No-IMG
حبيب الله ابدالي

پروني کمونستان او ننني امريکايي نوکران مو د سر شخصيتونه راڅخه اخلي

انا لله وانا اليه راجعون!

د خلقيانو وختونه ډېر پخوا نه وه. ښه مو په ياد دي چي کمونستي اربکيانو به په ملکي جامو کي مولونه وهلي د شپې به کورو ته ننوتل، وحشتونه، تجاوزونه، انسان تښتوني او غلاوي د مجاهدينو په نامه کول، جنايت به کمونستانو وکړ لعنت به خلگو پر مجاهدينو وايه.

اوس هم همدا لوبه روانه ده، پروني کمونستان او ننني امريکايي نوکران مو د سر شخصيتونه راڅخه اخلي خو د طالب په نامه. جنايت او دهشت به وسي، طالب به خبر نه وي، د خلقيان او غني خياطان به سمدستي هغه جنايت طالبانو ته منسوب کړي. تاسو څېړنه وکړل، دهشتگر مو ونياوه او هغه اقرار وکړ چي دا کار ما وکړ؟

د افغانانو امنيت، خصوصآ ددې مشرانو امنيت د دولت پر غاړه دی، دولت خپل مسؤليت ندی عدا کړی، خصي اسد خالد خپل نازکو نجونو ته يې د وطن امنيت پلاس ورکړی دی، هغوي نجوني خپل سنگر ددې خصي ټيزن څخه نسي ساتلاي نو به د ملت او د ملت د مشرانو امنيت څنگه وساتي.

لږ سنجش ته اړتيا سته خلقي ملحدين ټول ورځ د ملايانو د ملا پر تير تېری کوي، اساسي او ديني دښمني ورسره لري. کله چي هغوي داسي يو دهشت وکړي، يو تعداد ناخبره سياسي نابالغه هغه د خلقيانو دهشت طالبانو ته منسوب کړي. طالبان يو ديني عالم وژني مگر وطن د ملحدو روسي او امريکايي نوکرانو ډک دی هغوي نه وژني؟

لږ سنکش ته اړتيا نسته؟

د ډاکتر استاد نيازي دي جنت ځاي سي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک