No-IMG

د تقي عثماني صاحب نادرې نکتې

یوه ورځ ابو هریره د نبي کریم صلي الله علیه وسلم خدمت ته ورځي، په لاره کې له ابوبکر سره مخ کېږي. هغه پوښتنه ترې کوې چې چېرته روان یې؟ ابو هریره ورته وايي چې زه منافق شوی یم، ځکه چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په مجلس کې داسې احساس کوم لکه جنت او دوزخ چې په سترګو وینم، کله چې له اهل و عیال سره یم هغه حالت نه وي پاتې. ابوبکر هم پریشانه شي، وایي چې داسې حالت خو زما هم دی. دواړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورشي، هغه ته خپل حالت بیان کړي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم د واړو ته فرمايي: که تاسې هر وخت په همدې حالت پاتې شئ، ملایکې به راځي او له تاسې سره به روغبړ کوي.

تقي عثماني صاحب په اصلاحي خطباتو کې وايي:

په دې حدیث کې یو سبق دا دی چې په دین کې قلبي کیفیات نه، بلکې اعمال مهم او مقصود دي. که عمل سم او د سنتو مطابق وي د قلب په جریان او ضربانو پسې مه ګرځئ. د صوفیانو د اخبرې چې قلب (لطائف) جاري په کار دي، په دین کې مقصود نه دي. له دې حدیثه بله دا خبره معلومېږي چې د الله تعالی په اطاعت کې داسې مشغولېدل هم مقصود نه دي چې یوه شېبه دې هم له ذهنه و نه وځي، کوم حالت چې د ابو هریرة و، همدغه حال د ابوبکر هم و او ابوبکر له رسول الله مبارکه وروسته تر ټولو انسانانو غوره دی، داسې څنګه کېدای شي چې د هغه حالت دې ناقص وي. د اچې دوی ته رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که تاسې همېشه د دوزخ او جنت په فکر کې پاتې شئ او بېخي یې هېر نه کړئ، ملایکې به در نه جوړې شي، خو تاسې رب انسانان پیدا کړي یاست او په کار ده چې انسان پاتې شئ، نه ملایکې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک