خليلزاد: حکومت او طالبان بايد د بين الافغاني مذاکراتو لپاره اړين گامونه واخلي
د امريکا لخوا د افغانستان د سولې لپاره استازی زلمی خليلزاد وايي چې امريکا د افغانستان د لویې څارنوالۍ پر څارنوالانو او د ډلې پر نورو غړو، چې د بندیانو د خلاصون چارې یې تسهیلولې، ننی برید په کلکه غندي. دغه برید چې د سولې د دښمنانو له لوري تر سره شو، د پنځو ملکي وګړو ژوند یې واخیست. موږ خپله ډاډګیرنه وړاندې کوو، موږ د بشپړې پلټنې غوښتنه کوو چې عاملین وموندل شي او عدالت ته وړاندې شي، دا برید هغه څه څرګندوي چې موږ ټول پرې پوهېږو: ورانکاري (کورني او بهرني) هڅه کوي چې بهیر زیانمن او وې ځنډوي، دواړه لوري باید په شا نشي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور اړین ګامونه واخلي، چیرې چې پر یو هر اړخيز اوربند او سیاسي جوړجاري ژرترژره مذاکرات کیداې شي. دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي او موږ ورسره ولاړ یو.
