اسلام او ټولنېز آداب
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( الله ته په ټولو خلکو کې محبوب او ګران انسان هغه دی چې خلکو ته ګټه رسوي او هغوی سره ښیګړه کوي،
او په ټولو اعمالو کې ورته محبوب عمل یو مسلمان ته خوشحالي ور بښل دي،
له هغه نه یا یو تکلیف لرې کړې، یا ترې قرض خلاص کړې، یا ترې ولږه لرې کړې ، بيا فرمايي :
چې زه د یو ورور په حاجت کې هغه سره لاړ شم، ماته له دې ډېر ګران او محبوب دي چې په مسجد نبوي کې یوه میاشت اعتکاف وکړم،
او څوک چې د یو ورور سره لاړ، تر دې چې هغه حاجت یې ورله پوره کړ، نو الله تعالی به یي په هغه ورځ قدمونه مضبوط کړي چې کله قدمونه خویږي. ( دقیامت په ورځ)
يا_الله!
دغه اجتماعي او ټولنېز اخلاق او آداب زمونږ د ټولنې په هر فرد کې پيدا کړې
او د ټولنې هر فرد مو د بل خېر خواه جوړ کړې.
او د قيامت په سخته ورځ مو قدمونه له خويدو وساته.
