No-IMG

د ويښ او ويده ملتونو توپير!!!

د يو تورپوستی امريکايي په مرګ ټوله امريکا کې لاريونونه روان او سپينه ماڼۍ يى محاصره کړى ده، او د امريکا له ډيرو ښارونو نه يى لکه د سوريې، عراق، او... په شان دى يوه کس تور پوستي چى له خپلى کورنۍ آخواء هيڅ چا نه پيژانده اورونه بل کړي، ويښ او ژوندۍ ملت داسې وي چې سپين پوستۍ له تور پوستي نه يو قدم وړاندى دى هر څه خطر په ځان اخيستۍ او د عدالت غوښتنې لپاره يى په سرکونو شپې صبا کوي،  مونږ ته مرګ په کار دی، چې د ډاکترصيب نيازى په شهادت فقط په خالي غمرازى خپل احساس او وجدان غلۍ کوو؟

  زمونږ ضعيفه عقيدې يى وزن کړي چى د خداى په کور کې د غره پشان دروند نيازى شهيد ته لکه ښځه په کور کى ناست او جنتونه غواړو؟؟؟

 هغه څوک چې ددې وژنو شاته ناست او د منار غوندې څيرې دې وژني په دې پوهيږئ چې احساس، وجدان او اخلاق هر څه يې در ته دمخه وژلي؟

هغه پوهيږي چې بې ايمانه بې ضميره مشران يې خالي د يوه وزارت او سفارت تږي دي؟

 هغه پوه دي چې ټوله غمرازي يې ددې ويده اولس تر دريو ورځو اخواء زيات دوام نکوي؟؟؟

هغه په دې پوه دي چې لويه غوښتنه يې فقط دومره وي چې د خپلې ښځې په څنگ کې ناست او ليکل کوي چې (جنت الفردوس دې نصيب شه) او بس!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک