No-IMG

مونږ ولې د ټوليزې نابودۍ خوا ته سوق کړای شوي يو؟

سره له دې چې له ګڼو سره به مې سياسي- فکري اختلاف هم درلود خو د يما سياوش له مړينې را نيولې د ملالې ميوندۍ او همدا پرون د جرّي وياند فردين اميني په ګډون د هر ژورنالست پر مړينه دومره خوابدی يم لکه د خپل کور غړی چې چا راته په شهادت رسولی وي.

که پام وکړو له دا ډول مړينې وروسته يو جهت تور ولګوي، بل جهت يې پړه په غاړه واخلي او بې اسرې ولسي جهت يې فيسبوکي غندنو ته کش ورکړي. که دې غندنو کومه ګټه کولای نو په يوه مياشت کې به مو درې دنګ قامتونه د مرګ سيلۍ نه نړول.

بيا که پام وکړو موږ د تور لګونکې جهت له غږ سره خپل غږ بدرګه کړو او دې ته پام نه کوو چې تور لګونکو ته ولې برائت ورکوو؟

آيا هغه د دې خونړۍ سيناريو د سکرپټ برخه نده؟ آيا هغه د دې ډرامې يو داسې لوبغاړی نه دی چې د ستراتيژيکو سکرپټ ليکونکو له لورې طراحی شوی او د ډرامې د ډايرکټر له ډايرکشن سره سم لوبيږي؟

آيا هغه پر خپل آغاز او انجام خبر دی؟

يو ځل چې ټول پر دې پوه يو چې الزام لګونکی د ملزَم او ملزِم په څير د غير د ارادې تابع دی، نو ولې بايد يوه ته برائت ورکړل شي او بل ملامت وګڼل شي؟

ښا، نو چې داسې ده چې په هيواد کې مو د مداخلتونو يوه ډرامه روانه ده، آيا شوني نده چې دلته به په متوازي شکل څو سکرپټونه نور پياده کيږي، څو ډايرکټران به نور وي او څو څو لوبغاړې به نور لوبيږي؟

د علماؤ قتل يې يوه صحنه، د اردو د صاحب منصبانو قتل يې بله صحنه، د سولې د فعالينو د وژنو يې بله صحنه، د ژورنالستانو ترور يې بله صحنه، د طالبانو وژل يې بله صحنه، د تشدد او تطرف خوا ته د هغوي کش کول يې بله صحنه، د خالد، نبيل او صالح شيطاني مثلث او د هغو شرارتونه يې بله صحنه، پر کابل د کابل له منځه توغنديز بريدونه يې بله صحنه، د ګاونډيانو له لورې فرهنګي يرغل يې بله صحنه، د افغانستان اقتصادي محاصره يې بله صحنه....

دا خو يو څو صحنې وې چې ما يادې کړلې کنه نو موږ خو د جمعي إبادې يا ټوليزې نابودۍ خوا ته سوق کړای شوي يو.

دغو عيني حقائقو ته په کتلو سره زه وايم که د پيښو لپاره يو وار څوک ملامت وي نو بيا ټول ملامت دي، ځکه که ټولو د خپلو اهدافو حصول تر باندنيو لاسوهنو نه وای موقوف کړی او ځانونه يې لس سلنه د ځان او نوي سلنه د نورو اجنډاګانو ته نه واي وقف کړي، پر هيواد مو دغه حالت هيڅکله نه راتلل. موږ په تيره کې وکتل چې په تاجکستان، اذربايجان او بوسنيا په سيمو کې د جهاد کيسه را وټوکيدله نو هلته هم د سيمه ايزو ستراتيژيکي کړيو له لورې د ورته سيناريوګانو پياده کيدل پيل شول، هلته يې هم پياده ګان موږ او پياده کوونکې نور ول، خو هغه ملتونه ويښ ول، هغوي چې کله په لوبه پوه شول چې د جهاد تر پاک نامه لاندې يوه ناپاکه لوبه پيليدونکې ده، نو يې سم له لاسه د پياده ګانو بستري په څټ کې ور وتړلې، دوي په خپلو کې سره پخلا شول او نن که هر څنګه دي زموږ په نشتون کې خوشاله دي او زموږ له ورورولي بيزاره.

او که زموږ په دې لوبه کې څوک ملامت نه وي نو بيا هيڅوک هم ملامت ندي، ځکه هر چا خپله يوه اجنډا را په مخه کړيده، دا چې د چا اجنډا تعميري ده د چا تخريبي، څوک جهاد کوي څوک فساد، دا جلا بحث دی.

اوس به راشو اصل ملامت ته، اصل ملامت جګړه ده او تر څو چې موږ دغه ملامت له خپله کوره شړلی نه وي، پر موږ ښاده ورځ حرامه ده...!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک