په ويډيو کې ښکاريدونکی تُرکی سپينږيري کيسه کوي
« ما د لارې پر سر غمي او تسبې خرڅولې چې يو سپين پوستی امريکايي سيلګری چې شنې سترګې او ژړ ويښتان يې لرل مې مخې ته ودريد. تسبې يې سره اړولې را اړولې او راته کړل يې چې څه پلورې؟ ما ورته غمي او ډول ډول تسبې وښودلې او د هغو بڼې او بيې مې هم ورته وويلې. ده يوه جوړه تسبې ور واخيستلې او کټ مټ د مسلمانانو په چم يې سره اړولې او راته کړل يې چې مسلمانان له تسبو اړولو سره څه وايي؟ ما ورته کړل چې لا إلٰه إلا اللّٰه، لا إلٰه إلا اللّٰه، ده راته کړل چې د دې معنا څه ده؟ ما ورته کړل چې له اللّٰه پرته بل هيڅ د بندګئ وړ ذات نشته. ده وپوښتل چې الله چېرته دی؟
له دې پوښتنې سره زه جګ ودريدم او پر سينه مې يې يو قوي سوک ورکړ او ورته کړل مې چې الله د هر امريکايي، تُرکی او د نړۍ د هر فرد په زړه کې موجود دی.
د دې ځواب په اوريدلو سره نوموړي له ما نه يوه جوړه تسبې رانيولې، روان شو او له هرې تسبې سره يې د لا الله الاالله ورد پيل کړ، خو ما چې د ده غبرګون وليد نو مې فکر وکړ چې سړی د حق په لټه کې دی، راځه ته يوه وړه هڅه وکړه که خداي ورته هدايت وکړي. پسې غږ مې کړ، دی را وګرځېد، ما ورته کړل چې ستا نوم څه دی؟
ده ځواب راکړ فلاکا.
ما ورته کړل چې ته دلته څو شيبې تم شه زه را ګرځم. زه د شا په کوڅه کې د جومات څنګ ته کتابتون ته لاړم، له هغه ځايه مې يو قرآنکريم سره له ژباړې او تفسيره او يو د نبوي سيرت کتاب رانيول، په منډه راغلم او ده ته مې له دې وينا سره سوغات کړل چې دلته به د الله او د هغه د رسول واړه ادرسونه په لاس درشي. سړي مننه رانه وکړه او رخصت شو، زه هم په خپل کار او شغل اخته شوم. »
خو شپږ يا اوه کاله وروسته تُرکی تسبې پلورونکی له يوه عجيبه تصادف سره مخامخ شو. نوموړی زياتوي:
« له دې پيښې شپږ يا اوه کاله تېر شوي وو. يوه ورځ له معمول سره سم د تسبو په پېيلو اخته وم چې مخې ته مې يو کس ودريد او سم له واره يې راته کړل: السلام عليکم و رحمة الله و برکاته، ما د وعليکم السلام و رحمة الله و برکاته له ويلو سره سر ورته را پورته کړ. څه ګورم چې مخې ته مې يو لوړ دنګ سپين پوستی کس ولاړ دی، ژړ ويښتان او شنې رڼې سترګې يې دي. سپينه اوږده جُبه کميس يې اغوستی، پايڅې يې تر بجلکو لوړې او پر سر يې ګرده سپينه د ململ لنګوټه تړلې ده. د ژيړې ږيرې هر ويښته يې لمر ته د زرتار په څير بريښي. دوه سر تر پايه په حجاب کې نغښتې انجونې يې هم څنګ ته ولاړې دي. ده غيږ راته خلاصه کړه او زه هم ور پورته شوم چې روغبړ ور سره وکړم. د روغبړ پرمهال دی راته وايي چې زه دې وپيژندلم؟ ما ځير ځير ورته وکتل، پر ماغزو مې زور وکړ خو پر ځای مې نشوای راوړلای. دی پوه شو چې نه ورياديږم نو يې راته کړل چې زه فلاکا يم فلاکا او دا دواړه مې لوڼې دي...!
ما ورته کړل: فلاکا؟ کوم فلاکا؟ ده راته کړل چې نژدې اوه کاله وړاندې د يوې امريکايي فيشن مجلې خبريال دې نه دی په ياد چې تا تسبې، قرآن او نبوي سيرت ورته ډالۍ کړی وو؟ ماته سم له لاسه ټوله صحنه را په ياد شوه او له خوښۍ مې چيغې پيل کړې...زما وروره...ملګريه...ښه راغلې...ښه راغلې، دا زه خوب وينم که ويښ يم؟ »
ده دغه مهال زه د سينې دپاسه کټ مټ داسې پر سوک ووهلم لکه ما چې اوه کاله وړاندې وهلی وو او راته کړل يې چې الحمد لله زه مسلمان شوی يم. هغه ورځ که تا ما ته د اسلام منلو بلنه راکړې وای نو کيدای شي ما نه وای منلي، خو تا له حکمته کار واخيست او ما ته دې تفسير او سيرت راکړل او د هغو پر برکت دا دی ما د الله او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم ادرس وموند.
زما په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. ځان ته مې وکتل، يو کمزوری او بې عمله مسلمان وم، خو د خپل دين پر حقانيت مې ايمان وو، د همدغه ايمان له مخې مې يوه کوچنۍ هڅه وکړه چې پر مټ يې بشپړه کورنۍ پر اسلام مشرفه شوه.»
تُرکی سپينږيري له يوه تُرک دعوتي چينل سره خپله کيسه پر دې خبرو پای ته ورسوله.
«نور خو د عمل په خورجين کې څه نه لرم، بس خپلې دغې هڅی ته په تمه يم چې ګوندې د هغې له امله مې رب وبښي او د خپل حبيب صلی الله عليه وسلم تر څنګ ځای راکړي...! »
