آزاد بحث
افغانستان کې د سیاسي احزابو او تحریکونو ورو ورو د غیر موثریتوب راز همدې کې ده چي تشکیلاتي سمون او بدلون نه مومي بل طرف له زمان او حالاتو سره بدلون ته زړه نه ورکوي که ډډه هم ورکړي نتیجه مثبته نه وي یا لا مخ په زوړ شي او یا دومره تر پردیو وتړل شي چي د خپل هیواد ، ولس او حتی د خپل ځان په ارتباط هم سالمه،ملي او خودمختاره پریکړه نشي کولاي پدې کودتاي حالت زموږ د هیواد کیڼ اړخي (کمونستان) ، ښیي لاسي یا ښي اړخي( اسلامي احزاب او تحریکونه) دیموکراتان او سیکولران سیاستوال ټول اخته وو او دي.
ګوندونه او ډلې چی کوم شعار بدرګه کوي تر یوخت ډیر ښه وچلیږي خو د مبارزې زمان او وخت یې چي تیر شي یا یې د شتون هغه اړتیاوې پوره شي یا خپله ګوندونه او تحریکونه مسیر بدل کړي او یا لکه د لړمې اولاد خپل ځان(وجود) خپله وخوري یا د خپل ډیزاینر له خوا ډیلیټ شي دا هرڅه ددوي له غلطو پالیسو، مستعار شهرت د یو وخت لپاره جوړ شوي او بیا ذوب( ویلې) شوي ډیر مو پخپلو سترګو ولیدل اوس یې غړي په یو نوم او بل نوم د نورو وجود کې ځانونه حذف کولو کوشش کوي او یا عملآ حذف شوي ښه مثال جهادی ګوندونه دي چي د حرکت انقلاب اسلامي ګوند او اسلامي حزب (مرحوم مولوي خالص) په مشرۍ عملا ختم دي اوس له نوي نوم سره ( د افغانستان اسلامی امارت) کې راڅرګند شوي له نورو جهادي ګوندونو هم ځینې کسان ورغلي امارت کې تنظیم او تجهیز شوي دي. د ښاغلی حکمتیار صیب په مشرۍ حزب اسلامي ګوند او جمعیت اسلامي ګوند د نورو ترمنځ لا حیات دي مطرح دي د ګوندونو په حیث شاید ټولو ولایاتو کې خوځښت ولري مګر له پاشلو انکار کول ظلم دی د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي یو تعداد علمي شخصیتونه او ورسره د نورو ګوندونو اړوند غړي د جمعیت اصلاح په مجموعه کې راټول شوي دي د ښاغلی حکمتیار مهم ملګري د ښاغلی ارغندیوال او جمعه خان همدرد په مشرتابه جدا جدا برانچونه لري په ارغندیوال ارګ ماڼۍ خرچه کوي او د همدرد صیب سرنویشت لا مالوم نده .
جمعیت اسلامي په څو برانچونو ویشل شوی ځینې د حامد کرزی او ښاغلی استاد سیاف شا او خوا مانورونه کوي ځینې د عطامحمد نور خوا کې بله ډله د صلاح الدین ربانی او بله د سید نورالله عماد څنګ کې او شورانظار کاملآ د داکتر عبدالله په قلمرو راتاویږي اوس یوه نوې څانګه د امرالله صالح په مشرۍ را زیږدلې ده. د طالبانو تحریک هم ټوټه ټوټه شو د منان نیازی ډله، د ملا دادالله محاذ، معتصم اغاجان، اکبراغا ځینو ته یې ارګ جیب خرچ ورکوي او ملا ضعیف او ملا متوکل دولتي وسلو باندې ځان ساتي امتیاز لري فعالیت لري بله خوا لوي څارنوال مولوي شینواري هم کابل کې امتیاز لري مګر د طالبانو د امارت قوي سیاسي او نظامي برخه فعلا د ملا هبت الله په مشرتابه فعاله ده داخیل کې یې هم نظامي شتون له دولت سره تقریبا برابرښت خوري د جغرافیه په سطحه هم او په سیاسي لحاظ له هیواد د باندې ثابت مطرح ادرسونه لري شخصآ رهبري یې پاکستان کې ژوند کوي د کویټه او پیښور په نوم یې شوراګانې وجود لري د ذبیح الله مجاهد په نوم بیله شوې جغرافیه او محاذ پیښور کې غونډې کوي او د قاری یوسف احمدي په نوم نومول شوې جغرافیه او محاذ په کویټه کې غونډې کوي.
د طالبانو د تحریک هماهنګي له داخیل،تر کویټه او کراچۍ ، تر پیښور او اسلام اباد او تر قطر دفتر ښه منظمه او فعاله ده ددوي ترمنځ البته کله نا کله د اختلاف اوازې اورو حتی د امیر په ورور یې ځانمرګی وشو داسې نور هم خال خال د اخ او ډب خبر اورو خو ددې ډلې راز ډیر ژر مهرم شي د طالبانو ستره بریا همدې کې ده چي ددوي داخیلي کړکیچ د نظامي عملیاتو نقشه ۹۰٪ مهرمه ساتل کیږي له دوه رسمي نظامي ویاندویانو پرته بل څوک میډیا کې د امارت په استازیوب خبرې نکوي د دولت خو سم پرتوګ شکیدلی نومونو سره یې القاب ارکانحرب، جنرال، ډګروال ، کوماندو خو چي کارتوس ورسره خلاص شي هفته مخکې تلویزون کې چیغې وهي چې هله نیم شاجور مرمۍ لرو دا مرکه چي طالب قومندانان واوري ماښام ورشي ډزونه شماري چي ۱۵ ډزه پوره شول ارام ورشي ټول ونیسي که د افغانیت او مسلمانۍ اړخ یې غالب و عسکر خوشې کړي وايې بیا ونکئ کورو ته لاړ شئ که نه نو هملته ټول قتل کړي.
سیاسي ډلې ملت په زور ځان پسې د ملت په شکل کشوي هسې که حقیقتآ ملت د خپلې ارادې د تمثیل او اظهار قطعآ واک نلري زموږ په ځینو سیاستوالو دومره بهرنۍ پانګه شوې یا د قدرت مینه یې دومره زړوره ده چي د هغې په بدل کې له ملت سر هم اخلي، ژوند هم ترې اخلي، مال یې هم اخلي،ازادی یې هم ترې صلب(سلب) کړې عزت هم لوټي ، مهاجرت ته هم اړ کیږي ، شکنجه او اختطاف کیږي هم سم سیده روغ مسلمان افغان د ترهګر او مرتد په نوم له ایمان او وطن بیخي محروموي دوي ټولو ته مي مشوره داده چي نن موجود یئ صباه به نه وئ د سوله لپاره کار کول لدې ځایه پیل کړئ .
اول: اسلامپال یا ښیي اړخي دې د یو بل خلاف تبلیغاتي، فرهنګي او د ټوپک شپیلۍ کارول بنده کړي خپلو نشراتو کې دې په څرګند او مستعار نوم د یو بل خلاف نشرات نکوي دغه وخت کې دریمګړی منافق قصدآ غواړي ددوي نشرات د یوبل خلاف ډیر په مهارت وکاروي دا د فتنو د ډیریدو سبب کیږي د بیګناه انسان وینه تویوي دا کونډې دا یتمان چي هر کلی ترې ډک ده صباه طالبه، حزبي ، جمعیتي، اصلاح والا او مجموع کې مجاهده تاته در له غاړې دي واله یوه ورځ پرې وشرمیږې که بې فته دې ولیده ممکن هغه وخت به ته د خپلو یتمانو او کوندو منځ کې ناست یې د بل ته به دې لاس نه رسیږي د اسلامپالو ترمنځ هغه د حرکت، حزب، جمعیت، حزب (خالص) د دیرشو کلونو سابقه دشمني ته اوس هم منافقین مسلمان ببوزی وهي هماغه عقده پالي دا حسد او کینه مو ایمان سوزوي دنیا کې خو مو ولاکه کوم خاص عزت وي زه مو وینم پړي درکې اچول شوي خو د اخرت خیال خو کوئ د ځان دښمنانو ستاسو له لاسه به دا تنظیمي عقدې بل نسل ته میراث پاتې وي دا ډمان چي کله مړه شي ددوي ګناه نه مري ځکه د سندرو، نڅا او... کیستې مارکیټونو کې چلیږي بندشت نلري زه ویریږم دا د افغانستان د اسلامپالو خپلمنځي عقدې د حزبی، حرکتي،طالب، جمعیتي ، انحادی، اصلاحي او.... په نوم تر محشر ژوندۍ پاتې نشي؟؟؟؟؟
