د افغانستان او ايران د لوړ پوړو دولتي پلاوو ليدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ لوړ پوړي دولتي پلاوي نن سهار د ايران اسلامي جمهوريت پلازمېنې تهران ته ورسید او له ښاغلي ډاکټر محمد جواد ظریف، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر او ورسره دولتي پلاوي سره مجلس درلود، په دې مجلس کې، د دواړو هېوادونو بین الوزارتي پلاوو د افغانستان د وګړو په وړاندې د وروستیو ناوړه پېښو د څېړنو پر تعقيب، د ورته پيښو له تکرار څخه د مخنیوي پر حل لارو، د هر اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا، د پراخو همکاریو سند د کاري کمېټې د پروګرام په هکله مفصلې خبرې وکړې او نظرونه یې سره شریک کړل.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
