د خوست د صبريو غميزه
بأي ذنب قتلت
له څو ورځو راهېسې د خوست په صبريو کې چې د عام ولس په خلاف کوم وحشت او دهشت روان دى، او د ګڼو تنکيو ګلاليو ماشومانو ترڅنګ د يو شمېر تور سرو خويندو، مېندو او بې ګناه ولسي وګړو د شهادت سبب ګرځېدلى دى په کلکه ټکو غندو او تقبېحوو يې،
دغه ظلمونه، وحشتونه، ناتارونه او بې محکمې قتلونه دي چې هېواد يې د يولړ ستونزو سره مخ کړى دى، او د صلحې قضيه يې ناشوني، او لاينحل ګرځولې، او يا يې په وړاندې خنډونه ايجاد کړي دي.
د مزدورو_رسنيو، تش په نامه د هيواد_سياسيونو، شننونکو او ليکوالانو خاموشي او چوپتيا غم د پاسه غم دى..
رب دې په کې ژوندى احساس پيداکړي..
او دا ولس دې الله له ټولو جنايتکارانو څخه خلاص کړي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
