No-IMG

امريکا په افغانستان کې د خپلو عسکر شمېر 8600 ته را کښته کړ

د اسوشیتید پرس خبري  اژانس د راپور له مخې د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان کنت مک کنزي ویلي دي‌ چې د امریکا او طالبانو ترمنځه د شوي‌ توافق له مخې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټه کړې ده، امریکا د طالبانو سره د لاسلیک کړي سولې تړون له مخې د امریکا نه خپل سرتیري ویستي دي، د امریکا او طالبانو ترمنځه  په دوحه کې د لاسلیک شوي‌ سولې توافقنامې له مخې امریکا د توافقنامې د لاسلیکولو نه په اعتبار سره د ۱۳۵ ورځو په دننه کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټولو او ۱۴ میاشتو په دننه کې د افغانستان نه د خپلو ټولو سرتیرو د ویستو ژمنه کړې وه، امریکا د افغانستان نه د خپلو سرتیرو ویستو ته ژمن ی خو دا خبره د طالبانو چلند پورې تړاو لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک