No-IMG

له پوزې د وينې بهېدو د بندولو حل لاري

په ماشومانو، بوډاګانو او حامله ښځو کې د پوزې وينې کېدل نسبتاً نورو خلګو ته ډير واقع کيږي. د پوزې د ننه برخه ډيره نازکه ده او په ډير اسانۍ سره لومړی زيانمنه او بيا وينې کيږي. د پوزې وينې کېدل عموماً د پوزې د ننه برخې د وچوالې، په پوزه کې ګوتې وهل او په زور سره سوڼ کولو پواسطه منځ ته راځي.

له پوزې د وينې بهېدو د بندولو حل لاري:

- پر ځمکه کښېنئ او بدن د مخ طرف ته کوږ کړئ.

- د دوو ګوتو پواسطه پوزې ته د لسو يا پنځلسو دقيقو لپاره فشار ورکړئ او بشپړه يې بنده کړئ.

- تنفس د خولې له لارې وکړئ.

په ځېنو خلګو خصوصاً لويانو کې له پوزې څخه د وينې تلل کېدی شي د پوزې د ضربې، د وينې لوړ فشار، په پوزه کې د غير نورمال رګونو موجوديت، د وينې د ځېنو خاصو ناروغيو او يا د هغو دواګانو د استعمال پواسطه چې وينه نرۍ کوي منځ ته راشي. پدغو حالتونو کې ناروغ د درملنې لپاره روغتون ته د تګ اړتيا لري.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک