مجيب الرحمن عمر
د مجيب الرحمن عمر لیکنی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښایسته شکل او ښایسته اخلاقو خاوند و
د هغه مبارك صورت او سيرت
هغه د ښایسته شکل او ښایسته اخلاقو خاوند و.
رنګ یې سپین سور والي ته مایل و ، مخ یې لكه سپوږمۍ ګرد او تک سپین و، پړقېدونکی و، ډېرښایسته و،
سترګې یې تورې او وروزې یې ګڼې او او ګدې وې ،
په اواز کې یې خوږوالی و،
غاړه یې دنګه او اوچته وه ،
د سر ویخته یې تک تور وو ،
کله به چې چپ او خاموش و نو باوقاره به معلومیده ، او که خبرې به یې کولی نو ښایسته به معلومیده ،
په خلکو کې به له لرې نه تر ټولو ښایسته ښکارېده ، او چې نزدې به و نو تر ټولو به حسین معلومیده ،
خوږو خبرو والا و، خبرې يې واضحه وې نه ډېرې وې نه کمې ، درمیانه وې ، ګویا کې خبرې یې پیلل شوې ملغلری دي چې راغورزیږي ،...
نور ولوله
د خوست د صبريو غميزه
بأي ذنب قتلت
له څو ورځو راهېسې د خوست په صبريو کې چې د عام ولس په خلاف کوم وحشت او دهشت روان دى، او د ګڼو تنکيو ګلاليو ماشومانو ترڅنګ د يو شمېر تور سرو خويندو، مېندو او بې ګناه ولسي وګړو د شهادت سبب ګرځېدلى دى په کلکه ټکو غندو او تقبېحوو يې،
دغه ظلمونه، وحشتونه، ناتارونه او بې محکمې قتلونه دي چې هېواد يې د يولړ ستونزو سره مخ کړى دى، او د صلحې قضيه يې ناشوني، او لاينحل ګرځولې، او يا يې په وړاندې خنډونه ايجاد کړي دي.
د مزدورو_رسنيو، تش په نامه د هيواد_سياسيونو، شننونکو او ليکوالانو خاموشي او چوپتيا غم د پاسه غم دى..
رب دې په کې ژوندى احساس پيداکړي..
او دا ولس دې الله له ټولو ج...
نور ولوله
له حده وتلى احتياط او تر شاه يې راز
خاوند کورته راغلى چې ګوري ښځه يې ژاړي.. خاوند يې ترې پوښتنه وکړه.. ولې ژاړې؟
ښځې يې په ژړه غوني غږ کې وويل : زه کله کور کې بې حجابه او بى ستره يم او د کور په ونه کې چې کومې چڼچڼې او مارغان کيني هغه ماته ګوري.. هسې نه چې دا ګناه وي.. او په دې مې الله راونيسي..
خاوند يې د دواړو سترګو په منځ کې چپ او مچه کړه.. او سخت زيات خوشحاله شو..
او د الله شکر يې ادا کړ چې ښځه مې ډېره د عفت او د تقوا خاونده ده..
تبرګى يې راوغوښت او هغه ونه يې له بيخه چپه کړله..
له يوې هفتې وروسته چې کله خاوند کورته راتلو نو لږ و ختي راغلى.. چې ګوري ښځه يې د يار سره ناسته ده.....
نور ولوله
اسلام او ټولنېز آداب
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( الله ته په ټولو خلکو کې محبوب او ګران انسان هغه دی چې خلکو ته ګټه رسوي او هغوی سره ښیګړه کوي،
او په ټولو اعمالو کې ورته محبوب عمل یو مسلمان ته خوشحالي ور بښل دي،
له هغه نه یا یو تکلیف لرې کړې، یا ترې قرض خلاص کړې، یا ترې ولږه لرې کړې ، بيا فرمايي :
چې زه د یو ورور په حاجت کې هغه سره لاړ شم، ماته له دې ډېر ګران او محبوب دي چې په مسجد نبوي کې یوه میاشت اعتکاف وکړم،
او څوک چې د یو ورور سره لاړ، تر دې چې هغه حاجت یې ورله پوره کړ، نو الله تعالی به یي په هغه ورځ قدمونه مضبوط کړي چې کله قدمونه خویږي. ( دقیامت په ورځ)
يا_الله!
دغه اجتماعي او ټولنېز اخلاق او آداب زمونږ د ټولنې په هر فرد کې پيدا کړې
...
نور ولوله
د نېکې ښځې عالي صفات؟
کورونو کې يې د مېرمنو په مخکې ولولئ
1 - نېکه_ښځه : هغه ښځه ده چې د ځان لپاره د دنیا او اخرت کامیابي د اسلامي شریعت په تابعدارۍ کې ګني..
2 – د ژبی له ټولو آفاتو نه ځان ساتي، لکه : لعن طعن ، ښیراوی ، کنځلې، غیبت ، او چغلي .
3 – پاک لمنه اوسیدل :
نیکه ښځه باید د خپل عزت او د خاوند د عزت د ساتلو کوشش وکړي د تهمت له ځایونو نه ځان وساتي ..
نا محرم سړي سره نه په مبایل خبرې وکړي او نه غېر له مبايل نه ..
نامحرم سړي ته د زینت او ښکلا ځایونه ښکاره نه کړي ....
نور ولوله
