استعاذه یا تعوذ - داستعاذي لمړی درس
استعاذه او تعوذ دواړه کلمې یوه معنی لري، لوستل د (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ).
ژباړه : پناه وړم الله(جل جلاله) ته دشیطان رټلي شوي نه .
الله سبحانه وتعالی ته پناه وړم د رټلې شوي شیطانه.
الله ته پناه وړم دهغه شریر شیطان له وسوسو او شرارته ، چې دالله سبحانه وتعالی له رحمتونو رټل او لرې شوی.
پناه وړم الله سبحانه وتعالی ته د درټلې شوی شیطان څخه چې ماته په دنیاوي او اخروي امورو کې تاوان ونه رسوئ او د ده له شریرو حرکتونو محفوظ شم.
په لمړي ځل داستعاذي لوستل
حضرت ابن جریر(رحمه الله) په خپل تفسیر کې د حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) نه روایت کوي: په لمړي ځل چې حضرت جبرائل (علیه السلام) وحې راوړه ،حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) ته ئې وفرمائل: استعاذه ولولئ!
حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمائل: أستعیذ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.
حضرت جبرائل(علیه السلام) بیا وفرمائل: تسمیه ولولئ.
حضرت رسول اکرم(صل الله علیه وسلم) وفرمائل:بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ.
له دي وروسته حضرت جبرائل (علیه السلام) وفرمائل:اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ.
د علق سورت پنځه لمړني آیتونه دلمړنۍ وحې په صورت کې نازل شول.
که څه هم د ابن کثیر په قول دحضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) د دغه قول آثر غریب، اسناد ئې ضعیف او انقطاع لري،خو دموضوع په مناسبت مو دلته ذکر کړ. (والله اعلم)
قرآنکریم کې داستعاذي یادونه
قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)
ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.
په استعاذې سره خوله او ژبه دالله سبحانه وتعالی په په یاد او پنا اخستو سره ډاډ من اوپاکیږي، زړه او دماغ روحاٌ او جسماً پیاوړی کیږي، دښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان ئې نه لرومګر دالله سبحانه وتعالیپه مرسته او توفیق دهغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.
د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یوځای نه دي ذکر شوي اونه بشپړ آیت دی، بلکه دخبر په توګه ذکردی.
شیطان او شیاطین نامريي مخلوق دی چې دخیر هیڅ یوه ماده پکې نشته له یویخوا شر، ګمراهي ته هڅونکي او بلونکي دي.
داسي دښمن چې په کمین کې ناست یوه شیبه هم غفلت نه کوي، په ستر ګو نه لیدل کیږي، حمله او ګذار ئې تباه کونکی دی.
له مريي دښمنه په فاع او اسبابو ځان ساتلی شئ خو دنه لیدونکي دښمن(شیطان) له ضرره ځان ساتل ممکن نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته، په همدې اساس الله سبحانه وتعالی لار ښوونه کوي چې دشیطان له شیطانته الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.
