د پاکستان کرکټ سوپر لیګ د افغان لوبغاړو ځليدل
د پاکستان کرکټ سوپر لیګ کې د پنجشنبې د ورځې لوبو کې درې افغانان وو. راشد خان تېره ورځ هم لاهور ته لوبه وګټله او نن یې هم وګټله. دی تل ځلېږي او لا دې وځلېږي. نن یې د پېښور زلمي ټیم پنځه لوبغاړي اوټ کړل. اول ځل دی چې راشد خان پي اس ال کې پنځه لوبغاړي سوځوي.
رحمان الله ګربز بیا ښه پيل ونکړ، په عماد وسیم باندې یې له اول بال څخه د غټو شاټونو هڅه کوله. د ګربز د لوبې سټایل همداسې دی، خو کرکټ د فکر لوبه ده او باید وضعیت سره په کتو لوبه وشي. البته پر ګربز د پاکستاني لوبغاړي اغیز هم څه نا څه جوت و.
نجیب ځدراڼ بیا په عمران طاهر باندې د ریورس سویپ شاټ د وهلو هڅه کې ناکام شو. عمران طاهر غټ بالر دی او د نړۍ قوي لوبغاړي په ډېر احتیاط هغه لوبوي. دا لیګ هم د افغان لوبغاړو د تجربې لپاره ښه لیګ دی، خو د لیګ مالګه راشد خان ده.
