No-IMG

د حکمتيار صاحب نهم درسي حلقه (د قرآن قسمونه) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د جوزا ۱۸مه، ۱۴۰۱ھ‌ش کال:

 

(د قرآن قسمونه او د ډېرو اساسي پوښتنو ځواب) تر عنوان لاندي د ح‌اا قدرمن أمير ښاغلي انجينير گلبدين حکمتيار خپله ۹مه درسي مُحاضره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو او خويندو په کي گډون کړی وو.

په نننئ درسي حلقه کي نوموړي د

«الطارق» سورې په قسمونو بحث وکړ او ويي ويل:

(هغه ذات چي دا بې شمېره ځلانده ستوري ساتي؛ هغه د ټولو ساتونكى دئ)

 

قدرمن مشر زياته کړه:

د پورتنئ إدعاء د إثبات لپاره

د «الطارق» د سورې په لومړى آيت كي په دې صيغه لوړە شوې:

وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ ١

لوړه په آسمان او دا د شپې وَر ټكوونكي.

ورپسې ويل شوي:

وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ ٢ ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ ٣

څه شي ته پوه كړې يې چي څه دئ دا د شپې وَر ټكوونكى؟ ستورى ځلېدونكى.

د قسمونو په ځواب كي ويل شوي:

إِن كُلُّ نَفۡسٖ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظٞ ٤

هيڅوك داسي نشته چي پر ده نه وي ساتونكى.

 

د ح‌اا قدرمن أمير زياتوي چي:

په دې آيتونو كي په (آسمان) او (الطارق) لوړه شوې او هغه د دې ادعاء د اثبات لپاره د شاهدانو په توگه وړاندي شوي چي (هر نفس يو ساتونكى او حفيظ) لري. د دې لپاره چي پوه شو د قسمونو معنى څه ده او څنگه د دغي لويي ادعاء په حقانيت شهادت وركوي، بايد دغو ټكيو ته توجه وكړو:

د (الطارق) لغوي معنى په شپه كي راڅرگندېدونكى او وَر ټكوونكى ده، چي اطلاق ئې په ډېرو شيانو كېدى شي، خو وروستى آيت ئې مشخص كوي او وايي: (النجم الثاقب: ځلانده ستورى) او له دې مراد هر ځلانده ستورى دئ چي په شپه كي راڅرگند شي، نه كوم خاص ستورى. دلته (النجم) د جنس لپاره دئ او ټول ستوري افاده كوي.

كه چېري قرآن په خپله دا (الطارق) نه وى معرفي كړى او تفسير ئې موږ ته پرېښى وى؛ نو معلومه نه ده چي له دې به څه عجيب او غريب تعبيرونه شوي وو؟! څومره مختلف، بېلابېل او يو له بل سره متصادم آراء او نظريات به وړاندي شوي وو، څومره د اصلي معنى مغاير معاني او مفاهيم به ئې ورته تراشلي وو، څومره (بطون) او (راز او رموز) به ئې له رسا ذهن، رمز پېژندونكې او (بطن فهم) سليقې ورته راايستلي وو؟! مخصوصاً هغو چي بيمار ذهن لري، په څرگندو توكيو، روښانه او واضح الفاظو او ځلانده حقائقو قناعت نه كوي، ظاهر ورته كافي نه وي، د (سر او راز) او (مخفي او بطن) رابرسېره كېدو ته انتظار كوي او اعجاز ته منتظر وي!! همغسي چي عيسى عليه السلام ته منسوب يوې وينا كي راغلي: فاسقان معجزې غواړي!!

موږ په مذهبي فرقو كي داسي يوه فرقه هم لرو چي ځيني مفسرين ئې وايي: له الطارق مراد هغه سؤالگر دئ چي يو ماښام ئې د اميرالمؤمنين علي رضي الله عنه د كور دړه وټكوله او هغه په داسي حال كي چي خپله ئې يوه؛ يا دوه ورځي څه نه وو خوړلي او گواكي روژه ئې نيولې وه، خپل خواړه ئې دې سؤالگر ته وركړل!! او په همدې مناسبت دا سوره نازله شوه!! دوى وايي: چي همدا د دې آيت بطن دئ او د قرآن په بطن له ائمه وو پرته بل څوك نه پوهېږي!! د قرآن د ډېرو نورو آيتونه په اړه دې ته ورته ناسم او بې بنسټه تعبيرونه لري. كه د يوه داسي څرگند آيت په اړه د دوى تعبير دومره غلط او له اصلي مطلب په فرسخونو لري وي؛ نو د هغو آيتونو په اړه به ئې تعبيرونه څنگه وي چي د تأويلاتو مجال په كې وي؟!! دوى دې ته هم متوجه نه دي چي قرآن په خپله الطارق معرفي كړى چي النجم الثاقب دئ؛ له دې هم خبر نه دي ښايي د دې سورې د نزول په مهال به علي رضى الله عنه لا بلوغ ته نه وو رسېدلى او روژه لا اصلاً نه وه فرض شوې!! دا سوره مكي ده او د مكي دور په لومړيو كلونو كي نازله شوې، علي رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د هجرت په وخت كي شاوخوا شل كلن وو، روژه په مدينه كي فرض شوې؛ څنگه دا غلطه ادعاء كوي؟! قرآن وايي چي الطارق ستورى دئ نه كوم سوالگر!!

 

قدرمن مشر وایي:

قرآن د دغه بيمار (ذهنيت) د ښه معرفي لپاره د ابراهيم عليه السلام او د عراق ظالم واكمن (نمرود)؛ تر منځ يوه مناقشه انځوروي؛ او فرمايي:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 258  البقرة 258

آيا هغه ته دي نه دي كتلي چي له ابراهيم سره ئې د دې لپاره شخړه كوله چي الله ورته پاچايي وركړې وه، كله چي ابراهيم وويل: زما رب همغه دئ چي ژوندي كول او مړول كوي، وئى ويل: زه يم چي د ژوند مرگ فيصله كوم!! ابراهيم وويل: الله خو لمر له مشرق راخېژوي ته ئې له مغرب راوله كه رښتينى يې؛ نو هغه چي كافر شوى وو مبهوت او حيران شو ( څه ئې د ويلو لپاره نه موندل) او الله دا ظالمان نه هدايت كوي.

ابراهيم عليه السلام دا خبره چي د مرگ ژوند واك زما د رب په لاس كي دئ؛ د هغه چا په وړاندي كړې چي اقتدار مغرور كړى وو، ځان ئې د خلكو د مرگ ژوند واكدار گڼلو، ابراهيم عليه السلام ئې بندي كړى وو او د هغه د وژلو او په ستر اور كي د سوزولو فيصله ئې كړې وه. د ابراهيم عليه السلام د دې وينا په اهميت هلته پوهېدى شو چي دا حالت په نظر كي ونيسو. په عادي حالت كي د دې خبري كول يوه معنى لري خو په داسي حالت كي بېله معنى لري چي د چا د وژلو او په اور كي د سوزولو فيصله د يوه مغرور او بې رحمه واكمن كړې وي، د ده د سوزولو لپاره دي ستر اور بل شوى وي، ټول ولس دې د ده په سوزولو اتفاق كړى وي او د دې مقصد لپاره دي ستر اور بل كړى شوى او په اور كي د ده د اچولو لپاره دي منجنيق تيار شوى وي او ټول ولس دي د تماشا لپاره راغونډ شوى وي!! هغه دي دا هر څه په خپلو سترگو گوري او سره له دې دي ووايي: د مرگ ژوند پرېكړه خو زما رب كوي!!

مغرور واكدار د ده په ځواب كي وايي: د خلكو د مرگ ژوند واك خو له ما سره دئ، دا دئ په خپلو سترگو وگوره چي له دوو بنديانو يو چي د خلاصولو مستحق دئ په مرگ محكوموم او بل چي د وژلو مستحق دئ خوشي كوم!!

ابراهيم عليه السلام په ځواب كي وايي: زما رب خو هغه ذات دئ چي لمر له ختيځه راخېژوي، ته ئې له لوېديځه راوله كه رښتينى يې!! يعني لكه څنگه چي شپه ورځ د الله په اراده ځي راځي او لمر د ده په اراده له خپله ځايه راخېژي او په خپل ځاى كي پرېوځي او د نړۍ هيڅ ځواك نه د هغه د تلو راتلو وخت بدلولى شي او نه ئې ځاى او مسير، همداسي د مرگ او ژوند پرېكړه هم يوازي د الله له لوري كېږي او په دې كار كي هم د نړۍ هيڅ ځواك هيڅ برخه نه لري.

گورئ چي د ابراهيم عليه السلام لپاره مرگ او ژوند او د شپې ورځي تگ راتگ قطعي دليل دئ، له همدې خپل رب پېژني، د عالم له همدې ملموسو او مشهودو مظاهرو د خپل رب په لوري هدايت كېږي او خپل مخاطبين همدې څرگندو طبيعي واقعيتونو ته متوجه كوي او په استناد سره ئې د الله تعالى لوري ته بلي؛ خو نمرود دا استدلال نه مني، هغه كافي نه گڼي او وايي: (أنا أُحْيِي وَأُمِيتُ) دا د ژوند او مرگ پرېكړه خو زه هم كولى شم!!

 

قدرمن مشر د لا وضاحت لپاره د أسریٰ سورې په لاندي آيتونو إستناد وکړ، هلته چي فرمايي:

وَقَالُواْ لَن نُّؤۡمِنَ لَكَ حَتَّىٰ تَفۡجُرَ لَنَا مِنَ ٱلۡأَرۡضِ يَنۢبُوعًا ٩٠ أَوۡ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٞ مِّن نَّخِيلٖ وَعِنَبٖ فَتُفَجِّرَ ٱلۡأَنۡهَٰرَ خِلَٰلَهَا تَفۡجِيرًا ٩١ أَوۡ تُسۡقِطَ ٱلسَّمَآءَ كَمَا زَعَمۡتَ عَلَيۡنَا كِسَفًا أَوۡ تَأۡتِيَ بِٱللَّهِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ قَبِيلًا ٩٢ أَوۡ يَكُونَ لَكَ بَيۡتٞ مِّن زُخۡرُفٍ أَوۡ تَرۡقَىٰ فِي ٱلسَّمَآءِ وَلَن نُّؤۡمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيۡنَا كِتَٰبٗا نَّقۡرَؤُهُۥۗ قُلۡ سُبۡحَانَ رَبِّي هَلۡ كُنتُ إِلَّا بَشَرٗا رَّسُولٗا ٩٣ وَمَا مَنَعَ ٱلنَّاسَ أَن يُؤۡمِنُوٓاْ إِذۡ جَآءَهُمُ ٱلۡهُدَىٰٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓاْ أَبَعَثَ ٱللَّهُ بَشَرٗا رَّسُولٗا ٩٤ قُل لَّوۡ كَانَ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَلَٰٓئِكَةٞ يَمۡشُونَ مُطۡمَئِنِّينَ لَنَزَّلۡنَا عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَلَكٗا رَّسُولٗا ٩٥ الاسراء: 90- 93

او وئې ويل: تر هغه درباندي ايمان نه راوړو چي له زمكي كومه چينه راته ونه بهوې؛ او يا دي د خرما او انگورو داسي باغ نه وي چي په منځ كي ئې ويالې رواني كړې؛ او يا لكه څنگه چي گمان كوې دا آسمان پر موږ ټوټې ټوټې راپرې باسې او يا الله او ملائكي موږ ته مخامخ راحاضر كړې او يا دي د سرو سپينو زرو كور وي او يا آسمان ته وخيژې او ختل دي هم تر هغه نه منو چي كوم داسي ليكلى كتاب راته راوړې چي موږ ئې لوستى شو، ورته ووايه: سبحان الله! مگر زه له يوه لېږل شوي انسان پرته بل څه يم؟! او د هدايت له راتلو وروسته، خلك له دې پرته بل څه له ايمان راوړلو منع نه كړل چي ويل ئې: آيا الله يو انسان د پيغمبر په توگه مبعوث كړى؟ ورته ووايه: كه په زمكي كي ملائكي اوسېدى او ډاډمنه گرځېدى، نو هرومرو به مو له آسمان پر دوى يوه ملائكه د پيغمبر په توگه لېږلې وه.

بيمار ذهنيتونه دغسي وي، خداى په (إعجازونو) او (خارق العاده پېښو) كي لټوي، دا په طبيعت كي خواره بې شمېره نښي او شواهد ورته كافي نه وي، دا د الله له لوري نه گڼي، طبيعي پېښي ئې بولي، غواړي خداى د داسي پېښو له مخي ثابت كړي چي غير طبيعي وي، د ناڅاپي پېښو په نامرئي عواملو كي؛ نه په هدفمنو (ښكاره) او (څرگندو) بدلونونو كي!! خو د قرآن اسلوب بېل دئ.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا: قرآن د هستي هرڅه او هر حركت د الله تعالى د ذات او صفاتو نښه او مظهر گڼي، په همدغو څرگندو شيانو استناد كوي او په دې سره خپله ادعاء ثابتوي، په همدې څرگندو، په طبيعت كي خورو ورو شيانو باندي لوړه كوي او د خپلي مدعى لپاره ئې د شاهد په توگه وړاندي كوي. د الطارق په سوره كي گورئ چي د آسمان ترڅنگ په الطارق يعني د شپې لخوا راڅرگندېدونكو هغو ستورو لوړه كوي چي په شپه كي د آسمان په غېږ كي راڅرگند شي، د آسمان په څېر څرگند، مشهود او ښكاره؛ او وايي: هغه ذات چي دا ستوري ساتي؛ ستا څارونكى او ساتونكى هم دئ.

دغه توضيح او شرح بايد د قرآن د نورو قسمونو لپاره د يوه لارښود اصل او اسلوب په توگه ونيسئ، چېري چي د (مُقْسَم به) په پېژندلو كي له ابهام او اشكال سره مخامخ شوئ؛ نو د دغه اصل په رڼا كي ابهام او اشكال رفع كولى شئ. لكه چي (الطارق) يو جلي، مشهود او څرگند شىء دئ: ځلانده ستوري؛ همدا راز په نورو مواردو كي هم (مُقْسَم به)) د (الطارق) په څېر مشهود او قابل درك شىء وگڼئ او هغي رأى ته هيڅ اعتناء مه كوئ چي له دې غيبي او له سترگو پټ شيان مرادوي. دا د قرآن له اسلوب سره مخالفه رأى په دېوال ووهئ.

 

قدرمن مشر دا هم وويل:

د الطارق سورې د بحث اساسى موضوع د دې مطلب ثابتول دي چي دلته د انسان د كړنو څارنه او مراقبت كېږي، محاسبه په مخكي لري، بېرته راژوندى كېږي او له الهي محاكمې سره به مخامخ كېږي. څوك چي دا حقيقت نه مني، خپلو غلطو انگېرنو غولولى، خپل زور ځواك مغرور كړى، په مكافات او مجازات باور نلري، هغه ته وايي: دغه له ځلاندو ستورو ډك آسمان ته نظر وكړه؛ ووايه چي دا بې شمېره ستوري څوك په خپل خپل ځاى كي ساتي؟ څوك دا اوبه د ورېځو په بڼه كي له زمكي آسمان ته پورته كوي؟ او څوك له آسمان اوبه راوروي او په دې اوبو سره دا زمكه چوي او دانه او مېوه راشنه كوي؟ آيا دا شواهد تاسو ته دا خبره نه ثابتوي چي دا هستي يو مراقب، څارونكى او پالونكى ټولواك لري؟ او دا د الهي مراقبت ادعاء او د مجدد بعثت او د محاكمې او محاسبې خبره؛ مجرده ادعاء او بې دليله فرضيه نه ده، بلكي داسي واقعي ادعاء ده چي ټول عالم او د كائنات دا نظام ئې پر حقانيت شهادت وركوي، دا بې شمېره ځلانده ستوري چي څوك ساتي هغه د ټولو ساتونكى او څارونكى دئ. كه څوك دا ټول حقائق نه مني او د حق په مخالفت كي او له باطل د دفاع لپاره له كيد او مكر كار اخلي، څو ورځي دي انتظار وكړي، ډېر ژر به د خپل كيد او مكر پايلي او د الهي مكافات او مجازات حقيقت، په دنيا او آخرت كي په عين اليقين سره وگوري. هلته چي فرمايي:

إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا 15 وَأَكِيدُ كَيْدًا 16 فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا17  الطارق 17

دوى پټ تدبيرونه كوي؛ او زه هم پټ تدبير كوم، نو دغو كافرانو ته لږ مهلت وركړه.

بايد دا واضح كړو چي آسمان او په هغه كي ځلانده ستوري څنگه دا ثابتوي چي هر نفس د يوه ذات تر مراقبت او حفاظت لاندي دئ؟

په دې پوهېږو چي د دې ستر عالم بې انتهاء عظمت د شپې لخوا راڅرگند شي، د ورځي لخوا له لمر پرته نور ټول سماوي اجرام له سترگو پټ وي، د لمر له لوېدو او د شپې له رارسېدو سره سم، ستوري يو په بل پسي راښكاره شي، په خپلو پلوشو سره زموږ سترگي هڅوي، زموږ د عقل دروازه راټكوي؛ زموږ د سترگو په وړاندي ودرېږي؛ موږ د كائنات د عظمت او پراخوالي تماشا ته رابلي او دا پوښتنه زموږ په ذهن كي راولاړوي چي په دې خور، پراخ، بې انتهاء عالم كي دا بې شمېره آسماني اجرام څوك اداره كوي؟ څوك ئې پالي او ساتي؟ دا كوم ځواك دئ چي هر يو په خپل خپل مسير كي خوځوي او د دوى ترمنځ له ټكر او تصادم مانع كېږي؟ بې شكه چي دا آسمان او د هغه په غېږ كي دا بې شمېره ځلانده ستوري؛ په دې شهادت وركوي چي دا عالم يو ځواكمن او مقتدر ساتونكى او پالونكى لري چي هر جزء ئې په خپل خاص ځاى كي ساتي، له تشتت او بد نظمي ئې او په خپلو كي د دوى له تصادم مخنيوى كوي.

گورئ چي قرآن د هغه چا د اقناع لپاره څه وايي چي گمان كوي دا عالم په خپله پيدا شوى او هرڅه ئې خپلي مخي او طبيعت ته پړېښودل شوي، نه كوم مراقب لري او نه ساتونكى او محافظ، حوادث په تصادفي توگه او په خپله رامنځته كېږي، نه واكمنه اداره شته او نه خاص ضوابط او سنن؛ قرآن هغه ته بلنه وركوي چي د آسمان په لوري سترگي واړوه، د هغه وسعت او عظمت ته ځير شه، هغو بې شمېرو ستورو ته پام وكړه چي د دې بې انتهاء فضاء په غېږ كي ئې حفاظت او ساتنه كېږي، په همدې استدلال كوي او انسان ته وايي: هغه ذات چي دا هستي اداره كوي او د هر جزء او ذرې ساتنه ئې په واك كي لري، همدا ذات ستا مراقب او ساتونكى هم دئ.

 

نوموړی زياتوي چي:

د دې سورې په11او 12 آيتونو كي دوه نور قسمونه راغلي:

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ ١١

لوړه په آسمان دا پر له پسې راگرځوونكى

وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ ١٢

لوړە په دې زمكي چاودېدونكې.

د قسمونو ځواب دا دي:

إِنَّهُۥ لَقَوۡلٞ فَصۡلٞ ١٣ وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ ١٤

بې شكه چي دا پرېكنده وينا ده او هغه نه ده خوشې بېهوده.

د قسمونو او ځواب شرح دا ده:

الف•        په لومړي قسم كي آسمان ته ذَاتِ الرَّجْعِ: پر له پسې راگرځوونكى؛ ويل شوي، د كلام له فحوى او د قرآن د نورو آيتونو په رڼا كي په دې پوهېږو چي دلته په (ذَاتِ الرَّجْعِ: د راستنولو خاوند) سره؛ باران ته اشاره شوې؛ دا باران دئ چي د اوبو د بخاراتو په بڼه كي له زمكي د آسمان په لوري وخوځېږي او آسمان ئې بېرته د زمكي په لوري راگرځوي.

 

ب•          په دوهم قسم كي زمكي ته ذَاتِ الصَّدْعِ: چاودېدونكې؛ ويل شوي چي مراد ئې د نباتاتو په رازرغونېدو سره د هغې چاودل دي.

 

ج•           د قسم په ځواب كي دا خبره نه ده واضح شوې چي له دې پرېكنده وينا كومه وينا مراد ده؟ خو كه لږ غور وكړو نو گورو چي تر قسمونو مخكي په اتم آيت كي ويل شوي: إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ: بې شكه چي هغه ئې په بيا راستنولو توانا دئ. د دغي ادعاء د اثبات لپاره دا قسمونه راغلي او ورپسې ويل شوي چي دا پرېكنده وينا ده او هسي بېهوده خبره نه ده. يعني دا له زمكي د نباتاتو راټوكېدل ثابتوي چي الله تعالى د انسان په بيا پيدا كولو توانمن دئ.

 

د•            له آسمان د اوبو په راورېدو سره د زمكي له زړه د نباتاتو رازرغونېدل ښيي چي الله تعالى د مړو په بيا ژوندي كولو قادر دئ؛ تاسو تل دا بيا راژوندي كېدل په خپلو سترگو گورئ؛ نو څنگه د بيا ژوندون خبره يوه بابيزه او خوشې خبره گڼئ؟!! مگر له آسمان د اوبو راورېدل او په دې سره د مړې زمكي ژوندي كېدل او د رنگ رنگ نباتاتو رازرغونېدل د دې ادعاء څرگند او قطعي ثبوت نه دئ؟!

له مجدد ژوندون خو هغه چا بايد انكار كولى چي په خپل ټول ژوند كي ئې د دې هيڅ بېلگه او مثال نه وى ليدلى، ته خو هره شېبه گورې چي د اوبو يوه (قطره) په نطفې او انسان بدله شي، له مړې او ژوول شوې دانې او مېوې د انسان په بدن كي ژوندۍ نطفه جوړه شي، مړه زمكه په يوه باران سره وخوځېږي او گڼ شمېر ژوندي توكي راشنه كړي. نو ته څنگه بيا ژوندون محال گڼې؟!!

دلته هم گورئ چي هغه څه په څرگند ډول نه دئ ښودل شوى چي آسمان ئې بېرته راگرځوي، خو له دې كبله وايو چي له دې مراد د اوبو بخارات دي چي د آسمان په لوري درومي او هغه ئې بېرته د باران او واوري په بڼه كي راگرځوي، چي څو دلائل ورته لرو؛ لومړى دا چي؛ له دې پرته بل داسي څه نه شو په گوته كولى.

 

دوهم دا چي؛ د دې بېرته راگرځېدونكي او د زمكي د چاودېدو تر منځ بايد څه ارتباط وي.

 

 درېيم دا چي؛ دا بايد بيا ژوندن ثابت كړى شي؛ له باران پرته بل داسي څه نه مومو چي دا كار كوي.

 

دغه راز د ح‌اا قدرمن أمير دا هم وويل:

ځينو درنو مفسرينو په ((إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ) كي ضمير قرآن ته راجع گڼي او وايي: يقيناً چي د قرآن وينا قاطع او پرېكنده ده. په داسي حال كي چي د دې توجيه لپاره نه يوازي كوم دليل نه شو وړاندي كولى بلكي په دې سره د آيتونو ترمنځ همغږي هم له منځه ځي، په ډېر لږ دقت سره دا خبره راته جوته كېږي چي له (لَقَوْلٌ فَصْلٌ) مراد هغه قول دئ چي د همدې سورې په 8 آيت كي راغلى او د باران ورېدل او له زمكي د بوټو راټوكېدل ئې د همدې قول د اثبات لپاره د شاهد په توگه وړاندي كړي؛ په دې معنى چي بيا ژوندون او دا چي الله تعالى د مړو په بيا احياء قادر دئ؛ خوشې او بېهوده خبره مه گڼئ؛ مگر نه گورئ چي الله تعالى له آسمان اوبه راوروي او په دې سره مړه زمكه راژوندۍ كوي!! ستا (رجع) او بياراگرځونه به هم دغسي وي. (ذَاتِ الرَّجْعِ) آسمان او (ذَاتِ الصَّدْعِ) زمكه؛ په دې خبري شهادت وركوي چي الله تعالى د انسان په (رجع) قادر دئ (إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ).

 

د «الطارق» مبارکي سورې د قسمونو له توضیح وروسته ښاغلي حکمتيار د

«الفجر» سورې په قسمونو هم تفيصيلي رڼا واچوله او وئې ويل:

(د هري شپې په پاى كي سباوون؛ دا پيغام لري چي ستا رب ظالمانو ته په كمين كي دئ)

نوموړي د پورتنئ مُدعیٰ د إثبات لپاره

د «الفجر» سورې قسمونه د مثال په توگه راوړل، هلته چي فرمايي:

وَٱلۡفَجۡرِ ١ وَلَيَالٍ عَشۡرٖ ٢ وَٱلشَّفۡعِ وَٱلۡوَتۡرِ ٣ وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَسۡرِ ٤

قسم په سباوون؛ قسم په هرو لسو شپو؛ قسم په دغه جفت او طاق؛ او په شپې چي شي روانه.

له قسمونو وروسته دا خبره شوې:

هَلۡ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٞ لِّذِي حِجۡرٍ ٥

آيا پوهياليو ته به په دې كي قسم وى؟

بيا د عاد، ثمود او فرعون تباهي او هلاكت ته په دې ډول اشاره كوي:

 أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ٦ إِرَمَ ذَاتِ ٱلۡعِمَادِ ٧ ٱلَّتِي لَمۡ يُخۡلَقۡ مِثۡلُهَا فِي ٱلۡبِلَٰدِ ٨ وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُواْ ٱلصَّخۡرَ بِٱلۡوَادِ ٩ وَفِرۡعَوۡنَ ذِي ٱلۡأَوۡتَادِ ١٠ ٱلَّذِينَ طَغَوۡاْ فِي ٱلۡبِلَٰدِ ١١ فَأَكۡثَرُواْ فِيهَا ٱلۡفَسَادَ ١٢ فَصَبَّ عَلَيۡهِمۡ رَبُّكَ سَوۡطَ عَذَابٍ ١٣

ودي نه ليدل چي ستا رب له عاد سره څه وكړل؟ د ارم "عاد"؛ آ خاوند د جگو ستنو؛ آ چي نه وو پيدا شوى؛ ښارونو كي د دوى په څېر؛ بل څوك. او ثمود سره چي تېږي ئې درو كي وتراشلې. او فرعون سره خاوند د آ ميخونو. هغه خلك چي ښارونو كي ئې وكړە سركشي. فسادونه ئې ډېر كړى په هغوى كي. نو رب دي پرى راپرېښوده متروكه د عذاب.

او ورپسې د قسمونو ځواب په دې صيغه راغلى:

 إِنَّ رَبَّكَ لَبِٱلۡمِرۡصَادِ ١٤

بى شكه چي ستا رب دئ په كمين كي.

 په دې آيتونو كي په څلورو شيانو د لوړي شاهد يو؛ راشئ وگورو چي په څه څه لوړە شوې او د قسمونو ځواب څه دئ؟ د قسمونو او ځواب تر منځ ئې ارتباط څنگه دئ؟ او د كومي ادعاء د اثبات لپاره په دې شيانو لوړە شوې؟

 

قدرمن مشر د پورتنيو پوښتنو د ځواب په اړه وويل:

كه لږ دقت وكړو نو متوجه كېږو چي له قسمونو وروسته په اتو آيتونو كي د دريو باغي او عاصي ډلو: عاد، ثمود او د فرعون د قوم شوم او كرغيړن عاقبت ته اشاره شوې؛ دا هره ډله په خپل خپل وخت كي پياوړې، ځواكمنه او په وسائلو سنبال ډله وه؛ چي د فساد، ظلم او طغيان له كبله مؤاخذه شول او په الهي دردناك عذاب اخته. په 14 آيت كي د يوې ډېري مهمي ادعاءء شاهد يو؛ داسي چي په ټول قاطعيت او تأكيد سره مطرح شوې؛ دا چي "ستا رب حتماً په كمين كي دئ". دغه ادعاء د مخكنيو قسمونو ځواب دئ، د هغې د اثبات لپاره په دغو قسمونو او پورتنيو تاريخى مثالونو استناد شوى. د دې لپاره چي پوه شو دا قسمونه څنگه دا ادعاء اثباتوي چي ستا رب د شر او فساد ځواكونو ته په كمين كي دئ؛ بايد دغو خبرو ته توجه وكړو:

1:            د قسمونو په سر كي (الْفَجْرِ): سباوون" او ورپسې(لَيَالٍ عَشْرٍ): لسگوني شپې؛ او په پاى كي ئې (وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ): په شپې چي شي روانه؛ دا ښيي چي له (وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ) هم بايد جفت او طاق شپه مراد وي نه بل څه؛ د بيان له فحوى په ټول صراحت سره معلومېږي چي له سباوون هر سباوون، له لسگونو شپو د هري مياشتي لسگوني شپې او له جفت او طاق هره جفت او طاق شپه مراد ده. د الهي بليغ كلام دقيق نظم او يووالى همدا ايجابوي، په بل څه د هغوى اطلاق؛ بې بنسټه او بې ځايه تعبير دئ چي هيڅ دليل ورته نشو وړاندي كولى.

د دغو آيتونو الفاظ عام دي؛ دا سمه نه ده چي تر خاص سباوون او خاصو شپو ئې محدود كړو؛ د آيتونو په الفاظو كي هيڅ داسي نښه نه گورو چي اختصاص ترې ثابت شي.

 

2: د الهي كلام بلاغت دا تقاضا كوي چي د نوموړو قسمونو او ورپسې تاريخي مثالونو او د قسمونو د ځواب تر منځ بايد ژور او دقيق ارتباط وي؛ او هغه داسي:

ته چي هر سحر؛ د "شپې" د ختمېدو او د سباوون د راختو شاهد يې، هره جفت او طاق شپه گورې چي پاى لري، سره له دې چي په هغوى كي د تياري او روښنائي له اړخه او د اوږدوالي لنډوالي له پلوه او په هغوى كي د سپوږمۍ د شكل او هيئت له پلوه تفاوتونه وي؛ خو هره يوه پاى مومي او خپل ځاى ورځي، رڼا او روښنايي ته پرېږدي؛ د هري مياشتي لسيزي گورې چي په لومړۍ كي ئې سپوږمۍ وړە وي او ورو ورو ستره شي، د شپو لومړۍ برخي ئې سوكه سوكه تر مخكي زياته روښانه شي، په منځنۍ لسيزي كي د شپو ډېره برخه روښانه او د سپوږمۍ زياته برخه څرگنده وي او په ورستۍ لسيزي كي سپوږمۍ ورو ورو وړە شي او رڼا ئې ضعيفه، د شپو لومړۍ برخه تياره او وروستۍ ئې نسبتاً روښانه؛ تر هغه چي د وروستۍ لسيزي په وروستۍ شپه كي سپوږمۍ له سترگو پټه شي، مياشت پاى ته ورسي او خپل ځاى بلي مياشتي ته پرېږدي. همدا راز چي هر سباوون د شپې تياره زړە په روڼ فجر سره څېري شي، د سباوون ځلانده توره د شپې په تور سر راپرېوځي، د شپې توره پرده څېري او فجر طلوع كوي، بايد مطمئن وې چي د جهل، ظلم او فساد توره شپه به همداسي ختمېږي.

 

دغه راز نوموړی زياتوي:

ډېره عجيبه ده چي ځينو مفسرينو "رحمهم الله"، له "فجر" او "ليال عشر" خاص اوقات او له جفت او طاق له شپو پرته نور څه مراد كړي!! د دغو كمزورو آراءو په اړﮦ بايد ووايو:

1•           عام الفاظ ئې خاص كړي.

 

2•           د قسمونو او ځواب تر منځ ارتباط ئې له پامه غورځولى.

 

3•           داسي ئې انگېرلي چي دا قسمونه د "مُقْسَم به" پر عظمت د اعتراف په توگه راغلي نه د استشهاد او استناد لپاره؛ حال دا چي خبره د دې اپوټه ده؛ الله له دې ډېر لوړ دئ چي د كوم څه د عظمت لپاره په هغه لوړە وكړي، دا كار له انسان سره ښايي نه له رب العالمين سره، د قرآن قسمونه د استشهاد لپاره او د مدعى د اثبات په منظور راغلي.

 

4•           كه "فجر"، "ليال عشر" او "الشفع و الوتر" خاص اوقات ونيسو؛ نو په هغوى باندي لوړە دا مدعى څنگه ثابتوي چي ستا رب ظالمانو ته په كمين كي دئ؟!! او دا به د فرعون، عاد او ثمود د قومونو له تباهي سره څه تړاو لري؟!! په داسي كمزوري توجيه سره خو د الله له بليغ كلام بې ربطه جملات جوړېږي، يووالي او دقيق نظم ئې له منځه ځي.

 

5•           دا آيت (هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ) په ډېر وضاحت سره ښيي چي په مخكنيو آيتونو كي راغلي قسمونه "دلائل" او "شواهد" دي؛ نه مجرد قسمونه. "عقل" ئې مخاطب كړى او وايي چي "عقلمن" ئې په حقيقت پوهېدى شي، "ذِي حِجْرٍ: عقلمن" د دغو قسمونو د مدعى حقيقت درك كولى شي. د دې قسمونو اساسي "مدعى" دا مطلب ثابتول دي چي "الله تعالى ظالمانو ته په كمين كي دئ"، د دغي مدعى د اثبات لپاره لومړى د هري شپې په پاى كي د سباوون په راختو استناد شوى او ويل شوي چي هره شپه، څه جفت څه طاق، څه د مياشتي د يوې لسيزي څه د بلي لسيزي، بالآخره د فجر په راختو پاى ته رسي، همدا راز به د ظلم شپه ختمېږي او ټغر به ئې ټولېږي، د هغو لپاره چي "عقلمن" وي؛ همدا دليل كافي دئ، بيا په دې پسي متصل؛ د پورتني حقيقت او الهي سنت څو تاريخي بېلگي د مخاطب مخي ته ږدي او همدغه ادعاء پر تاريخي پېښو د استناد له لاري ثابتوي. دا دئ تاريخ شاهد دئ؛ د عاد، ثمود او فرعون پايله څه وه؟ متمدن، ځواكمن، مسلح، د زر او زور خاوند؛ خو ظالم، مفسد، عاصي او طاغي!! يو ئې " ذات العماد: د لوړ قد او قامت او جگو جگو بنگلو خاوند" بنگلي ئې د ضرورت لپاره نه؛ بلكي عبث، خوشي او د خپل قدرت او زور ځواك د ښودو لپاره؛ بل ئې ثمود چي تېږي به ئې تراشلې او په غرونو كي ئې ځانته مجلل او مستحكم كورونه جوړول؛ درېيم ئې فرعون چي د خپلو مخالفينو په لاس پښو كي ئې ميخونه ټكوهل، نه يوازي د عادي مخالفينو؛ بلكي حتى د خپلي مېرمني په لاس پښو كي هم!! پر ټولو د الهي عذاب متروكه راپرېوته، د دنيا له صفحي حذف شول، د دوى د هلاكت دوه اسباب وو:

الف- طغيان او سرغړاوى ئې وكړ او زر زور مغرور كړل.

ب: په زمكه كي د ډېر فساد باعث شول؛ (الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلادِ)؛ (فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ).

 

6•           كه د طغيان او فساد له كبله پر مخكنيو ظالمانو الهي عذاب نازل شوى؛ نو اې ظالمانو! په دې پوه شئ چي ستاسو پايله هم دې ته ورته ده. په دې پوه شئ چي الله هر ظالم ته په كمين كي دئ، مهلت وركوي خو غافل كېږي نه؛ لكه يو شكاري چي د خپل شكار لپاره كمين نيسي، شكار ته موقع وركوي چي بې باك او بې اعتناء د كمين په لوري وخوځي، په خاص وخت او ځاى كي ئې په دام كي اچوي، همدا راز الله تعالي ظالمانو ته مهلت وركوي، تر خاص وخت پوري ورته انتظار كوي، ظالم له خپل عاقبت بې خبر، په الهي مهلت او فرصت غولېدلى، په ظلم، فساد او طغيان كي مخكي درومي، ناڅاپه له الهي كمين سره مخامخ كېږي او د عذاب متروكه پر سر خوري.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر د گډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننئ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

 

د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک