No-IMG

د انجنير مولوی محمد صديق مسلم د غمژن رحلت په مناسبت يو تأثر

د گران ورور او دوست مرحوم انجنير مولوی محمد صديق مسلم د غمژن رحلت په مناسبت يو تأثر

 

خوږو خبرو ته دې زړونه هوسېږي اشنا

بیادې يادونه د باران غوندې ورېږي اشنا

 

پردغې تورې سپېرې خاورې مې پېرزو نه راتلې

درب رضا ده مرگ به هر چاته رسېږي اشنا

 

ډېر کمالونه وو الله ارزاني کړي پرتا

ستا دجمال تصوير مې مخې ته ودرېږي اشنا

 

د څرخي پله زندان دې هسکه شمله ټيټه نه کړه

قوي ايمان دې لکه لمر غوندې ځلېږي اشنا

 

(صديقه) ته وې د منبر او د سنگر مېړنی

ستا رسا غږ ډېرو غوږونو کې کړنګېږي اشنا

 

له تواضع او انکسار دې خاص اوعام خبر دي

(مسلمه) ستا په صداقت هر يو پوهېږي اشنا

 

د فصاحت او بلاغت بدیل دې کم ښکارېدو

لمر چې راوخېږي نور ستوري فنا کېږي اشنا

 

دغه نيمګړې دنيا ګۍ له چا وفا نه کوي

بلها ګلونه تورو خاورو کې رژېږي اشنا

 

مړ خو هغه دی چې نېک نوم له چانه پاتې نه شي

ته به څه مړ شې چې نېک نوم دې تل يادېږي اشنا

 

(صديق مسلمه) په کوثر او په تسنيم خړوب شې

د يو مؤمن دعا د بل حق کې قبلېږي اشنا

 

(صديقه) ته خو دڅرخي زندان د شپو همدم وې

له (توره کي) به خپل همدم څنګه هېرېږي اشنا

 

فضل مولا  توره کی

 1399/3/23

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک