دنیایي علوم هم فرض دي
تاسوبه مقرر ، او واعظ لیدلای وي چې کله سټیچ ته پورته شي وايي : زه نه پوهیږم له کومه ځایه شروع وکړم په کوم ځای یې ختمه کړم او ...
دی بیچاره خپله وايي چې نه پوهیږم . الله جل جلاله خو پوهیږي چې کله اوسوه ، اته سوه کاله وروسته دخپل استازي په واسطه له خپلو بندګانو سر خبرې کول غواړي نو له اقرء نه یې شروع کوي .
په ځمکه کې ډیرې ستونزې دي چې مخلوق ورسره لاس اوګرېوان دی ، داچې الله جل جلاله په ټولو کې دزدکړې خبره کوې دعلم پوهې خبرې ته لومړیتوب ورکوي دا په دې معنی ده چې علم ترهرشي مهم ، او ټولې ستونزې په علم هواريږي . له علم څخه زما موخه یوازې دیني علم نه دی ، بلکې د دنیا علمونه علمونه همدومره مهم اوفرض دي لکه څومره چې دیني علم دی امام غزالي رح په احیاء العلوم کې وايي :
ټول هغه دنیاوي علوم فرض دي چې ضرورت ورته لیدل کیږي ، غزالی صیب زیاتوي داڅه دتعجب خبره نه ده چې زه طب ، اوحساب ته فرض وایم بلکې سیاست ، دهقاني ، حجامت ، خیاطی هم له فرضیاتو څخه ده .
کله چې آدم له ملایکو څخه دعلم په میدان کې وګټله ، الله ﷻ ملایکوته امر وکړ چې آدم ته سجده وکړي . په دنیاکې به ترقیامته همدا دملائکو اود آدم کیسه روانه وي . چې یوهیواد ، اوقوم په علم کې له نورو مخکې وي . دی به یې بادار ، مشر ، اونوربه یې پیروان تابع او مقلدین حتي غلامان وي . موږ که له دنیا څخه په علم کې بیرته نه وای پاتې ، اومشرانو مو دیرغلونو په ځای علم ته توجه کړی وای نن به د اقبال خبره هغه خدای له موږ څخه سجده نه غوښته چې پرون مو ټوټې ، ټو ټې کړی ؤ .
درین بتخانه دل با کس نه بستم
ولیکن ازمقام خود ګسستم
زمن مې خواهد امروز سجودې
خداوندې که دي اوراشکستم
