هاشم میوند وال
تاسو به د څرخي پلهٔ دنوم په اورېدلو سره په انقلابونو ور ګډ یږئ، او سل کیسې به مو ذهن ته راځي، زه چې دکورنیو چارو وزارت نوم واورم ښه نه شم .
هر کله چې دیاد وزارت له څنګه تیریږم ، چغې مې غوږ ته راځي ، داسې انګېرم چې اوس هم هاشم میوند وال دلته بندي دی ، اوشکنجه کیږي .
یوه ورځ مې دمازیګر مونځ وکړ ، په سر مې څادر خور کړ، هغه اوراد اوکلمات مې ولوستل چې عاملینو په خپلو کتابونو کې د ارواحو دحاضرېدلو لپاره لیکلي دي.
کله چې دمیوند وال صيب روح حاضر شو ، له سلام ، او مقدماتي خبرو نه مې وروسته دهغه وخت دحالتو پوښتنه ترې وکړه ، جالبه داوه چې کله میوندوال صیب ماته کیسه کوله یو سکرین به مې مخې ته راغی هغه حالات به مې دفلم په څېرپه سترګو لیدل.
سترګې مې سکرین کې خښې کړې لومړی یوسیند ښکاره شو، شیبه وروسته په سیند کې یوه بیړۍ راغله ورو، ورو ساحل ته نزدې کېدله زما خواته چې ورسېده ودرېده ، زه هم پکې سپور شوم بیړۍ حرکت وکړ، کله چې روانه شوه له ډېر کم مزله وروسته ناببره یودرۍ تنه سړۍ پيدا شول عمرونه یې له پنځوسو50 ټيت، او له څلویښتو پورته ؤ، ږېرې یې خریلې وي ، پلن ، پلن بريتونه یې ؤ، دهر یوو په لاس کې سوټک ؤ، درۍ واړه لیګیا شول دبیړۍ دلاندنۍ برخې تختې اولرګي یې پرې کول .
دوی لا خپل کار نه وبشپړ کړی چې چغې مې ترغوږ شوې څه ګورم چې یو څو ږیرور ځوانان په منډه دهغه کسانو خواته را روان دي چې غواړي له بیړۍ نه تختې لرې کړي، کله چې د داود خان سترګې په ږیره ورو ولګېدې عسکروته یې د ږیره ورو دنیولو امر وکړ، ږیره ورو چې عسکرولیدل ځانونه يې سیند ته واچول ، په لامبو ، لامبو بله بیړۍ ته وختل.
کله چې کیسه دې ځای ته را ورسېده ، حالت هم بدل شو، زه په یوه خونه کې ناست وم، میوندوال صیب مې څنګ ته ناست ؤ، څه ګورم چې یو عسکر راغی میوند وال ته یې په فارسي وویل چې رهبر دې غواړي ! زه هم ورسره روان شوم عسکر مخکې ؤ موږ له شا پسې روان وو تر دې چې دکورنیو چارو وزارت ته دیننه شوو، هلته په یوې خونې کې داود خان ناست ؤ ، خو یواځې یې سر د داودخان و ، بڼه یې کاري کاتور ته ورته وه ، بدن یې افغانستان و ، لاس او پښې یې خلقیان و .
میوند وال ته یې وویل تا غوښتل چې کودتا وکړې؟
هغه ورته وویل زه پرون له ترکیې راغلم په یوه ورځ کې څنګه سړی کولای شي چې کودتا ترتیب کړي، بله داچې دلته هم ستا په غوښتنه راغلی یم اوپه دې خاطر راغلی یم چې وطن ته خدمت وکړم .
کله چې خبرې پای ته ورسېدې میوند وال صیب دمخې ښې په موخه پاڅېد ترڅو د داود خان لاسونه ښکل کړي داود خان هم پاڅېد میوند وال داسې فکر کاوو چې احترام ته یې پورته شو خو هغه ګوزار ورباندې وکړ دومره یې وواهه چې ترڅو مړشو . دمیوندوال چغو ، فریادونو ، بالآخره زنکدن ، اوترپکو زه سخت خراب کړم ماهم چغه وکړه له چغې سره زما حالت عادي شو ، بیرته مې اوراد شروع کړ هماغه خونه وه دمیوندا وال صیب له سترګو اوښکې روانې وې ، ماته یې وویل اوس ته کیسه راته وکړه چې ورسته له دې څه پیښ شول ؟ ما ورته وویل : ستا جنازه یې ستا خپلوانو ته ونه سپارله ، آوازه ې واچوله چې میوندوال ځان پخپله نیکتايي کې زندۍ کړی ، پخپله خو ښه یې یو څه ولیلکل ، په طب عدلي باندې یې امضا کړ ، او په تایې همدلته خاورې واړولې
