No-IMG

د صحابه کرامو زهد او تقوی

ژباړه:

د صحابه کرامو زهد او تقوی

حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه یوه ورځ د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضي الله عنهما یادونه وکړه او د ځان په اړه یې هم یو څه وویل. ویل یې ابوبکر صدیق داسې انسان وو چې نه یې دنیا غوښته او نه دنیا هغه غوښته (د دنیا سره یې هیڅ تعلق نه وو، بس د الله ج او د هغه رسول ص یې ټوله سرمایه وه).

او حضرت عمر چې وو، دنیا هغه ته راتله (یعنې واک، سلطه، فتوحات، غنایم....هر څه پریمانه وو) خو عمر دنیا نه غوښته.

بیا یې د ډېرې عاجزۍ نه وویل: "او مونږ چې یو، نو په دنیا کې ښي او چپ طرف مصروف او مشغول یو".

حضرت عثمان رضي الله دا خبره د ډېرې تواضع له امله وکړه، کنه هغه داسې نه وو. هغه خپل مال د الله ج په لار کې داسې خرچ کاوه چې بل چا هغسې نشو کولی.

خپل کور نه یې سم د مسلمانانو بیت المال جوړ کړی وو، اسلامي لښکر به یې تجهیزول. بئر اریس د اوبو کوهی یې وکینده (تر څو مسلمانانو ته د اوبو سهولت وي).

(بئر معونة) یا د معونة کوهی یې واخیست.

په شل زره یا په بل روایت په پنځه ویشت زره درهمه یې ځمکه واخیسته او مسجدالنبوي سره یې یو ځای کړه

یو ځل یې زر اوښان په خوراکي توکو بار مدیني ته راغلل. د هغه وخت سوداګرو ترې په ګټه اخیستل وغوښتل. یو په یو چند یې ترې وغوښتل ور یې نه کړل. په دوه چنده یې ترې وغوښتل، بیا یې هم ونه منله. درې چنده ګټه یې ورکوله بیا یې هم انکار وکړ.

اخر سوداګرو ورته وویل چې مونږ خو یې هم ګټې ته اخلو. هغه ورته وویل: یو څوک شته چې هغه له دې هم ډېره ګټه راکوي.

سوداګرو وویل هغه څوک دی؟

ویل یې هغه الله جل جلاله دی چې په یوه نیکۍ لس چنده ګټه ورکوي. ما دا اوښان د الله ج په لار کې صدقه کړل.

 او کومه خبره یې چې کړې وه هغه د ډېرې تواضع له امله وه.

مال ورسره ډېر وو خو داسې یې مصرف کړ چې تر قیامته به یې حسنات جاري وي. د سعودي په یو بانک کې نن هم د حضرت عثمان په نوم اکونټ شته او هغه کوهي اوس هم شته، شاوخوا ټوله ځمکه ترې خړوبیږي. د حضرت عثمان رضي الله په نوم د خرما باغونه دي، حاصلات یې را ټولیږي او صدقه کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک