نری نرنځ، توبرکلوز يا ټي بي
سره لدې چې نری رنځ يا TB موثر واکسين او درمل لري خو د ۲۰۰۹ کال د احصايو له مخې هر کال نېږدې ۱۰ ميليونه انسانان په نري رنځ اخته کيږي او د هغوۍ له جملې څخه ۱،۴ ميليونه مړه کيږي چې ډيری يې په غريبو هيوادونو کې دي.
نری رنځ د مېکروب په واسطه منځ ته راځي او زياتره سږي ورباندي اخته کيږي. له يو انسان څخه و بل انسان ته د هغو وړو څاڅکو په واسطه چې د ټوخي يا پرنچي په وخت کې د ناروغ له خولې يا پوزي باديږي انتقاليږي. ډيری وخت دغه څاڅکي ډير واړه وي او په سترګو نه ليدل کيږي. کله چې د ټي بي مېکروب د روغ انسان بدن ته داخل شي نو عموماً سم دلاسه انسان د نري رنځ په ناروغۍ نه اخته کوي بلکه يو له دغو لاندې دوو حالتونو څخه منځ ته را وړي.
۱- د بدن دفاعي سيستم مېکروب وژني او انسان د ټي بي له ناروغۍ څخه ژغورل کيږي.
۲- د انسان د بدن دفاعي نظام پدې و نه توانيږي چې مېکروب له منځه يوسي بلکه تر ډيره حده يې کنترول کړي. پدغه حالت کې انسان ناجوړه نه وي او په طب کې پټ ټي بي ورته ويل کيږي. کله چې د انسان وجود کمزوری شي همدغه پټ ټي بي ورباندې حمله کوي چې دغه حالت ته فعال نری رنځ يا ټي بي ويل کيږي.
د فعال ټيبي يا نري رنځ نښې نښانې:
۱- ټوخی، خصوصاً چي له درو يا څلورو اونيو څخه زيات شي
۲- تبه
۳- د شپې خوله
۴- د وزن له لاسه ورکول
