No-IMG

د پنجشیر تر نیولو

د طالبانو دویم ځل واکمني پر افغانستان د نیمروز له نیولو پیل شوه. لښکرګاه کې د اشرف‌غني د نژدې مهرې، سمیع سادات او د طالب ځواکونو ترمنځ سختې جګړې وشوې. تېر رژیم په ډېرې بې‌مسوولیتۍ او بې‌حمۍ ښار کې جګړه وکړه او لښکرګاه یې د اور خوراک کړ. له هغې وروسته خبره ډېره چټکه پرمخ ولاړه او ټول وطن د امارت تر ولکې لاندې راغی.

یوازنی ولایت پنجشیر و. خبرې وشوې، پلاوي تبادله شول او کافي فرصت ورکړل شو... خو سوله‌ییزې هڅې ناکامې شوې. د سوله‌ییزو هڅو د ناکامۍ اساسي لامل د احمد مسعود بې‌ځایه غوښتنې وې. مثلاً پنجشیر به د دوی په ولکه کې پاتېږي، وسله به ورسره وي، مسوولین به یې دوی ټاکي، بهرني ملاتړي به یې ازادانه ځي راځي... د دنیا په کوم هېواد کې داسې کېږي؟ بیا نو د مرکزي حکومت او ځمکني بشپړتیا معنا څه شوه؟!

کله چې جګړه پیل شوه، بیا هم د مذاکراتي اواري په هیله څو څو ځلې جګړه ودرول شوه؛ ځکه مسعود د تسلیمۍ خبره وکړه. همدې چارې د پنجشیر مسئله اوږده هم کړه. مګر ولیدل شول چې دوی د تسلیمۍ له غږ څخه هم تاکتیکي ګټه پورته کوله. څو ځلې فهیم دشتي ادعا وکړه چې د امارت ځواکونه دوی محصاره کړي او دا یو تاکتیک و!

اوس پنجشیر په بشپړ ډول ونیول شو. د فهیم دشتي په ګډون ځیني کسان ووژل شول. دا هر څه د احمد مسعود د ناسمو محاسبو پایله ده. که هغه د سولې او جګړې معادله ښه درک کړې وای، ملګرو به یې داسې درنه بیه نه پرې کولای. اوس مهمه دا ده چې د ملي وفاق، یووالي او نژدې والي غږ وشي. پنجشیر د افغانستان برخه و او د افغانستان برخه شو. د کوم بهرني په لاس نه دی نیول شوی. پنجشیر د افغانستان د خلکو و او دی. د پنجشیر له نیولو سره د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تضمین شوه، د اوږدې کورنۍ جګړې وېره له منځه ولاړه او افغانستان یو لاس شو.

ډاډه یم، چې له دې هر څه وروسته، اوس هم امارت فرصت ورکوي چې د پنجشیر پخواني جګړه‌ماري خپل وطن ته راوګرځي او خپل عادي او سوله‌ییز ژوند ته ادامه ورکړي. امارت چې خپل سرسخت دښمنان وبښل، احمد مسعود سره په هېڅ صورت حساب نه تصفیه کوي.

د یوه ازاد او یو لاس افغانستان په هیله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک