ولې زېرې ستېج؟! ډار که معقول تدبیر!
حکمتیار د کابل په جغرافیه کې فعال او تأثیر ګذار حضور لري، په هغه سیمه کې چې شل کاله ئې ورباندې خارجي دښمنان او داخلي حریفې ډلګۍ د واک په ګدۍ ناست دي، نه تنها د نن ورځې دښمن بلکې پرونی خړ مخی دښمن ئې هم پکې د ځنکدن په حالت کې لاسونه او پښې ښوروي. حکمتیار نه یواځې دا چې په کابل کې حضور لري؛ بلکې د خپل اصلي هدف په لور په بشپړه ژمنتیا مزل کوي. همدا شان نه یواځې دا چې د هیڅ یو خارجي دښمن سره د روغې جوړې تفاهم هم نه لري؛ بلکې د اصولو په سر له هیڅ یو داخلي حریف سره سازش ته چمتو نه دئ. د ولس په څنګ کې ولاړ او هر دم ئې د حاکم نظام له شومو اهدافو، اخلاقي او اداري فسادونو او... پرده پورته کړې. هر دم ئې نظام ته په حقیقت ولاړې د تپل شوې او فاسدې ادارې خطاب کړئ، د کابل فاسدې اداره اصلي څېره ئې ولس ته لا پسې بربنډه کړه، هر دم ئې فاسد نظام مزدور او تحمیلې اداره بللې. په داسې حال کې حضور او زېرې ستېج کارول ډار دئ که بهادري؟!
حکمتیار په کابل کې د مېشتو ډلو ټپلو څخه له کومې یوې سره د پرتلې وړ دئ؟!
کوم جهادي رهبر دا موقف لري؟ په کابل کې مېشتو رهبرانو او د مزدورې ادارې بې کفایته واکمنو ته چلینج دئ! ځینې د ای اس ای مفتیان شول له کورونو ئې زېرې دیوالونه تاو کړل، ځینې د اشغال پلي عسکر شول چې د زېرې د ننه قرباني شول! او ځینې له زرګونه ګارد، اردو او پولیسو سره د کابل په وړه جغرافیه کې د یو کیلو متر په اندازه هم ځمکنی سفر نشي کولای، خو حکمتیار د افغانستان ټولو ولایتونو ته د خپل محدود شمېر ساتونکو سره ځمکني سفرونه درلودل!
څوک دا جرأت لري او یا ئې درلود چې کمونیستي بقایاوو سره خپله دښمني وپالي او د مرګ پر بستر هم د بهوشۍ چپېړه ورکړې، خو حکمتیار د خپلو دومره حریفانو په مینځ کې د ویاړ هم خپل کړ.
دښمن ته وایو: موږ ته د زېرې ستېج پیغور مه را کوه، که پو شئ دا درته له عبرت ډک درس دئ، دا ستا د بې کفایته ادارې په مخ با کفایته او درنه څپېړه وه. دا زموږ ډار نه بلکې تدبیر او تکتیک دئ.
