د سيد سميع الله راشد لیکنی

اسلامي ټولنې او اخلاقي ځوړتیا

یقینا چې په نړیواله کچه اسلامي ټولنې له اخلاقي اړخه خورا بې وزله دي، راکړه ورکړه، راشه درشه، دوستي او دښمني په  فاسدو اخلاقي معیارونو سره پالل کیږي، که څه هم دا حالت یادې ټولنې مزېدې رنځوي او وګړي ئې له دې حالت تر پوزې راغلي؛ خو دا حالت په اسلامي ټولنو کې د حاکمو فاسدو دولتونو له مهاره وتلي او یا هم ور باندې په زور تپل شوئ. محکوم ولسونه تر مزید رنځیږي؛ خو بې هوښه وجود دئ، د اصلاح لپاره ئې هیڅ غوره لار نشي موندلئ، پر وړاندې ئې د مبارزې لپاره هیڅ پرېکنده تصمیم نشي نیولای. دا په دې معنی نه ده، چې د امت په دې پراخه لمنه کې هیڅ داسې یو ویښ احساس موجود نه دئ، چې یاد حالت ته د پای ټکئ کېږدي او خپلې ټولنې د اسلام د سپېده دم له لومړني اوبخور خړوبه کړي. بلکې د دې حالت د بدلون لپاره په پراخه ک...
نور ولوله

له جمهوریت دفاع؛ که د روژې لپاره د مرستې په بهانه خلک را ټول شوي ؤ؟

د مېړونو ماښام دئ! مستند امروز له جمهوریت دفاع؛ که د روژې لپاره د مرستې په بهانه خلک را ټول شوي ؤ؟ په کابل کې د نننۍ تجمع په اړه مو زیات څه واورېدل، خوشحال خان مېنې ته د څه کار لپاره راغلم، په ګاونډ کې مو زیاته ګڼه ګوڼه وه، خلک زیات را ټول شوي وي، البته داسې خلک چې فقر او بیکارۍ ئې په څېره کې تصویر جوړ کړئ ؤ.  له دوی مې وپوښتل څه کوئ او څه غواړئ؟ بد الفاظ ئې و کارول او په خورا نا امیدۍ سره ئې وویل: موږ سهار له خپل کور د غریبۍ په پلمه سره را وتي ؤ، دا کس ( وکیل ګذر) راغئ او راته ئې وویل چې دولت د غربیو خلکو لپاره د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت کومکونه وېشي، موږ هم ورسره روان شوو، کله چې ګورو سټیډیوم ته ئې ورسولو ومو لېدل چې زیاته شمېر خلک په همدې بهانه ر...
نور ولوله

اسلامي نهضت ۵۲ کلن شو!

بسم  الله الرحمن الرحيم مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (سورة احزاب ۲۳)  د افغانســــتان اسلامي نهضت د ۵۲ کلیزې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان ټول مجاهد او سرلوړي ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایو، شهیدپال رب دې زموږ د اسلامي نهضت د ارمانجنو شهیدانو او لارویانو سپېڅلي آرمانونه ترسره کړي. له دغه فرصت څخه په استفادې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته د نهضت د تأسیس د څرنګوالي په اړه څو عرائض لرو: د افغانستان اسلامي نهضت د ۱۳۴۸ هجري لمریز کال، حمل د میاشتې په ۱۴ نېټه په کابل پوهنتون کې د حقپال رب د نصرت او د یو شمېر مؤمنو او مبا...
نور ولوله

ولې زېرې ستېج؟! ډار که معقول تدبیر!

حکمتیار د کابل په جغرافیه کې فعال او تأثیر ګذار حضور لري، په هغه سیمه کې چې شل کاله ئې ورباندې خارجي دښمنان او داخلي حریفې ډلګۍ د واک په ګدۍ ناست دي، نه تنها د نن ورځې دښمن بلکې پرونی خړ مخی دښمن ئې هم پکې د ځنکدن په حالت کې لاسونه او پښې ښوروي. حکمتیار نه یواځې دا چې په کابل کې حضور لري؛ بلکې د خپل اصلي هدف په لور په بشپړه ژمنتیا مزل کوي. همدا شان نه یواځې دا چې د هیڅ یو خارجي دښمن سره د روغې جوړې تفاهم هم نه لري؛ بلکې د اصولو په سر له هیڅ یو داخلي حریف سره سازش ته چمتو نه دئ. د ولس په څنګ کې ولاړ او هر دم ئې د حاکم نظام له شومو اهدافو، اخلاقي او اداري فسادونو او... پرده پورته کړې. هر دم ئې نظام ته په حقیقت ولاړې د تپل شوې او فاسدې ادارې خطاب کړئ، د کابل فاسدې اداره اصلي څېره ئې ولس ته لا پسې بربنډه کړه، هر دم ئې فاسد ن...
نور ولوله

د خوست صبريو کې تاريخي وحشت

بأي ذنبٍ قُتِلت؟  دا ستره تاریخي فاجعه او نه بښونکئ بشري جنایت د کاذبو بشرپالو مدعیانو او مزدورې رسنۍ له لوري داسې ورک شو، چې ته به وائي خیر او خیریت دئ، که دا کار د کوم اسلامپال تنظیم له لوري ترسره شوئ وای. اوس به نه یواځې دا چې د مزدورې رسنۍ د خبرونو سر ټکي ؤ بلکې نړیوالو به هم د ستر بشري جنایت په سترګه ورته کتل، چیرته دي هغه پښتونپال صاحبان چې هره ورځ ئې د نظام په دفاع کې خوله شکولې وي.  او ټول اسلامپال شخصیتونه ښکنځي؟، چیرته دي هغه بشرپالان چې ټوله ورځ له شرابي خولو د بشر دوستۍ شعارونه ورکوي؟ ...
نور ولوله

دیارلسمه هجري پېړۍ بشپړیږي!

په داسې حال کې چې د ټول مسلمه امت په تېره بیا د افغان مظلوم ولس لپاره له اوږد مهاله کړاو ډکه پېړۍ وه. د دې پېړۍ په لومړۍ لسیزه ۱۳۰۳ ه.ش کال کې د مسلمانانو ورستنی خلاف ونړېد. عثماني خلاف سره له هغه مشکلاتو چې په داخل کې درلودل؛ بیا هم د راشده خلاف ورستنی ممثل خلافت بلل کېده، د اسلام او مسلمه امت لپاره ئې د دښمن پر وړاندې د سپر حیثیت درلود.  د نړۍ په زیاتو سیمو ئې واک چلاوه، سوېل ختیځه اروپا، لودیځه آسیا او شمالي افریقا ئې تر واک لاندې سیمې وې، د بالکان له جګړې ورسته ئې اروپا ته مخه کړه او ختیځ روم ئې تر خپل واک لاندې راوست همدا شان ئې قسططنیه فتح او د ستر خلافت د مرکز په توګه ئې غوره کړه. بد بختانه چې د مسلمانانو همدا ستر ځواک د دې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې را نسکور او یو مزدور او سیکولر دولت ته ئې خپل ځای پرېښود...
نور ولوله

بلې! ستا د اسلام لېسنس باید تجدید او تمدید شي!

ستا ناکام، فاسد، محدود، انحصاري او مستبد جمهوریت څومره قیمت لري؟! چې د یو عظیم ولس اتفاقي غوښتنې، هیلې او آرزوګانې ترې قرباني شي! ته ریښتیا فکر کوې او ځان ته په دې مغرور ئې چې د یو ملک قیادي شخص ئې؟! ستا په څېر منحط او پرېوتي اشخاص نور نه موندل کېدل چې د دې فاسدې ادارې د دروازې داړونکئ ساتندوی جوړ شي. ته خپل ځان وزن کړه چې ستا ظرفیت څومره دئ! د لومړي معاون په حیث چلېنج ئې چې د محب یا فضلي له امر یوه لحظه غلفت وکړې، ستا حیثیت په دې جمهوریت کې څه دئ خبر ئې؟!  ته خپل موقف تعریفولای شې؟! د اشرف، محب او فضلي د شتمنیو ساتونکي ئې، ته خیانت پېژنې؟! د مدرسې د طالب بلا د په تا وګرځي، چې ته هغه ته غلام وائي؟! باید طالب ستا لېستس تمدید کړي، باید چې درته د وطن دوستۍ او اسلام دوستۍ درس درکړي، باید...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک