ذاکر جلالي

No-IMG

ذاکر جلالي

د ذاکر جلالي لیکنی

امارت او پرګماتیک بهرنی سیاست

تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مېرمن لولو الخاطر ویلي و چې «ط. په خپله تګلاره کې پاموړ پرګماتیزم ښودلی. راځئ له دغه فرصته ګټه پورته کړو او د افغانستان د غیرمتنازع واکمنو په توګه ښايي هغوی د کړنو له مخې وارزول شي».  د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي لومړني خبري کانفرانس کې د پرګماتیزم ماده له ورایه څرګندېده. د نړۍ هر دولت خپل خپل باورونه، کلتورونه او ایډیولوژۍ لري؛ خو کله چې خبره بهرني سیاست رسېږي، دولتونه تر ډېره هڅه کوي د پرګماتیزم یا عملګرایۍ او ډینامیزم په خپلولو سره د بهرني سیاست په پېچلې او له لوړو ژورو ډکه دنیا کې د خپل هېواد ګټې خوندي او ننګونې کمې کړي. دا لوبه ایډیولوژیکې جریانونو لپاره ډېره ننګ...
نور ولوله

قطر او د افغانستان نوی بهرنی سیاست

د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني لومړنی تر ټولو لوړپوړی بهرنی چارواکی دی چې د نوي اسلامي حکومت له اعلان وروسته افغانستان ته سفر کوي. محمد بن عبدالرحمن پرون د سپټمبر پر ۱۲مه، د ا.ا.ا. له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ لوړپوړو چارواکو سره په ارګ کې وکتل. سره له دې چې وضعیت لا هم بشپړ عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی او د تشریفاتو قطعه لا نه ده فعاله شوې، خو بیا هم امارت په هوايي ډګر کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی هرکلی وکړ. مهمه پوښتنه دا ده چې قطر به د افغانستان په بهرني سیاست کې کوم ځای ولري؟ قطر په خلیج کې کوچنی، خو غني او د ډېرې فعالې ډیپلوماسۍ لرونکی هېواد دی. د ا.ا.ا. په اوله واکمنۍ کې په خلیج کې سعودي او اماراتو د افغانستا...
نور ولوله

د نوې کابینې په باب

دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو یوه اوونۍ وروسته د ا.ا.ا. کابینه اعلانېږي، يو ښه ګام دی. د ا. ځواکونه په ۱۵م د اګسټ کابل ته داخل شول؛ خو لا هم بهرنيو یرغلګرو هوايي ډګر پخپل ولکه کې ساتلی و. د کابینې په اعلان کې د ځنډ یو لامل دغه ستونزه وه. له یوې خوا په هېواد کې یو پوځي-سیاسي تحول او له بلې خوا د بهرنیو ځواکونو له خوا د میدان شاوخوا د ګډوډۍ رامنځ ته کولو، د کابینې د اعلان اړتیا لا زیاته کړې وه. له دې وروسته یو مسوول ارګان رامنځ ته شو، ګڼو وزارتونو ته سرپرستان وګومارل شول، د نظام چارې به اوس عادي حالت ته راوګرځي. په کابینې کې د تخصص په باب ډېرو سره پوښتنې/اندېښنې دي. باید هېره نه کړو چې افغانستان کې یو انقلابي/پوځي بدلون راغلی. موږ د کوم عادي انتخاباتي بدلون شاهدان نه یو. په انقلابي تحولات...
نور ولوله

د پنجشیر تر نیولو

د طالبانو دویم ځل واکمني پر افغانستان د نیمروز له نیولو پیل شوه. لښکرګاه کې د اشرف‌غني د نژدې مهرې، سمیع سادات او د طالب ځواکونو ترمنځ سختې جګړې وشوې. تېر رژیم په ډېرې بې‌مسوولیتۍ او بې‌حمۍ ښار کې جګړه وکړه او لښکرګاه یې د اور خوراک کړ. له هغې وروسته خبره ډېره چټکه پرمخ ولاړه او ټول وطن د امارت تر ولکې لاندې راغی. یوازنی ولایت پنجشیر و. خبرې وشوې، پلاوي تبادله شول او کافي فرصت ورکړل شو... خو سوله‌ییزې هڅې ناکامې شوې. د سوله‌ییزو هڅو د ناکامۍ اساسي لامل د احمد مسعود بې‌ځایه غوښتنې وې. مثلاً پنجشیر به د دوی په ولکه کې پاتېږي، وسله به ورسره وي، مسوولین به یې دوی ټاکي، بهرني ملاتړي به یې ازادانه ځي راځي... د دنیا په کوم هېواد کې داسې کېږي؟ بیا نو د مرکزي حکومت ا...
نور ولوله

د جو بایډن تاریخي اعلان!

بالاخره ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وېستلو تاریخي پرېکړه اعلان کړه. بایډن وویل چې د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وېستلو لړۍ به له مۍ شروع کېږي او له راتلونکي سپټمبر وړاندې به بشپړېږي. بایډن په حقیقت کې د سپټمبر یوولسمې پېښو په شلمه کالیزه کې نه غواړي ځواکونه یې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې ښکېل پاتې شي. جو بایډن وویل، شل کاله مخکې افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې پېښو په غبرګون کې د القاعده ډلې د ځپلو لپاره ولاړل؛ د القاعدې مشر په ۲۰۱۱ کې په نښه شو، له هغې وروسته په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا دلایل ډېر غیر واضح دي.  له دې اعلان سره بایډن افغان سولې ته هم یو بل فرصت ورکوي. په دې معنا چې افغان حکومت ته واضح او صریح...
نور ولوله

د ترکیې ناسته؛ د نوي سیاسي فصل لومړنی ګام

د دوحې موافقتنامه پر څلورو ټکو راڅرخي: د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو لخوا تضمین چې افغان خاوره به د چا پر خلاف نه کارېږي او دوه نور بین‌الافغاني خبرې او هراړخیز اوربند. پر دوو لومړنیو د دوحې موافقتنامه کې هوکړه وشوه او دوه وروستي افغانانو ته پرېښودل شول. د بین‌الافغاني خبرو محوري بحث د افغانستان د راتلونکي نظام بڼه او د ښکېلو لوریو تر منځ یو ډول واک وېش دی. پر دې جمعي هوکړه شته چې د نظام بڼه به «اسلامي» وي، یانې اسلامي شریعت به پکې مرکزي او وروستۍ خبره کوي؛ خو په ورته وخت کې یو ډول واک وېش هم د بحث وړ دی چې که ونه شي، د سولې د ماتېدو یا د جګړې د دوام وېره له ځان سره لري. کله چې د نوي نظام بحث مطرح کېږي، په طبیعي ډول د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت نفې او د بدی...
نور ولوله

مسکو يو بل فرصت

مسکو به سبا (پنجشنبه) د افغان سولې په تړاو د یوې بلې ناستې کوربه وي. په دې ناسته کې د طالبانو، افغان حکومت او افغان سیاستوالو د لوړي کچې غړي ګډون کوي. پر دوی سربېره، په دې ناسته کې زلمی خلیلزاد د امریکا په استازیتوب او چین، پاکستان او قطر هم بلل شوي دي. افغانستان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو د سیالیو ډګر دی. افغانان یوازې قربانیان دي. له نېکه مرغه، اوس د افغان سولې په تړاو یوه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې. دا اجماع هېچا نه ده رامنځ ته کړې، بلکې حالاتو راټوکولې. دا چې د امریکا لوړ پوړی استازی د مسکو په ناسته کې ګډون کوي، ښيي چې امریکا او روسيې افغان سوله د خپلو اختلافات له ټکو یوې خواته کړی او دواړه ستر دولتونه په افغانستان کې د سوله&z...
نور ولوله

استاد عاطف؛ ارزښتپال دعوتګر او مبارز

لا مې هغه غموونکی تیاره ماښام نه دی هېر چې د وحید مژده د ټپي کېدو او بیا د شهادت واورېدل. لا مې د استاد قانت د دردوونکي وفات غم نه دی سپک شوی. لا مې د ډاکټر عبدالباقي امین، ډاکټر ایاز نیازي او مولوي مفلح د شهادتونو درد نه دی هېر چې نن سهار مې د استاد محمد عاطف د شهادت په غموونکي او ځپونکي خبر پیل شو. د هر چا عکس چې فېسبوک کې چا خپور کړی وي، زړه مې ټکان وخوري، چې څه ټکه نه وي پرېوتې. دغه چم نن هم راسره وشو. د استاد له عکس سره مې ژر لاندې ټکي ولیدل او د انا الله و انا الیه راجعون له ایة سره مې حوس والوتل! یو بل غم. یو بل ماتم. د یوه خواږه انسان شهادت! استاد عاطف شهید شو! د یوه انسان زېږون، روزنه او پالنه او بیا داسې چې ټولنه ...
نور ولوله

د جو بایډن وینا افغانانو ته څه لري؟!

امریکا په نړۍ کې ستر دولت دی. د سړې جګړې له پای وروسته یوازنی زبرځواک ګڼل کېږي. د امریکا له نویو ټاکل شویو ولسمشرانو د امریکايي ولس تر څنګ د نړۍ د ځینو نورو ولسونو هم هیلې وي. ځکه د امریکا سیاستونه د امریکا له پولو بهر پر نړۍ هم کافي اغېز لري. افغانستان کې چې له اکټوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکايي ځواکونه حضور لري. د دې وطن له جګړې تر سولې، تر سیاست او اقتصاد زموږ ډېر څه له امریکا په یو ډول نه یو ډول متاثر دي. په تېره د سولې او جګړې بحث. ټولو سره دا پوښتنه وي چې بایډن به څه وکړي. تګلاره به یې څه وي. د سولې په هیله د شوي مزل ملاتړ به وکړي او که به هر څه راوګرځوي. ارګ پر افغانستان د واکمنۍ دعوه لري؛ خو سترګې او هیلې يې تر نورو زیات سپینې ماڼۍ پورې تړلي او بې‌صبرانه انتظار باسي که بایډن د سولې ...
نور ولوله

له وطنه د تېښتې لړۍ

پرون مې د یوه خبریال نصرت پارسا ويډیو ولیده چې ویل یې ترکیې ته راغلی یم او وطن کې مې ژوند ته ګواښونه وو. د چارواکو له بې‌مسوولیتۍ او نه‌همکارۍ يې سر ټکاوه. ویل یې له لرې د اردوغان لاسونه ښکلوم. زه پارسا ډېر نه بېژنم. ځینې راپورونه مې يې کتلي او فېسبوک کې سره ملګري یو. څه نا څه یې نظریات وینم. دومره پوهېږم چې نظرونه او طرز فکر مو سره واټن لري. خو د ویډیو په لیدو او له ناچارۍ يې ودردېدم. اخر یو افغان ولې له خپلې کورنۍ سره اړ شي چې وطن پرېږدي او د کډوالو سختو ته غاړه غېږ ورکړي. په دې وروستیو کې دا څووم تن دی چې د وطن له پرېښودو یې خبرېږم. ډېر پخوا مې د «مغزو فرار» اصطلاح اورېدلې وه. دا دی د همدې اصطلاح عملي بڼه ګورم. د مغزونو د فرار معنا...
نور ولوله

له مذاکراتو وروسته د افغانستان انځور

نظامونه د کلونو، لسیزو او نسلونو په اوږدو کې جوړېږي، خو ځینې داسې پېښې راشي، چې په لنډه موده کې د ټول نظام شیرازه وپاشي. د نظام ټينګښت او پایښت په دې پورې اړه لري چې څومره یې بنسټونه او ستنې ټینګې ايښودل شوي دي. د درېیمې نړۍ او لوېدیځو دولتونو ترمنځ یو مهم توپیر همدغو بنسټونو کې دی. لوېدیځ کې نهادګرايي ده. افراد ډېر ټاکونکي نه دي. افراد ځي راځي، موقتي ماموریتونه لري؛ خو بنسټونه دایمي دي. د امریکا متحده ایالتونه یو له هغو دولتونو څخه ګڼل کېږي چې ډیموکراتیک نهادونه او بنسټونه یې ټینګ دي. همدا لامل دی چې ډونالډ ټرمپ غوندې یو غیر طبیعي او ناروغ انسان په څلور کلنه واکمنۍ کې د امریکا د ټینګو بنسټونو له امله ډېره خرابي ونه شوای کړای. ټرمپ چې څومره لنډپاری او د وړاندوینې وړ نه و؛ خو بیا هم بالاخره څلور کاله وروسته ځي او خپل ځای ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک