د جدي ۶ مه د ګران وطن په تاریخ کې د څو نورو ورځو په څېر یوه کرغېړنه او توره ورځ وه
د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د جدي په ۶ مه وحشي روسانو د خپلو لاسپوڅو په ملتیا زمونږ پر ګران هېواد بې شرمانه یرغل وکړ.
یو نیم میلیون بې ګناه افغانان شهیدان شول او څو میلیونه در به دره او کډوال شول.
ولس د خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه په دفاع کې سترې قربانۍ ورکړې او دا وحشیان یې د یوې لسیزي وحشتونو وروسته ټیټ سترګې وشړل...
د حقې لارې د ش ه یدانو درجې دې بلندې او د خاینانانو مخونه دې تور او قبرونه دې له اوره ډک وي..
خو له بده مرغه د بهرني یرغل له پای ته رسېدو وروسته چوکۍ پرسته مشرانو په وطن او وطنوالو هغه نادودې وکړې چې نن خلک یو قاتل او خاین ته ملي اتل وایي خو دې لویو لویو جنابانو ته جنګ سالاران وایي.
څومره سترې تېروتنې وشوې او لا هم افغان بچی عبرت نه اخلي.
د شورویاو له وتلو وروسته نه د ډاکتر نجیب سره سوله وشوه او نه جهادي مشرانو خپلمنځي وحدت تأمین کړلی شو. ملوک الطوایفي، تنظیم سالارۍ او قومي شخړو سم زور واخیست او د ډېرو د غلا، چور، چپاول، وژلو، ورانولو، نفاق او چوکۍ پرستۍ پایله دا شوه چې له یوې مخې ټول وتښتېدل او بیا د هغو ګاونډیانو په لمن کې وغورځېدل چې لسېزه مخکې به یې ورته شاهي پروتوکولونه ورکول خو دوهم ځل یې بیا د پټېدو ځایونه لټول.
د شورویانو سره د غرب سړې جګړې د مخامخ ټکر قرباني افغان شو، خو فایده یې ګاونډي ته ورسېده.
جګړو زمونږ د ملت اخلاق، کلتور، او عزت النفس ته ډېر تاوان ورسوه.
مونږ دوست او دښمن نه پېژنو او چې ویې پېژنو بیا وخت له وخته تېر وي.
ملتونه له جګړو وروسته را ټولیږي، درسونه او عبرتونه اخلي، تېر هیروي، شخصي ګټې شاته پرېږدي، مخ پر وړاندې حرکت پیلوي، تېر تاریخ تکرارېدو ته نه پریږدي او په خپلو زړو دښمنانو باور او اعتماد نه کوي. وطن بې طرفه ساتي او تر هغې دا مزل وهي چې سیال شي او بیا میدان ته را ووځي او دا هغه وخت وي چې په هر ډګر کې پر ځان بسیا، خپلواک او په علم او تکنالوژۍ سمبال ولس او ملت ولري.
خو مونږ، مونږ بس له یوې مخې قهرمانان یو، جنګونه ګټو خو ګټه او کریډیټ خپلو یو څو تنه جنګیالیو ته ورکوو. ولس ته د مزدور، بقایا، اجنټانو، نوکرانو، او دوهمه درجه انسانانو په سترګه ګورو.
ځکه هره ګروه، ډله او تنظیم دا توقع لري چې دا ټول ولس دې د یوې ګروه سره روان شي.
زمونږ مشران؟! تنوع نه پیژني، یو بل زغملو ته هرګز تیار نه دي، او د ټولو "میم زرما ټوله زما" ته زړه کیږي او دا تجربو ثابته کړې چې د داسې ولسونو حالت پېړۍ پېړۍ په ګډوډیو تیریږي او د سترو لوبغاړو د لوبو میدان وي.
مونږ نن هم وخت لرو، که څه هم ډېر فرصتونه ضایع شوي خو نن هم که اعتدال او وسطیت ته را وګرځو، عقل او هوش نه کار واخلو، یو بل ومنو، ملي وحدت ته نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو، د پردیو لاسوهنو ته زمینه سازي ونکړو او یو بل ته سینې پراخه کړو نو... دا ستونزې به د الله ج په مرسته حل شي او حالات به نور هم سم شي او وطن به یو ځل بیا د امن او سولې په ټاټوبي بدل شي.
و ما ذالک علی الله بعزیز
نوټ: دا د زړه درد وو، مشخص ټارګیټ هیڅوک نه دی خو ملامت ټول وو/دي. والسلام
