د هېواد او نړۍ خبرونه
افغان حکومت اوس د مجبوريته د طالبانو راتلونکی بنديانو ليست په انتظار دی
افغان حکومت وايي، د هغو پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې چې ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې خوشي شي، نږدې شپږ سوه زندانیان نه خوشې کوي.
دا 600 طالب زندانیان د دولت په قول جنایی جرمونو باندی محکوم دی. یعنی سیاسی او نظامی بندیان ندی.
طالب وایی همدا زمونږ د 5000 لیست بندیان دی باید ازاد شی!! لدی مخکی بین الافغانی مذاکرات نه کوو.
دولت یو وړاندیز طالبانوته مخته کړی.
"چې خپل راتلونکی لیست د طالب د بندیانو ورکړي. "
د نوي لیست څخه به 1000 تنه طالب بندیان ژر ازاد کړی، پدی سره به د مذاکراتو د پیلیدو د خنډ بهانه ...
نور ولوله
د نړۍ اوږد عمر 41 کاله تيرونکي فلسطيني زنداني ورور قضيه
کله چى زندان کي واچول شو، عمر يې 19 کاله ٶ، اوس 62 کلن شوې ، 41 کاله يې د اسرائيلو وحشتناک ايشل زندان کي د کړاو نو سختي شپې ورځي تيرى کړى ، مګر بدبختانه دا مظلوم آسير نايل البرغوني لا تر اوسه پورى په زندان کى ساتل شويدي ـ او دا په نړۍ کي هغه يوازينې مظلوم فلسطيني آسير دي چى د پوښتني يې څوک نشته!!، نايل البرغوني د زندان دروازو ته په خطاب کي وايي : زه چى کله زنداني شوى يم ما وليدل ـ دا د زندان دروازى دوه کرتې بدلې شوي او يوازنۍ وجه يې د اوسپني زړيدل ، ورستيدل او له مينځه تلل وه ، مګر زمونږ معنويات مرالونه ان شاء الله په خپل ځاى پاتي دي او هيڅچرې به له منځه ولاړ نشي، الله الله اکبر !!...
نور ولوله
جيد عالم او د قرآن حافظ مولوی محمد رسول اواب د اجل داعي ته لبيک وويل
انا لله و انا اليه راجعون
په ډير خواشينی سره مو خبر تر لاسه کړه چې جيد عالم ، دروند او متدين شخصيت الحاج حافظ القرآن مولوي صاحب محمد رسول اواب (رحمه الله) د ورپيښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبيک وويل، قاري صاحب چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسيدوونکى وه، د تواضع، نيکو اخلاقو او دروند شخصيت خاوند وه، الله جل جلا له دې د هغه تشه د ده په څير په نيکو او صالحو علماوو ډکه کړي، الله جل جلاله دې حاجي قاري صاحب ته فردوس جنت ورکړي ، کورنۍ او ټولو دوستانو ته يي عظيم اجر او جميل صبر.
...
نور ولوله
ورور حکمتيار د مجمع علماء افغانستان له مشرتابه پلاوي سره وکتل
په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د يو لړ ملي مسايلو ترڅنګ د ديني علماوو پر ستونزو خصوصاً په دې وروستيو کې پر يو شمېر ديني عالمانو د ترسره شويو بریدونو او چاودنو په اړه چې خورا خواشینوونکې پېښې وې خبرې وشوې.
دحزب اسلامي مشر يو ځل بيا له ديني عالمانو د ملاتړ تر څنګ، د علماوو د ستونزو د حل او د دوی د امنيت په خونديتوب ټينګار وکړ او په هېواد کې يې د جګړې او وینې تویدنې له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه.
همدارنګه په دغه ناسته کې د سولې د روان بهير په اړه هم خبرې وشوې او په دغه بهیر کې د عالمانو رول بنسټیز او مهم وبلل شو.
...
نور ولوله
يو مياشت کې دريم ځل د بلخ ولايت بې گناه او بې دفاع وگړي د هوايي بمبار ښکار گرځي
دا په یوه میاشت کې دریم ځل دی چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ بې ګناه او بې دفاع وګړي د هوايي بمباریو ښکار ګرځي. تازه برید تېره شپه د وزیر آبا په کلي کې شوی چې ملکي وګړي پکې شهیدان شوي. نه باید له هېواده د دفاع په مرمیو د ملکي وګړو سینې غلبېل شي. هلته سیمه ییز چارواکي په ښکاره د دغه سیمې په وګړو د ټوپک شپېلۍ وراړوي او په یوه او بل نوم یې شهیدانوي. اصلا دا تر ټولو لوی خیانت دی چې چارواکي له نظام دننه ګډوډۍ ته لمن وهي او په لوی لاس د خلکو احساسات راپاروي، موږ داسې اسناد په لاس کې لرو چې ښيي، هلته د لوړې کچې سیمه ییز چارواکي سرتېرو ته سپارښتنه کوي چې که ملکیان هم وی ببم پری وغورځوی، دا اسناد به زه خلکو ته په ډاګه کوم چې د ملکي وګړو د وژنې امر ورکول کېږي، په دغه برید کې یوازې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دا یوازې اعداد نه د...
نور ولوله
روغتيا نړيوال سازمان: د کرونا واکسين چمتو کول يو کال وخت نيسي
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس غیبریسوس وايي، داسې هیڅ تضمین نه شته چې ساینسپوهان به د کوویډ - ۱۹ مخنیوي لپاره ګټور واکسین چمتو کړي، که واکسین چمتو هم شي ښايي یو کاله پورې وخت واخلي چې د ټولو لاسرسی ورته شونی کېږي، ''یقیناً دا به ډېره ګرانه وي، چې په باور سره ووایو چې موږ به یو واکسين ولرو. موږ د کورونا وېروس لپاره واکسین نه درلودل، نو دا به لومړی هغه وي، هیله ده چې وموندل شي. په نړۍ کې دا مهال نژدې ۱۰۰ ځایه د واکسین چمتو کولو لپاره تجربې کېږي. ''
...
نور ولوله
بولټن: ټرمپ وايي چې زه بایللی جنګ نه خوښوم
د بي بي سي تلويزيون د راپور له مخې د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن له ولسمشر ټرمپ سره سپینه ماڼۍ کې د خپلو خاطرو جنجالي کتاب مختلفو برخو کې د افغانستان په تېره له طالبانو سره د سولې بهیر په هکله د ولسمشر ټرمپ نارامۍ بیا بیا یادوي.
ښاغلي بولټن "د پېښو خونه" په نوم کتاب کې لیکلي؛ ولسمشر ټرمپ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چلي یا چلباز وباله: "اورېدلي مې دي هغه چلي دي، خو د دې کار لپاره چلباز ته اړتیا لرو".
جان بولټن د دې کتاب یو څپرکی "افغانستان کې له ترهګرۍ ضد ماموریت تر کمپ ډېویډ" افغان کشالې ته ځانګړی کړی او یوه برخه کې یې لیکلي، ولسمشر ټرمپ به تل اشرف غني له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ...
نور ولوله
خليلزاد: حکومت او طالبان بايد د بين الافغاني مذاکراتو لپاره اړين گامونه واخلي
د امريکا لخوا د افغانستان د سولې لپاره استازی زلمی خليلزاد وايي چې امريکا د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو او د ډلې پر نورو غړو، چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې، ننی برید په کلکه غندي. دغه برید چې د سولې د دښمنانو له لوري تر سره شو، د پنځو ملکي وګړو ژوند یې واخیست. موږ خپله ډاډګیرنه وړاندې کوو، موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي، دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي، دواړه لوري باید په شا نشي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور اړین ګامونه واخلي، چیرې چې پر یو هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژرترژره مذاکرات کیداې شي. دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او موږ ورسره ولاړ یو.
...
نور ولوله
از بنيانگذاران و راد مردان بزرگ جهاد الحاج علاقه دار زلمی شيرزوی داعی اجل را لبيک گقت
انا لله وانا اليه راجعون
مجاهد نامدار ، قائد جهاد كابل و خار چشم وطنفروشان و نوكران شوروى الحاج علاقه دار زلمى شيرزوى داعى اجل را لبيك گفته به لقاءالله پيوست، اين مرد بزرگ را در جهاد حق عليه باطل در سنگرهاى داغ پكتيا ، لوگر و ميدان وردك در جهاد ضد شوروی سهم بزرگ و فعال داشت، روحش شاد و جنت الفردوس جايگاهش باد، وفات اين بزرگ مرد جهاد را به تمام خانواده مرحوم و همه پيروان راه آزادى تسليت ميگويم.
...
نور ولوله
هئيت رهايي زندانيان حزب اسلامی به زندان بگرام رفتند
ديروز هئيت رهايی زندانيان حزب اسلامی به زندان پلچرخی رفتند و مجاهدین حزب اسلامی مسئولين را به مدرسه در بلاک چهار و به نان چاشت دعوت نمودند، با هم صحبت کردند، همه مجاهدین حزب اسلامی در زندان پلچرخی در هر بلاک یک مدرسه دارد، یک دعا مظلومانه و همه جانبه از زندانیان مجاهدین حزب اسلامی در حق همه، زندانیان از رفتن هئیت حزب اسلامی به زندان و صرف طعام بایشان سبب خوشی شان شد، الحمدلله در زندان پلچرخی در هر بلاک یک مدرسه فعال از طرف مجاهدین حزب اسلامی میباشد، در بلاک 5 در مدرسه کی توسط مجاهدین حزب اسلامی برای زندانیان فعال است صحبت داشتیم.
برای ديدن ويديو بالای لينک پايان کليک کنيد:
https://www.youtube.com/watch?v=A-_a3BWOpE4...
نور ولوله
له افغانستان سره مرسته شوې 32 وينټلاټورونه پاکستان ته قاچاق شوي
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې په داسې حال چې هېواد کې د کرونا ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله مري، خو له افغانستان سره د کرونا ویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو ۳۲ پاکستان ته قاچاق شوي او روغتیا وزارت يې پلټنه کوي.
...
نور ولوله
ترامپ: قاسم سليمانی به فرمان من کشته شد
دونالد ترامپ رئیس جمهوری امریکا امروز جون در سخنرانی انتخاباتی خود در گردهمایی بزرگ اوکلاهما گفت: قهرمانان ارتش امریکا، به فرمان من بزرگترین تروریست جهان یعنی قاسم سلیمانی را کشتند، جو بایدن با کشته شدن تروریست شماره یک جهان مخالف بود، همان طور که با کشتن بنلادن هم مخالف بود، بایدن همیشه سمت و سوی اشتباه ایستاده است، رژیم ایران هم میخواهد جو بایدن برنده شود. بگذارید من صریح به شما بگویم. من میتوانم بهترین توافق و سریعترین را با ایران انجام بدهم. آنها ایران میخواهند من ببازم ... کری و بقیه به آنها گفتند صبر کنید، اگر ترامپ ببازد، شما صاحب و مالک امریکا میشوید! من گفتم ما میتوانیم صبر کنیم. رژیم ایران میتواند صبر کند اما بعد باید هزینه بسیار بزرگتری را برای توافق ...
نور ولوله
د افغانستان او ايران د لوړ پوړو دولتي پلاوو ليدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړي دولتي پلاوي نن سهار د ايران اسلامي جمهوريت پلازمېنې تهران ته ورسید او له ښاغلي ډاکټر محمد جواد ظریف، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر او ورسره دولتي پلاوي سره مجلس درلود، په دې مجلس کې، د دواړو هېوادونو بین الوزارتي پلاوو د افغانستان د وګړو په وړاندې د وروستیو ناوړه پېښو د څېړنو پر تعقيب، د ورته پيښو له تکرار څخه د مخنیوي پر حل لارو، د هر اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا، د پراخو همکاریو سند د کاري کمېټې د پروګرام په هکله مفصلې خبرې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل.
...
نور ولوله
اشرف غني له طالبانو سره مذاکرات غواړي
د کابل حکومت مشر اشرف غني غواړي مذاکرات پيل شي، غواړي طالبان پاتې 800 بندیان ازادول غواړي، حکومت وائي دا مواد مخدر قاچاقبران مافیا دی. قتل، اختطاف خطرناکه کیسونه لري، امریکا وایی باید أزاد شي، یوه هفته لانجه وه، اوس یو توافق نږدې دی، حکومت طالبانو ته ویلي دي راتلونکی لیست ورکړی د هغې لیست به 800 کسان ازاد کړي،5000 به پوره شي، پرون ارگ کې اوازه وه، امریکا د طالبانو او اشرف غني تر مینخ وساطت کوي، اول دوه کاله رئیس جمهور اشرف غني وي بیا دوه کاله طالبان مشر رئیس جمهور، دا چې امریکا دواړو تر مینخ څه نخرې کوي، الله ښه پوهیږي.
...
نور ولوله
امريکا په افغانستان کې د خپلو عسکر شمېر 8600 ته را کښته کړ
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان کنت مک کنزي ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځه د شوي توافق له مخې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټه کړې ده، امریکا د طالبانو سره د لاسلیک کړي سولې تړون له مخې د امریکا نه خپل سرتیري ویستي دي، د امریکا او طالبانو ترمنځه په دوحه کې د لاسلیک شوي سولې توافقنامې له مخې امریکا د توافقنامې د لاسلیکولو نه په اعتبار سره د ۱۳۵ ورځو په دننه کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټولو او ۱۴ میاشتو په دننه کې د افغانستان نه د خپلو ټولو سرتیرو د ویستو ژمنه کړې وه، امریکا د افغانستان نه د خپلو سرتیرو ویستو ته ژمن ی خو دا خبره د طالبانو چلند پورې تړاو لري.
...
نور ولوله
