كول)!!

 

نوموړي زياته کړه:

لكه چي گورئ په دريو لومړنيو آيتونو كي په څلورو شيانو قسم ياد شوى: "د برجونو په خاوند آسمان"، "يوې موعود او ټاكلې ورځ"، "هر شاهد" او "هر مشهود". د قسمونو ځواب په څلورم آيت كي په دې صيغه مومو: " هلاك شول خاوندان د خندقونو" بايد وگورو چي د دغو قسمونو معنى څه ده او څنگه دا ثابتوي چي د هغو خندقونو خاوندان هلاك شول؟!

د وضاحت لپاره ئې

لاندي ټكيو ته پام وكړئ!

1.            د خندقونو له خاوندانو هغه ظالم واكمنان مراد دي چي مؤمنان ئې فقط د ايمان په جرم؛ د اور په كندي كي سوزول؛ شاوخوا ورته ولاړ ول او دا صحنه ئې كتله.

 

2.            "بروج" له "برج" اخيستل شوى چي معنى ئې څرگندېدل او ښكاره كېدل دي، په قرآن كي په دغه معنى څو ځايه راغلې، لكه:

...وَلَا تَبَرَّجۡنَ تَبَرُّجَ ٱلۡجَٰهِلِيَّةِ ٱلۡأُولَىٰۖ ... الاحزاب: 33

او د مخكني جاهليت د ځان ښودني په څېر ځانونه مه څرگندوي.

تَبَارَكَ ٱلَّذِي جَعَلَ فِي ٱلسَّمَآءِ بُرُوجٗا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَٰجٗا وَقَمَرٗا مُّنِيرٗا ٦١ فرقان : 61

مبارك دئ هغه ذات چي په آسمان كي ئې بروج (ستوري) رامنځته كړل او په هغه كي ئې روڼ څراغ (لمر) او روښانه سپوږمۍ پيدا كړە.

 وَلَقَدۡ جَعَلۡنَا فِي ٱلسَّمَآءِ بُرُوجٗا وَزَيَّنَّٰهَا لِلنَّٰظِرِينَ ١٦   الحجر: 16

او بې شكه چي په آسمان كي مو بروج (ستوري) پيدا كړل او هغه مو ليدونكو ته ښايسته كړ.

له دغو وروستيو دوو آيتونو په ډاگه معلومېږي چي له بروج مراد ستوري دي.

د قرآن له دغو څرگندو لارښوونو سره سره؛ متأسفانه ځينو مفسرينو له بروج د ستورو پر ځاي؛ د يوناني فلسفي هغه دولس گوني موهومي بروج اخيستي چي د دوى په فلكي اصطلاحاتو كي د لمر د مختلفو منازلو لپاره ټاكل شوي؛ يونانيانو؛ د كال په هر فصل كي د لمر دغه منازل او بروج؛ د خپلو مختلو خدايانو په نامه مُسمىٰ كړي او هر برج ته ئې د خپل يوه خداى نوم وركړى وو؛ دا اصطلاحات له يونان هغو اسلامي ملكونو ته راكوز شول چي له يونان سره هم‌سرحده وو، ځيني ترې متأثره شول او هغه ته ئې اسلامي رنگ وركړ.

 

