No-IMG

تپوس ؟

زه د خپل څيرې گرېوانه تپوس له چانه وکړم ؟

د دې بې وسه ژوندانه تپوس له چانه وکړم ؟

چې هرخوا ځمه سره اورونه راته بل شي سوځم

دخپل ورک شوي مړستانه تپوس له چانه وکړم

چې اخلم ساه معنیٰ شوه دا چې د ژوند حق لرمه

خو ولې ژوند په ډېرانه ۔ تپوس له چانه وکړم

ليلا وطنه ! دغميو هار دې ورک وو پرون

نن دې د ورک سره پېزوانه تپوس له چانه وکړم

د غزنوي او ابدالي په ميراث کاندي دعوې

د نا بللي مېلمانه تپوس له چانه وکړم

پاچا ! چې ته د هرناکس مخکې ټيټ سر ولاړ يې

زه د تاجک او پښتانه تپوس له چا نه وکړم

د (ملالۍ) له سر ټيکری اخلي( اکبر) ورک کوي

د تالا شوي ميراثه تپوس له چا نه وکړم

خصي مخلوقه! نارينتوب به دې ښکاره شي کله

ستا د مړه شوي وجدانه تپوس له چانه وکړم

گرانه وطنه ! ستا سپرلی (توره کي)ونه ليدو

د درې لسيزو بېلتانه تپوس له چانه وکړم ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک