No-IMG

فيسبوک د اُمت پر خلاف نوی او خورا اغيزمنه فکري جگړه مخ ته وړي

داسې ښکاري چې د اُمت پر خلاف فکري جګړه يوې نوې او خورا اغيزمنې مرحلې ته داخله شويده. اُمت د لټانو، عياشو او باده نوشو سلاطينو، جابرو، دين بيزاره خداستيزو ديکتاتورانو او د حق پر وينا کونکو درباري سوء علماؤ تر منځ ويشل شوی دی.

نه رسنۍ خپله لرو نه رسنيز منبر چې د خپل مظلومیت پر حال بشريت خبر کړو.

پخوا مو فکرونه د سي اين اين، ټايمز او نيوزويک له لارې مهاريدل چې د صهيونانو ملکيت ول، اوس مو فکرونه د فيسبوک له لارې جوړيږي، مهاريږي او ټاکلي جهت او مسير ته سوق کيږي.

نن يې راباندې فاشسټ او راسسټ صهيوني بکګراونډونه ومنل او سبا به په همدغو بکګراونډونو کې د نبي عليه السلام په شان کې ګستاخي کيږي او موږ به وازه خوله ورته ناست يو.

زموږ لاسونه، پښې، خولې او فکرونه به د مصلحتونو په تار تړلي شوي وي او قلمونو به مو د حاکمانو د‌جبر له خوفه رنګونه وچ کړې وي.

دا کار يو غبرګون غواړي او عاجل يې غواړي.

د فيسبوک پراخ بایکاټ يې يوه لاره ده. بيخي دې نه وي دا بلا.....!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک