د ګاز نېول او يا په ژمي کې د بخارۍ له امله مرګ
هر هغه وخت چې د بخارۍ پيپونه بند وي، د سندلۍ په کوټه کې کړکۍ ټوله ورځ بندي وي، ګازي بخارۍ يا جنريټر په بنده کوټه کې چالاند وي، او يا د پخلنځی د پختن ګازي سامان سم نه وي لګول شوی پدې وختونو کې په کوټه کې د کاربن مونو اکسايډ د ګاز راټولېدلو خطر شته. دغه ګاز چې نه خوند رنګ او نه بوۍ لري د انسان بدن ته له ننوتلو سره سم د انسان له ويني سره يوځاي کيږي او بيا ويني ته د دې اجازه نه ورکوي چي اکسيجن له سږو څخه واخلي او نور بدن ته يې و رسوي. که دغه ګاز په زيات مقدار سره تنفس شي د انسان د مرګ باعث ګرزي.
نښې نښانې:
د سر درد (تر ټولو عامه او عمده علامه ده)
- سرچرخي
- د ستړيا احساس
- کانګي او د خوا راګرځېدل
- د نس درد
- ساه بندي
- مغشوش کېدل (ناروغ ګډي وډي خبري کوي)
درملنه: ناروغان روغتون ته يوسئ
