رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښایسته شکل او ښایسته اخلاقو خاوند و
د هغه مبارك صورت او سيرت
هغه د ښایسته شکل او ښایسته اخلاقو خاوند و.
رنګ یې سپین سور والي ته مایل و ، مخ یې لكه سپوږمۍ ګرد او تک سپین و، پړقېدونکی و، ډېرښایسته و،
سترګې یې تورې او وروزې یې ګڼې او او ګدې وې ،
په اواز کې یې خوږوالی و،
غاړه یې دنګه او اوچته وه ،
د سر ویخته یې تک تور وو ،
کله به چې چپ او خاموش و نو باوقاره به معلومیده ، او که خبرې به یې کولی نو ښایسته به معلومیده ،
په خلکو کې به له لرې نه تر ټولو ښایسته ښکارېده ، او چې نزدې به و نو تر ټولو به حسین معلومیده ،
خوږو خبرو والا و، خبرې يې واضحه وې نه ډېرې وې نه کمې ، درمیانه وې ، ګویا کې خبرې یې پیلل شوې ملغلری دي چې راغورزیږي ،
درمیانه قد والا و، نه ډېر اوګد و چې سترګې یې بد وګڼي او نه ډېر لنډ و چې نظر ترې واوړي ،
ګڼې ږیري والا و،
غټو اوګو والا و،
پراخه ورغوو او قدمونو والا و ،
زوړندو ویختو والا و چې نه شخ او کلک وو او نه ډېر نرم و .
د سیرت له کتابونو نه ژباړل شوی
صلی الله علیه وسلم
