No-IMG

د نوې کابینې په باب

دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو یوه اوونۍ وروسته د ا.ا.ا. کابینه اعلانېږي، يو ښه ګام دی. د ا. ځواکونه په ۱۵م د اګسټ کابل ته داخل شول؛ خو لا هم بهرنيو یرغلګرو هوايي ډګر پخپل ولکه کې ساتلی و. د کابینې په اعلان کې د ځنډ یو لامل دغه ستونزه وه. له یوې خوا په هېواد کې یو پوځي-سیاسي تحول او له بلې خوا د بهرنیو ځواکونو له خوا د میدان شاوخوا د ګډوډۍ رامنځ ته کولو، د کابینې د اعلان اړتیا لا زیاته کړې وه. له دې وروسته یو مسوول ارګان رامنځ ته شو، ګڼو وزارتونو ته سرپرستان وګومارل شول، د نظام چارې به اوس عادي حالت ته راوګرځي.

په کابینې کې د تخصص په باب ډېرو سره پوښتنې/اندېښنې دي. باید هېره نه کړو چې افغانستان کې یو انقلابي/پوځي بدلون راغلی. موږ د کوم عادي انتخاباتي بدلون شاهدان نه یو. په انقلابي تحولاتو کې حاکم لوري ته لومړیتوب سیاسي-امنیتي وي. په دې اساس، کابینه کې سیاسي بعد ته لومړیتوب ورکړل شوی. دا ډېره طبیعي هم ده. په ټوله نړۍ کې چې دغه وړ بدلونونه راځي، ځایناستی سیاسي جوړښت همدغه ډول وي. په دې معنا چې حاکم لوری خپل د لومړۍ لیکې باوري او د سختو ورځو مسوولین کابینه کې ځایوي. موږ په عادي وضعیت کې نه یو. د دې لپاره چې د نظام چارې ټکنۍ نه شي، په کار ده چې هر وزارت کې د سیاسي مقامونو تر څنګ تخنیکي/مسلکي ټیمونه ورسره وګومارل شي چې چارې په عادي ډول پرمخ یوړل شي.

بله مسئله د افغان شمولۍ ده. بیا هم د انقلابي بدلون مسئله په پام کې ونیسئ. طبیعي ده چې ا. به خپلو ازمویل شویو امنیتي مسوولینو ته د نظام امنیتي جوړښت ورسپاري، همداسې سیاسي و مالي و نورو ته. موږ د افغان شمولي جوړښت مثالونه په دوو لسیزو کې لرو. د ټیم رئیس پښتون، یو مرستیال تاجک، بل هزاره...که معیار دا په پام کې ونیسو، نو د اوزبک، ترکمن، بلوڅ، پشه يي او نورو حق څه شو؟! هېڅ وخت ټول قومونه کابینه کې نه شي ځاییدای. مهمه دا ده، چې هر وزیر، که د هر توکم او ولایت وي، باید د ټول افغانستان په تړاو د مسوولیت احساس ولري. مولوي یعقوب د دفاع وزیر دی، د کندهار دی او پښتون دی؛ خو هغه د ټول افغانستان د دفاع مسوولیت په غاړه لري. تاسې د تېر رژیم د دفاع وزیر څرګندونو وګورئ، چې تر بل هر چا په جار د تجزیې غږ پورته کوي؟! ولې؟ ځکه چې هغه نور واکمن نه دی، نور قدرت کې نه دی...دی چې قدرت کې نه وي افغانستان دې په بل مخ شي، تجزیه دې شي، د ده پرې څه؟! موږ دا هم ولیدل چې د ا. مسوولین څومره ننګونکو حالاتو سره مخ شول؛ چا د تجزیې غږ وکړ؟! چا توکمیز شعار پورته کړ؟! دغه تعهد دی، دغه افغانستان‌شموله احساس دی!

وروستۍ خبره دا چې همدې کابینې ته په همدې ترکیب فرصت ورکړئ. موږ تېره توره دوره کې هم ټکنوکرات تجربه کړ، هم قومي انډول...ټکنوکرات تر بل هر چا فاسد او بې‌تعهده و، او په قومي ټکټ راغلی تر بل هر چارواکي توکمپال و. د غني د دورې د متخصصو غلو غلاوې لا د چا نه دي هېرې شوي. تېرو اووو کلونو کې افغانستان متخصصو، تحصیل‌یافته او نکټايي‌پوشو غلو په ډېر مهارت سره چور کړ. نو نوې کابینې ته هم فرصت ورکړئ، کار یې وارزوئ. دا کابینه لږ تر لږه زموږ په رنګ رنګینه او زموږ د وطن بوی ترې راځي. نه یې کورنۍ بهر دي، نه یې پوښاک د بهر، نه یې کلچر او د ژوند طرز د بهرنیانو دی. د دې وطن په دین، دود او ارزښتونو رنګین خلک مو وزیران شوي. خدای دې ټولو ته د خدمت توفیق ورکړي.

درناوی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک