محمد عليم بسمل

No-IMG

محمد عليم بسمل

د محمد عليم بسمل لیکنی

د چڼیتوب په اړه زما شخصي نظر

ما تر شرح جامې پورې چې په افغانستان کې د نحوې وروستی کتاب دی درسونه په کور او کلي کې ویلي دي. مور مې د خدای وبښي هغې چړیتوب ته اجازه رانکړه ویل یې چې کوم ملا چړي/چڼی پاتې شوی وي هغه د کلي او ولس په نبض نه پوهیږي. ډېرو به  داسې ګڼلي وي چې چړي لکه څنګه چې په تسپو کې نه حسابیږي له تسپو د باندې به هم حساب نه ورباندې کیږي خو داسې نه ده. و اېستم د ښکلو د محفل له ذکره تېر عمر دادی د تسپو چړي شوم اوس له شماره و وتم پسرلی په جوماتو کې او دغه راز هغو مدرسو کې چې د اقتصاد وضعه یې ښه نه وي خلک ډوډۍ ورکوي دغه ډوډۍ چې وظیفه او زیره ورته وايي چړيان یا چڼي را ټولوي. وظیفه ماهم راټوله کړي د هغو شپو تاثیرا...
نور ولوله

د تقي عثماني صاحب نادرې نکتې

یوه ورځ ابو هریره د نبي کریم صلي الله علیه وسلم خدمت ته ورځي، په لاره کې له ابوبکر سره مخ کېږي. هغه پوښتنه ترې کوې چې چېرته روان یې؟ ابو هریره ورته وايي چې زه منافق شوی یم، ځکه چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مجلس کې داسې احساس کوم لکه جنت او دوزخ چې په سترګو وینم، کله چې له اهل و عیال سره یم هغه حالت نه وي پاتې. ابوبکر هم پریشانه شي، وایي چې داسې حالت خو زما هم دی. دواړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورشي، هغه ته خپل حالت بیان کړي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم د واړو ته فرمايي: که تاسې هر وخت په همدې حالت پاتې شئ، ملایکې به راځي او له تاسې سره به روغبړ کوي. تقي عثماني صاحب په اصلاحي خطباتو کې وايي: په دې حدیث کې یو سبق دا دی چې په دین کې قلبي کیفیات ن...
نور ولوله

شپیته اویا کلونه کیږي چې پهٔ وطن کې د یوو حکومت پښه نهٔ دهٔ ټینګه شوه

کهٔ وووایم چې د دوی لهٔ خاندانه یې راتاو کړم بیا به وایئ چې دعلما وو توهین یې وکړ اوکه نه وایم بلاګی (شوګر )مې جګیږي. وا خدای مو پهٔ خوني او بادي بواسېرو مبتلا کړه دحکومت پهٔ وړاندې چې هرڅوک مسلحانه بغاوت وکړي مرګی یې رواده کهٔ کفري حکومت وي اوکهٔ اسلامي، ښهٔ وي اوکهٔ بد . کهٔ رښتیا دنظام خوا خوږی یې داسې ورته ووایه. چې: شپیته اویا کلونه کیږي چې پهٔ وطن کې دیوو حکومت پښه نهٔ دهٔ ټینګه شوه ، ته هسه وکړه چې د دغه تور تکرار مخه ونیسې کوشش وکړه چې سل یو نیم سل کاله دې حکومت دوام وکړي. دا ورته ووایه چې د ښځینه خبریالانو د ماسک پهٔ موضوع کې تیر وتلي یاست . پهٔ بازا...
نور ولوله

هاشم میوند وال

تاسو به د څرخي پلهٔ دنوم په اورېدلو سره په انقلابونو ور ګډ یږئ، او سل کیسې به مو ‌ذهن ته راځي، زه چې دکورنیو چارو وزارت نوم واورم  ښه نه شم . هر کله چې دیاد وزارت له څنګه تیریږم ، چغې مې غوږ ته راځي ، داسې انګېرم چې اوس هم هاشم میوند وال دلته بندي دی ، اوشکنجه کیږي . یوه ورځ مې دمازیګر مونځ وکړ ، په سر مې څادر خور کړ، هغه اوراد اوکلمات مې ولوستل چې عاملینو په خپلو کتابونو کې د ارواحو دحاضرېدلو لپاره لیکلي دي.  کله چې دمیوند وال صيب روح حاضر شو ، له سلام ، او مقدماتي خبرو نه مې وروسته دهغه وخت دحالتو پوښتنه ترې وکړه ، جالبه داوه چې کله میوندوال صیب ماته کیسه کوله یو سکرین به مې مخې ته راغی هغه حالات به مې دفل...
نور ولوله

دنیایي علوم هم فرض دي

 تاسوبه مقرر ، او واعظ لیدلای وي چې کله سټیچ ته پورته شي وايي : زه نه پوهیږم له کومه ځایه شروع وکړم په کوم ځای یې ختمه کړم او ... دی بیچاره خپله وايي چې نه پوهیږم . الله جل جلاله خو پوهیږي چې کله اوسوه ، اته سوه کاله وروسته دخپل استازي په واسطه له خپلو بندګانو سر خبرې کول غواړي نو له اقرء نه یې شروع کوي .  په ځمکه کې ډیرې ستونزې دي چې مخلوق ورسره لاس اوګرېوان دی ، داچې الله جل جلاله په ټولو کې دزدکړې خبره کوې دعلم پوهې خبرې ته لومړیتوب ورکوي دا په دې معنی ده چې علم ترهرشي مهم ، او  ټولې ستونزې په علم هواريږي . له علم څخه زما موخه یوازې دیني علم نه دی ، بلکې د دنیا علمونه علمونه همدومره مهم اوفرض دي لکه څومره چې دیني علم دی  امام غزالي ...
نور ولوله

غربت او کمزوري د هرې بد بختۍ جرړه ده

غربت ، اوکمزوري دهرې بد بختۍ جرړه ده .سړی بې غیرته کوي هم ، دووس کوي یې هم او... موږ لرې کفارو ، او نزدې ګا ونډیو مسلمانانو په آخره درجه وځپلو ، فقیران یې کړو ، او کمزوري یې ، کړو داسې یې  دژوند ، او هو سایي په ارمان کړو چې د دغه هدف  لپاره په هرشي باندې دپښې اېښودلوته تیار یو . چاپې هم دکابل دهوايي میدان داوسنیو بدمرغیو نه کمې نه وې ، خو هغه حالت په دې ښه ؤ چې غورځې پرځې ، او  اخ وډب ورسره روان ؤ . اویوه دخټې پزه وه او سنی حالت ډیر شرمونکی دی ، ببو جانه دامریکايي په غیږ کې ده او موږ چونډی نصوار هم ترې غواړو. یو څوک دخپل ګاونډي کورته نیمه شپه ور اوښتی ؤ له ببو جانې سره یې په سوخړه پوخړه  کې ګټ ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک