غربت او کمزوري د هرې بد بختۍ جرړه ده
غربت ، اوکمزوري دهرې بد بختۍ جرړه ده .سړی بې غیرته کوي هم ، دووس کوي یې هم او...
موږ لرې کفارو ، او نزدې ګا ونډیو مسلمانانو په آخره درجه وځپلو ، فقیران یې کړو ، او کمزوري یې ، کړو داسې یې دژوند ، او هو سایي په ارمان کړو چې د دغه هدف لپاره په هرشي باندې دپښې اېښودلوته تیار یو .
چاپې هم دکابل دهوايي میدان داوسنیو بدمرغیو نه کمې نه وې ، خو هغه حالت په دې ښه ؤ چې غورځې پرځې ، او اخ وډب ورسره روان ؤ . اویوه دخټې پزه وه
او سنی حالت ډیر شرمونکی دی ، ببو جانه دامریکايي په غیږ کې ده او موږ چونډی نصوار هم ترې غواړو.
یو څوک دخپل ګاونډي کورته نیمه شپه ور اوښتی ؤ له ببو جانې سره یې په سوخړه پوخړه کې ګټ هم مات کړی ؤ ؛ دخاوندسترګې چې سهار په ګټ ولګېدې ډیر غصه شو خپل زوی ته یې وویل : هغه ته ورشه او ورته ووایه؛ خه دې ونکو(ښه دې ونکړل) ببو جانه دې .... کړه ، او ګټ دې هم مات کړ ، مړه! ببو جانه هم خیر ، خو چې ګټ دې دنه وای مات کړی .
زوی یې چې ، بیرته راغی پلارته یې وویل؛ پلارجانه !!
ورغلم ، ورته ومې ویل چې خه دې ونکو ، ببوجانه دم داسې کړه ، او ګټ دې هم مات کړ ، مړه ببو جانه هم خیر ، خو چې ګټ دې نه وای مات کړی په آخر کې مې یو چونډی نصوار هم ترې واخستل .
په هوايي ډګر کې امریکان افغانۍ نجونې په غیږه کې ښکته پورته کوي ، موږ دفتحې پټکي په سر اېښي آزادۍ ، او خپلواکۍ لمانځو ، او وزارتونه ویشو .
دغه ګرمې او تودې غیږې شهواني نه ، بلکې سیاسي دي . امریکایان موږ یوازې دجګړې په میدان کې نه ، بلکې په هرډګر کې وژني ، زموږ ننګ ، اوغیرت مو هم وژني تر څو په آینده کې هغوی ته دپورته کتلو سترګې راسره پاتې نشي .
د وطن مور دې افغانه هم بد نامه شوه هم بوره
ګوره دا دپټي سر دی پټۍ وروسته سوره وردی
