افغانستان ایرلنډ ته سکواډ/ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
زه د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مسولینو او نورو اړوندو چارواکو ته په ۱۰۰ کې ۸۵ نومرې ورکوم، ښه سکواډ یې برابر کړی. زه په دې هم خبر یم چې د دغه سکواډ په انتخاب کې څومره بحثونه او جنجالونه شوي او د نظر اختلافات موجود وو.
دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د انتقال د پروسې یو ډېر ښه پیل دی، کور مو ودان.
اوس مهمه دا ده چې ځوانان په مسلسل ډول ولوبول شي، هغوی ته د خپل استعداد د ښودلو چانس ورکړل شي او لا وهڅول شي.
۸۵ نومرې مې ځکه ورکړي چې زه فکر کوم ابراهم ځدراڼ او فضل حق فاروقي هم باید په دغه سکواډ کې وای. دا نه منم چې ځای یې نه جوړېده، ځایونه یې له ورایه ښکاري چې چېرې دي، علت یې دا دی چې افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د انتقال پروسه پیل کړې او دا دوه لوبغاړي هم تر هغه وخت پورې د دغې پروسې له لارې د ټیم مهمې برخې جوړېدای شي. دا دواړه هم مستعد ځوانان او د افغان کرکټ آینده دي.
خیر دی، اوس باید د اوپنېنګ دا ښکلې جوړه هم ښه د زړه له اخلاصه وازمايل شي، دوی هم په استعداد، کارګردګۍ او وړتیا راغلي او حق یې دی، موږ به یې هڅوو. همدغه راز د باولینګ دا ځوانه ډله دې هم ښه وازمايي. ډېر ورته خوښ یو، لا دې وځلیږي. په ځوانانو باور ان شاءالله افغان کرکټ بورډ او د کرکټ مینه وال نه مایوسه کوي.
