No-IMG

ورور حکمتيار د مجمع علماء افغانستان له مشرتابه پلاوي سره وکتل

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د يو لړ ملي مسايلو ترڅنګ د ديني علماوو پر ستونزو خصوصاً په دې وروستيو کې پر يو شمېر ديني عالمانو د ترسره شويو بریدونو او چاودنو په اړه چې خورا خواشینوونکې پېښې وې خبرې وشوې.

د‌حزب اسلامي مشر يو ځل بيا له ديني عالمانو د ملاتړ تر څنګ، د علماوو د ستونزو د حل او د دوی د امنيت په خونديتوب ټينګار وکړ‌ او په هېواد کې يې د جګړې او وینې تویدنې له دوام څخه اندېښنه څرګنده کړه.

همدارنګه په دغه ناسته کې د سولې د روان بهير په اړه هم خبرې وشوې او په دغه بهیر کې د عالمانو رول بنسټیز او مهم وبلل شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک