عنايت الله کاکړ
د عنايت الله کاکړ لیکنی
مونږ ولې د ټوليزې نابودۍ خوا ته سوق کړای شوي يو؟
سره له دې چې له ګڼو سره به مې سياسي- فکري اختلاف هم درلود خو د يما سياوش له مړينې را نيولې د ملالې ميوندۍ او همدا پرون د جرّي وياند فردين اميني په ګډون د هر ژورنالست پر مړينه دومره خوابدی يم لکه د خپل کور غړی چې چا راته په شهادت رسولی وي.
که پام وکړو له دا ډول مړينې وروسته يو جهت تور ولګوي، بل جهت يې پړه په غاړه واخلي او بې اسرې ولسي جهت يې فيسبوکي غندنو ته کش ورکړي. که دې غندنو کومه ګټه کولای نو په يوه مياشت کې به مو درې دنګ قامتونه د مرګ سيلۍ نه نړول.
بيا که پام وکړو موږ د تور لګونکې جهت له غږ سره خپل غږ بدرګه کړو او دې ته پام نه کوو چې تور لګونکو ته ولې برائت ورکوو؟
آيا هغه د دې خونړۍ سيناريو د سکرپټ برخه نده؟ آيا هغه د دې ډرامې يو داسې لوبغاړ...
نور ولوله
په ويډيو کې ښکاريدونکی تُرکی سپينږيري کيسه کوي
« ما د لارې پر سر غمي او تسبې خرڅولې چې يو سپين پوستی امريکايي سيلګری چې شنې سترګې او ژړ ويښتان يې لرل مې مخې ته ودريد. تسبې يې سره اړولې را اړولې او راته کړل يې چې څه پلورې؟ ما ورته غمي او ډول ډول تسبې وښودلې او د هغو بڼې او بيې مې هم ورته وويلې. ده يوه جوړه تسبې ور واخيستلې او کټ مټ د مسلمانانو په چم يې سره اړولې او راته کړل يې چې مسلمانان له تسبو اړولو سره څه وايي؟ ما ورته کړل چې لا إلٰه إلا اللّٰه، لا إلٰه إلا اللّٰه، ده راته کړل چې د دې معنا څه ده؟ ما ورته کړل چې له اللّٰه پرته بل هيڅ د بندګئ وړ ذات نشته. ده وپوښتل چې الله چېرته دی؟
له دې پوښتنې سره زه جګ ودريدم او پر سينه مې يې يو قوي سوک ورکړ او ورته کړل مې چې الله د هر امريکايي، تُرکی او د نړۍ د هر فرد په زړه کې موجود دی...
نور ولوله
فيسبوک د اُمت پر خلاف نوی او خورا اغيزمنه فکري جگړه مخ ته وړي
داسې ښکاري چې د اُمت پر خلاف فکري جګړه يوې نوې او خورا اغيزمنې مرحلې ته داخله شويده. اُمت د لټانو، عياشو او باده نوشو سلاطينو، جابرو، دين بيزاره خداستيزو ديکتاتورانو او د حق پر وينا کونکو درباري سوء علماؤ تر منځ ويشل شوی دی.
نه رسنۍ خپله لرو نه رسنيز منبر چې د خپل مظلومیت پر حال بشريت خبر کړو.
پخوا مو فکرونه د سي اين اين، ټايمز او نيوزويک له لارې مهاريدل چې د صهيونانو ملکيت ول، اوس مو فکرونه د فيسبوک له لارې جوړيږي، مهاريږي او ټاکلي جهت او مسير ته سوق کيږي.
نن يې راباندې فاشسټ او راسسټ صهيوني بکګراونډونه ومنل او سبا به په همدغو بکګراونډونو کې د نبي عليه السلام په شان کې ګستاخي کيږي او موږ به وازه خوله ورته ناست يو.
زموږ لاسونه، پښې، خولې او فکرونه به د مصلحتو...
نور ولوله
