۲۰۲۴ کې ځان او ملګرو لپاره ځینې مشورې
د ژوند سرعت نو اوس بیخي زیات شوی، د هرې شېبې په تېرېدلو حقیقي او ابدي ژوند ته ور نږدې کیږو، حال دا چې یوه ذره یې په اړه فکر نه کوو. نه د حساب نه ویره لرو نه د کتاب. د دنیا ژوند سره مو دومره بې کچې مینه ده چې اخرت یې بیخي زمونږ له فکر او سوچ نه ویستلی.
دنیوي ژوند مو باید اخرت خراب نکړي او په دیني افراط باید له دنیوي ژوند سره پریکون ونکړو. بلانس او موازنه ساتل د یو مؤمن دنده او مسئولیت دی. اسلام د اعتدال دین دی، نه رهبانیت مني چې د مسجد کوم کونج کې کښېنه او ذکرونه کوه او نه هغه ایزمونه مني چې دین او حاکمیت یې مقطعې، نیمګړی او ناقص بولي (اعوذ بالله من ذالک)
یا ربه، د تېر کال او د مخکینیو کلونو ټول ګناهونه ما ته او ټولو ملګرو، دوستانو، خپلوانو او ټولو مسلمانانو ته وبخښه او راتلونکې کې د نیکو اعمالو توفیق راکړه ـ امین
۲۰۲۴ کې ځان او ملګرو لپاره ځینې مشورې:
ـ د ژوند مهارتونه لوړول.
ـ په ځان جوړونې ډېر ترکیز کول.
ـ مطالعه خپل عادت ګرځول.
ـ سیاحت او تفرېح ته ځانګړې پاملرنه کول.
ـ د حلالې روزۍ لټه کول او حرامو نه ځان ساتل.
ـ اسراف نه کول، د عاجلو حالاتو لپاره یوه اندازه مال/پیسې سپما کول.
ـ د اولاد او کورنۍ ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه کول.
ـ د خپلې روغتیا خیال ساتل.
ـ وخت درست تنظیمول.
ـ اجتماعي اړیکي پالل.
ـ په نورو خلکو اتکاء کمول.
ـ خلکو سره له کومې تمې او توقع پرته ښېګڼه کول.
ـ د غریبانو او مسکینانو پالل.
ـ غیبت، درواغ، قول الزور، تهمت، بهتان، او منافقت نه ځان ساتل.
ـ د خپل شخصیت او حیثیت اعتبار ساتل او لوړول.
نور تاسو ولیکئ!