3.            د "الْيَوْمِ الْمَوْعُودِ" په اړﮦ د مفسرينو دوه رأيي لرو: ځيني ئې د قيامت ورځ گڼي او ځيني ئې د مؤاخذې او عذاب هغه ورځ چي الله تعالى په دنيا كي كافرانو او ظالمانو ته ټاكلې. په دوه دليله د مفسرينو د دوهمي ډلې رأى ارجح او غوره ده: لومړى دا چي په همدې سورې كي د دوو باغي او عاصي ډلو بد عاقبت ته اشاره شوې، د فرعون او ثمود ډلو ته چي له مهلت وروسته د الله تعالى له شديد بطش او مؤاخذې سره مخامخ شول. له دې معلومېږي چي له "الْيَوْمِ الْمَوْعُودِ" هغه تاريخي ورځي مراد دي چي دوه بېلگې ئې د فرعون او ثمود په قصه كي گورو. او دوهم دليل دا چي د قيامت په ورځي استشهاد سره دا نشي ثابتېدي چي د اصحاب الاخدود پايله تباهي او هلاكت دئ. دا ځكه چي د قرآن كافر مخاطب نه د قيامت په موعود ورځ باور لري او نه په دې باندي استناد سره دا ادعاء مني چي د اور د كندو خاوندان به د هلاكت له پايلي سره مخامخ شي. "يوم الموعود" بايد داسي ورځ وي چي د قرآن هر مخاطب هغه د يوه مسلم او انكار نه منونكي حقيقت په توگه ومني او په هغه باندي استناد؛ دى قانع كړي چي واقعاً د اصحاب الاخدود په اړﮦ شوې ادعاء يو حقيقت دئ. كه له "يوم الموعود" هغه ورځ مراد شي چي ظالمانو ته ئې د رارسېدو خبر وركړى شوى، په تاريخ كي په وار وار تكرار شوې، هر پيغمبر خپل قوم د هغې له رارسېدو وېرولى؛ هيڅ مخاطب له هغې انكار نشي كولى، هر څوك چي تاريخ ته رجوع وكړي د دې ورځي څرگندي بېلگې به ئې مخي ته راشي، همغه ظالمانو ته د مهلت وروستۍ ورځ، په دنيا كي د دوى د مؤاخذې ورځ، په دې صورت كي د قسم او ځواب تر منځ ئې ارتباط كاملاً جوتېږي.

 

قدرمن مشر زياته کړه:

په دې توگه د لومړي قسم ارتباط له ځواب سره داسي دئ: دا سپوږمۍ او منظم حركت ئې؛ داسي چي زموږ لپاره يو آسماني دقيق تقويم ترې جوړ شوى؛ او كولى شو له مخي ئې، ورځي، مياشتي او كلونه محاسبه كړو؛ په دې حقيقت شهادت وركوي چي دا كائنات حتماً يو داسي ځواكمن مالك او قهار سلطان او واكمن لري چي هر څه ئې په دقيقه توگه تنظيم كړي او اداره كوي ئې، نه يوازي سپوږمۍ بلكي د آسمان ټول ستوري او اجرام؛ په خپل ځاى او خپل خاص مسير كي ساتي، د دوى تر منځ د تصادم او ټكر مخه نيسي، هر يو په منظم او مستمر توگه په همغه ثابت مدار كي خوځوي چي ورته مشخص شوى. د دې پراخ آسمان دا دقيق او محكم نظم او ضبط؛ په دې شهادت وركوي چي دا كائنات هسي خپل سر ته پرېښودل شوى ملك نه دئ چي نه پالونكى او ساتونكى لري او نه مالك او سلطان؛ د دې ستر عالم په هر لوري كي په څرگنده توگه د يوه مدبر مالك او ځواكمن ساتونكي او پالونكي د سلطې، سيطرې او ادارې آثار او نښي گورو؛ په عالم كي د دقيق نظم او مضبوطي ادارې شتون؛ هر ليدونكي ته دا ثابتوي چي د عالم چاري د يوه ستر ذات له لوري سمبالېږي؛ د عالم په هري برخي كي ضوابط حاكم دي او هر څه دغو ضوابطو ته خاضع او منقاد؛ انسان هم د دې پراخ عالم يو وړوكى جزء دئ؛ ده ته هم الله تعالى داسي خاصه تگلاره وضع كړې؛ لكه د آسمان ستورو ته؛ په دومره تفاوت سره چي نور بې اختيار دي او انسان د اختيار او انتخاب خاوند؛ كه ستوري له خپل ثابت مسير؛ معمولي انحراف سره تباه كېږي؛ انسان به هم له خپلي فطري تگلاري د انحراف په نتيجه كي حتماً له بدو پايلو سره مخامخ كېږي. د دې عالم ساتونكى او پالونكى رب به حتماً له هغو سره محاسبه كوي چي مظلومان ځوروي او حتى د ايمان په جرم ئې د اور په كندو كي سوزوي.

د همدې سورې په څو آيتونو كي الله تعالى د (ملك)، (ذوالعرش المجيد)، (فعال لمايريد) او (محيط) په صفاتو ستايل شوى، داسي چي د سورې په ټولو مضامينو ئې سيورى غوړولى، دا په خپله ښيي چي د برجونو په خاوند آسمان باندي د قسم موخه دا مطلب ثابتول دي چي دا كائنات داسي باعظمت ساتونكى او پالونكى واكمن لري چي د عرش خاوند دئ، په هر څه محيط دئ، چي څه وغواړي تر سره كوي ئې.

دغه مطلب د الطارق په سورې كي له مزيد وضاحت سره راغلى، هلته هم د آسمان په ځلاندو ستورو استناد شوى او د دې ادعاء د اثبات لپاره وړاندي شوى چي هر څوك د الله تعالى د رعايت او حفاظت تر سيوري لاندي دئ، داسي لكه د آسمان دا بې شمېره ځلانده ستوري.

 

نوموړي د دوهم قسم په اړه وويل:

د دوهم قسم ارتباط د قسمونو له ځواب سره داسي دئ: (همغه پېژندل شوې موعوده ورځ)، شهادت وركوي، (هغه ورځ چي هرڅوك ترې خبر دئ)، (هغه چي په تاريخ كي په وار وار تكرار شوې)، (هغه چي د ظالمانو د ظلم ټغر په كي ټوليږي او الهي عذاب په دوى نازلېږي)، (د مهلت او فرصت وروستۍ ورځ)، (د ظالمانو د ظلم او تېري د پاى ورځ)، دا شهادت وركوي چي د اصحاب الاخدود پاى به هم دې ته ورته وي، آيا نه گورئ چي د مهلت له پاى ته رسېدو وروسته له ظالمانو سره څه شوي او ذوالانتقام مالك الملك خداى څنگه په شدت سره مؤاخذه كړي، هرڅه ئې پر دوى رانسكور كړي، تخت او تاج ئې، قصرونه او بنگلې ئې، داسي چي اوس د دوى وران او ويجاړ قصرونه په دې شهادت وركوي چي د ظلم پاى وخيم او عبرتناك دئ، د ظالمانو د تېري لپاره حد او پاى شته، خو د داسي كندي چي په يوم الموعود كي هلته رسي او په كي نسكورېږي. ټولو پيغمبرانو او زړه سواندو داعيانو خپل قومونه له دې ورځي وېرولي، لكه چي هود عليه السلام خپل قوم ته وايي:

إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٖ ١٣٥  الشعراء:135

يقيناً چي زه د لويي ورځي له عذاب پر تاسو وېريږم.

د غافر د سورې په 31 آيت كي د فرعون د كورنۍ د هغه مؤمن كس خبره لولو چي فرعونيانو ته په خطاب كي وايي:

وَقَالَ ٱلَّذِيٓ ءَامَنَ يَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُم مِّثۡلَ يَوۡمِ ٱلۡأَحۡزَابِ ٣٠ مِثۡلَ دَأۡبِ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡۚ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلۡمٗا لِّلۡعِبَادِ ٣١   غافر: 30-31

(او هغه چي ايمان ئې راوړى وو وويل: اې زما قومه! زه خو يقيناً چي د نورو ډلو د عذاب د ورځي په څېر د كومي ورځي له رارسېدو پر تاسو وېرېږم، د نوح د قوم، د هود او د عاد او له دوى وروسته قومونو له پايلي او عاقبت، او الله خو په خپلو بندگانو د ظلم اراده نه لري).

 

د درېيم قسم په رابطه نوموړي زياته کړه:

درېيم قسم په هر شاهد او ليدونكي شوى، هر د سترگو خاوند چي تاسو ئې په دې دنيا كي گورئ، د ده د ليدو دا استعداد په دې خبري دلالت كوي چي د ده پيدا كوونكى به حتماً داسي ذات وي چي د ليدو په صفت به متصف وي، دا نه شي كېدى چي مخلوق او مصنوع دي داسي صفت ولري چي د ده خالق او صانع دي همدا صفت ونلري، هر مخلوق او مصنوع په اصل كي د خالق او صانع د صفاتو مظهر وي، په ده كي د صانع صفتونه راڅرگند شوي وي، چا چي د نړۍ سترگورو ته سترگي وركړې او په هغوى كي ئې د ليدلو استعداد اېښى، هغه حتماً بصير (ليدونكى) دئ. نو د هر شاهد او ليدونكي وجود د داسي ذات په شته والي شهادت وركوي چي شاهد او بصير دئ، دا صفت هغه د زمكي په دې شاهدانو كي اېښى، په دې اړه قرآن په بل ځاى كي څومره ښه وينا لري:

أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ ٧ أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ ٨ وَلِسَانٗا وَشَفَتَيۡنِ ٩ وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ ١٠   البلد: 7-10                                                                                                                    (آيا گمان كوي چي نه دئ چا ليدلى؟ آيا ده ته مو ورنكړلې دوې سترگي؟ او يوه ژبه او دوې شونډي؟ او ده ته مو ونښودې دوې لاري؟)

څنگه گمان كوي چي نه به د ده د عملونو څارنه كېږي او نه به ئې د كړنو په اړه قضاوت، نه ئې اعمال د چا تر سترگو لاندي دي او نه داسي څوك شته چي مكافات يا مجازات ئې كړي؟! په داسي حال كي چي دى په خپله د يوه مخلوق په توگه سترگي لري، د بصيرت خاوند دئ، د خپل مافي الضمير د انعكاس لپاره او د خپلو مشاعرو، عواطفو او احساساتو د بيان لپاره او د خپلو قضاوتونو او پرېكړو د اصدار لپاره د ژبي او دوو شونډو په څېر وسائل په واك كي لري، د نورو د عملونو څارنه كوي، د هر ښه او بد په اړه په خپل زړه كي ملاك لري او په ضمير كي لارښود، (ښه) ور ته (معروف)، له هغه سره آشنا، د هغه په اړه ښه احساس په زړه كي او (بدي) ورته (منكر)، د هغه په اړه په خپل زړه كي د كركي احساس كوي او له خپل طبيعت او مزاج سره ئې ناآشنا مومي، كه په مخلوق كي دا صفات وي، د ده خالق به څنگه دا صفات ونلري؟! دا له شكه وتلى حقيقت دئ چي هر ليدونكى او د سترگو خاوند په دې شهادت وركوي چي د ده پالونكى خداى تر ده زيات ليدونكى، د ده د كړنو شاهد او د ده د عملونو څارونكى او قاضي دئ. د همدې سورې په 9 آيت كي همدې مطلب ته اشاره شوې او ويل شوي: او الله په هر څه باندي شاهددئ (وَالله عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيد).

 

همدا راز د څلورم قسم په ارتباط نوموړی زياتوي چي:

د څلورم قسم ارتباط له ځواب سره داسي دئ: هر مشهود، هر هغه څه چي په سترگو ليدل كېږي، د دې ادعاء په حقانيت ځكه شهادت وركوي چي په ټول كائنات كي هيڅ عبث، خوشى، بې فائده او بې هدفه شى نه موندل كېږي، هري خوا ته چي سترگي وغړوو، هرڅه ته چي پام وكړو، نظم گورو، هرڅه سم پيدا شوي، د خاص هدف لپاره پيدا شوي، په هېځ ځاى كي خلاء، قصور او فطور نه شو ليدى، قرآن گواښ كوي چي هيڅوك د نړۍ په هيڅ گوټ كي چاود او خلاء نه شي په گوته كولى

مَّا تَرَىٰ فِي خَلۡقِ ٱلرَّحۡمَٰنِ مِن تَفَٰوُتٖۖ فَٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ هَلۡ تَرَىٰ مِن فُطُورٖ ٣ ثُمَّ ٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ كَرَّتَيۡنِ يَنقَلِبۡ إِلَيۡكَ ٱلۡبَصَرُ خَاسِئٗا وَهُوَ حَسِيرٞ ٤   الملك: 3- 4  

(د رحمن په مخلوقاتو كي بېلوالى ليدى نه شې؛ نو وغړوه سترگي، آيا گورې كوم يو چاود ؟ بيا هم وغړوه سترگي په وار وار، راگرځي ستا په لور به دغه سترگي نامراده او هغه به وي ستومانه).

ښه غور وكړه، خپل ټول توان ځواك وكاروه، هري خوا ته سترگي وغړوه، د الله په مخلوقاتو كي ژوره څېړنه وكړه، وگوره چي په دې ټول عالم كي كوم چاود، خلاء، نقص او قصور په سترگو درځي؟! په دې خور او ستر عالم كي د داسي عيب او نقص د موندلو په طمع به هر محقق او څېړونكى د خپلو سترگو له ستړيا پرته بل څه ترلاسه نه كړى شي. نو انصافاً ووايئ: څنگه ومنو چي په ټول عالم كي دي كمال، ښايست، نظم او هدفوالى وي، د ضوابطو التزام، نه دي چېري خلاء وي او نه قصور او فطور، خو د انسان دا وړه دنيا، دغه چي د ټول كائنات په نسبت له هيڅ سره برابره ده، دلته دي سراسر بې نظمي وي، انسان دي خپل سر ته پرېښودى شوى وي، داسي چي نه ئې د بدو پوښتنه وشي او نه د ښو قدرونه، نه مكافات شي نه مجازات، هغه دي حدود مات كړي، ضوابط او قواعد دي ترپښو لاندي كړي، له حق او حقيقت دي انكار وكړي، خو نه دي محاسبه ورسره وشي، نه دي پوښتنه ترې وشي او نه دي د كړنو سزا وركړى شي!! دا بې بنسټه او واهي تصور، له هر مشهود د هر شاهد له انتباه سره منافات لري او د كائنات د هغه حميد پالونكي رب په نسبت يوه كركجنه افتراء ده چي د عالم ذره ذره د ده په شته والي او د هر څه په سم او ښه پيدا كولو شهادت وركوي. دا له انصاف لري ظالمانه قضاوت دئ!! داسي غلطه انگېرنه او تصور خو په دې معنى ده چي په دې عالم كي نه نظم شته، نه ضوابط او قواعد، حال دا چي هر مشهود په رسا غږ وايي: دلته هرڅه سم دي، هرڅه ښه او ښايسته پيدا شوي، په سم تقدير او ميزان، هر څه په دې خبري شهادت وركوي چي دا عالم د يوه (عزيز) او (حميد) ذات له لوري اداره كېږي! د دې عالم ساتونكى او پالونكى رب له دې عيب منزه دئ چي د ده په ملك كي دي څوك ظلم وكړي، د ده مظلوم بندگان دي په ناحقه وځوروي، هغوى دي بې وزله او ضعيف وگڼي او له حق د لاس اخيستو لپاره دي هغوى تعذيب كړي، حق او د الله د ملك ضوابط دي تر پښو لاندي كړي، له الهي سننو دي سرغړونه وكړي، خو الله دي نه له ده سره محاسبه وكړي او نه د مظلوم پوښتنه!! نه دي له ظالم انتقام واخلي او نه دي د مظلوم استغاثې ته ځواب وركړي!! الله تعالى له دې منزه دئ چي ذات ته ئې كوم عيب او نقص راجع شي يا افعالو ته ئې كوم اعتراض. نو په دې كي شك نشته چي د اور د كندو خاوندانو ته له تباهۍ او هلاكت پرته بل څه انتظار نه كوي.

 

د درس په پای کي گډون‌والو ته هم د پوښتنو فرصت ورکړی شو او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د قدرمن مشر په دعاء پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک