اکرام الله واحدي
د اکرام الله واحدي لیکنی
ام المؤمنين بي بي خديجه رض
خلک ناست وو، نبي علیه السلام مبارک ودرېد خلک یې غلي کړل، دې وخت کې یوه زړه بوډۍ را روانه وه امسا یې په لاس کې وه تکیه یې پرې لګوله، نږدې وه چې په ځمکه وغورځي. نبي علیه السلام ور پورته شو، خپل څادر یې ورته وغوړاوه.
دا د مکې د فتحې ورځ وه.
ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها فرمایي چې نبي علیه السلام به ورسره کله وژړل او کله به یې وخندل. نبي علیه السلام ام المؤمنین عایشې بي بي ته وفرمایل: اې عایشې! دا بوډۍ د خدیجې رضی الله عنها ملګرې ده نوم یې حوله ده، چې کله به یې د خدیجې سره د ملګرتیا د وخت خبره را یاده کړه وبه یې خندل نو ما به هم وخندل او چې د خدیجې د مرګ خبره به یې را یاده کړه نو و به یې ژړل نو ما به هم ورسره وژړل. ...
نور ولوله
نا امیدي ښه نه ده خو دا ترخه حقایق باید ومنو
یوټیوب کې مې د هرات ـ بادغیس لویه لاره او بیا د پستو ځنګلونو ویډیو لیدله چې ځوی مې را غږ کړ، ویل یې پلاره جنت کې چې زه هر څه وغواړم هغسې به کیږي؟
مال هو کنه ځویه، هر څه چې دې زړه وي هغه به الله ج درکوي.
ویل یې بس زه غواړم چې زما جنت د افغانستان غوندې راته جوړ کړي چې زه پکې چکرې ووهم.
ما زړه کې ویل چې بچیه ته څه خبر یې، وطن له لرې ښه ښکاري خو داخل کې یې حتی هغه ساده سهولتونه هم نشته چې خلک حتی له هغه نسبي او موجوده امن او ارامۍ څخه خوند واخلي...
لویې لارې خرابې دي، ښارونو کې ازدحام خلک پوزې ته راوړي، ترافیکي قانون دوه توته اهمیت نلري، تعلیمي نظام په هماغه کلاسیک شکل مخته ځي. روغتیایي سیستم جوابګو نه د...
نور ولوله
دا ژوند یو لوی امتحان دی، او بیا هر نعمت جدا جدا د دې امتحان یو څپرکی دی
له دې جملې مال او شتمني هم یو نعمت دی خو په عین وخت کې یو امتحان هم دی. ځیني خلک روزي پراخه لري خو خبر ندي چې دوي په استدراج کې دي، الله ج یې یو دم را نیسي..
په دې اړه حدیث:
و عن عقبة بن عامر أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ( إذا رأيت الله يعطي العبد ما يحب وهو مقيم على معصيته ، فإنما ذلك استدراج ) ، ثم تلا " فلما نسوا ما ذكروا به " الآية .
رواه أحمد في مسنده
د عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې کله مو څوک ولیدل چې الله ج ورته هر څه ورکړي وي او دا انسان په ګناه او معصیت اخته وي نو دا انسان په استدراج کې دی (یعني تدریجي به یې الله ج را نیسي) بیا یې دا ایت تلاوت کړ: &q...
نور ولوله
۲۰۲۴ کې ځان او ملګرو لپاره ځینې مشورې
د ژوند سرعت نو اوس بیخي زیات شوی، د هرې شېبې په تېرېدلو حقیقي او ابدي ژوند ته ور نږدې کیږو، حال دا چې یوه ذره یې په اړه فکر نه کوو. نه د حساب نه ویره لرو نه د کتاب. د دنیا ژوند سره مو دومره بې کچې مینه ده چې اخرت یې بیخي زمونږ له فکر او سوچ نه ویستلی.
دنیوي ژوند مو باید اخرت خراب نکړي او په دیني افراط باید له دنیوي ژوند سره پریکون ونکړو. بلانس او موازنه ساتل د یو مؤمن دنده او مسئولیت دی. اسلام د اعتدال دین دی، نه رهبانیت مني چې د مسجد کوم کونج کې کښېنه او ذکرونه کوه او نه هغه ایزمونه مني چې دین او حاکمیت یې مقطعې، نیمګړی او ناقص بولي (اعوذ بالله من ذالک)
یا ربه، د تېر کال او د مخکینیو کلونو ټول ګناهونه ما ته او ټولو ملګرو، دوستانو، خپلوانو او ټولو مسلمانا...
نور ولوله
د صحابه کرامو زهد او تقوی
ژباړه:
د صحابه کرامو زهد او تقوی
حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه یوه ورځ د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضي الله عنهما یادونه وکړه او د ځان په اړه یې هم یو څه وویل. ویل یې ابوبکر صدیق داسې انسان وو چې نه یې دنیا غوښته او نه دنیا هغه غوښته (د دنیا سره یې هیڅ تعلق نه وو، بس د الله ج او د هغه رسول ص یې ټوله سرمایه وه).
او حضرت عمر چې وو، دنیا هغه ته راتله (یعنې واک، سلطه، فتوحات، غنایم....هر څه پریمانه وو) خو عمر دنیا نه غوښته.
بیا یې د ډېرې عاجزۍ نه وویل: "او مونږ چې یو، نو په دنیا کې ښي او چپ طرف مصروف او مشغول یو".
حضرت عثمان رضي الله دا خبره د ډېرې تواضع له امله وکړه، ک...
نور ولوله
د جدي ۶ مه د ګران وطن په تاریخ کې د څو نورو ورځو په څېر یوه کرغېړنه او توره ورځ وه
د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د جدي په ۶ مه وحشي روسانو د خپلو لاسپوڅو په ملتیا زمونږ پر ګران هېواد بې شرمانه یرغل وکړ.
یو نیم میلیون بې ګناه افغانان شهیدان شول او څو میلیونه در به دره او کډوال شول.
ولس د خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه په دفاع کې سترې قربانۍ ورکړې او دا وحشیان یې د یوې لسیزي وحشتونو وروسته ټیټ سترګې وشړل...
د حقې لارې د ش ه یدانو درجې دې بلندې او د خاینانانو مخونه دې تور او قبرونه دې له اوره ډک وي..
خو له بده مرغه د بهرني یرغل له پای ته رسېدو وروسته چوکۍ پرسته مشرانو په وطن او وطنوالو هغه نادودې وکړې چې نن خلک یو قاتل او خاین ته ملي اتل وایي خو دې لویو لویو جنابانو ...
نور ولوله
