کابل ښار، ښاريان او د هغوی ژوند؛ ۱۹۱۰ع
کابل د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو دی چي په ویدا کي ورته [کبه] او په اویستا کي [کوبه] ویل سوي.
کلاسیک یوناني لیکوالانو دا د[کوفین] یا [کوففس] او [کووا] په نوم هم ثبت کړی او ارسطو [خوسپیس] بللی دئ.
په ۹ او ۱۱مه هجري پېړۍ کي چي مغولو پر افغانستان، هند او سیمه واکمني کوله، د کابل زاړه اثار یې ترمیم او نوي ودانۍ یې پکښي وکړې؛ خصوصاً د هندي مغولو مخکښ ظهرالدین بابر په کابل ښار کي ښې ودانۍ وکړې؛ وروسته چي کله احمدشاه بابا کابل ته ولاړ، هلته ئې د عيدګاه جومات او نوري ودانۍ پېل او جوړي کړې، وروسته چي د دولسمي هجري پېړۍ په پای کي تېمورشاه دراني د افغانستان پایتخت له کندهاره کابل ته ولېږه، دلته یې ښار ته نوې نقشه جوړه کړه، د کابل د غرونو دېوالونه او بالاحصار یو ځل بیا ترمیم سول او په کابل کي د نویو کوڅو د جوړولو پلان پلی سو.
دا کوڅې وروـــ ورو ورپسي زیاتي سوې، چي ځیني قومونو او خېلونو په نامه سوې او ځیني نورې یې د کسبگرو او کاریگرو په نامه سوې او ځیني یې بیا د وخت د مشهورو کسانو او تاریخي کسانو سره وتړل سوې.
همدارنګه په کابل کي گڼ باغونه وو چي د خاندانو په نامه یې یادېدل او یايي تاریخي نومونه درلودل. په زاړه کابل کي د علم گنج باغ، د مستوفي باغ، د سلطان جان باغ، چهارباغ، د علیمردانخان باغ او نور باغونه موجود وو.
همدا راز یوه تېلي کوڅه وه چي له شړشمو، زغرو او نورو څخه به تېل پکښي اېستل کېدل چي د اوسني میوند واټ په لومړۍ برخه کي وه.
د کلالۍ کوڅه په زاړه ښار کي وه. د تنور جوړولو کوڅه د زاړه ښار یوه بله کوڅه وه؛ اهنگران له بالاحصار سره جوخته یوه کوڅه وه، چي وسلې پکښي جوړېدلې؛ د مسگرانو په کوڅه کي مسي لوښي جوړېدل؛ د سراجۍ په بازار کي چرمي څېزونه او پایزارونه جوړېدل؛ په سنگتراشۍ کي تېږي توږل کېدلې، د شانه سازۍ په کوڅه کي ږمنځې جوړېدلې؛ د چړو جوړولو، صندوق جوړولو، بنگړیو جوړولو، د پوستین گنډلو، ښیښې جوړولو او نورو مصنوعاتو بېلابېلې کوڅې وې او په دې توگه کابل تر ډېره حده خود کفا او په خپلو پښو ولاړ وو او د خلکو د اړتیا وړ شیان همدلته جوړېدل.
د کابل ښار ځیني نوري کوڅې وخت پر وخت د اشخاصو او قومونو په نامه جوړي سوې، لکه د ریکاخانې کوڅه، چي د ریکا د قوم لپاره نادر افشار جوړه کړې وه؛ یا د اندرابیو کوڅه چي له اندراب څخه راغلو کسانو ته جوړه سوې وه؛ د باغ علیمردان کوڅه چې شاه جهان پر وخت علیمردانخان جوړه کړې وه؛ د اڅکزو کوڅه چي د تېمورشاه پر وخت جوړه سوې وه؛ همداسي د قاضي فیض الله کوڅه؛ د دېوان بېگي کوڅه؛ د هندوانو کوڅه؛ د علي رضاخان کوڅه او ...
د ارواښآد نادرخان په وخت کي خصوصاً چارچته او کوټوالۍ گنبته؛ د میوند واټ او نادر پښتون واټ او پښتونستان واټ په جوړېدو له منځه ولاړې او اوس هم ځینو کوڅو او تاریخي ودانیو نخښي سته، چي باید وساتل سي او د تاریخي ابداتو د ادارې له خوا ترمیم او تاریخي حیثیت یې خوندي سي.
د کابل دغه لومړنی عکسونه د اسکار_رېټر له البوم څخه را اخيستل سوی دي چي يو جالب المانۍ جاسوس وو چي د ترکانو، جرمنيانو او نورو ملګرو په هڅو د استنبول، پارس او هرات له لاري کندهار، قلات، مقر، لوګر او کابل ته ولاړ او هلته پاته سو.
هغه کوښښ کاوه چي امير حبيب الله خان د انګرېزانو پر ضد تحريک کړي خو امير منځلاري وو او په لومړۍ نړيواله جګړه کي ناپېيلی پاته سو، رېټر يو کال افغانستان کي تېر کړي او خورا جالب عکسونه ئې افغانستان تاريخ ته ورکړي دي.
Kabul city, 1915-1916. From album of Oskar von Niedermayer
