سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه-درېیمه برخه
پدغه لیکنه کې غواړم، د ثور د کودتا په هکله، هغه څه ولیکم، چې پخپلو سترګو مې لیدلي، او په خپلو غوږونو مې د اعتباري خلکو څخه اورېدلي دي.
د یادولو وړ ده، چې د ثور د کودتا څخه یو څو ورځې مخکې، د داود خان حکومت، ښاغلی ګلبدین حکمتیار، د ده په غیاب کې په اعدام محکوم کړ، او د هغه د اعدام فیصله یې د کابل رادیو له لارې اعلان کړه.
د ثور د کودتا په وخت کې زه د کابل د پوهنتون، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلم وم، او زما دفتر، د زاړه ثانوي تخنیک په تعمیر کې و. د داود خان د لور ځینې صنفونه هم د زاړه ثانوي تخنیک په تعمیر کې وو، او هغه به هر وخت ګمان کوم د سترجنرال خان محمد خان د لور سره یوځای ګرزېدله.
د داود خان د لور خبره، د دې لپاره دلته یاده شوه، چې د یوه جمهور رىٔیس لور، د نورو عادي محصلینو په شان خپلو درسونو ته په عادي توګه، تګ او راتګ کاوه.
د یادولو وړ ده، چې د ظاهرشاه، د داود خان، د خلقیانو، او پرچمیانو د حکومتونو په دورو کې، ډېرې کمې ښځینه محصلې به په شرعي حجاب کې د پوهنتون په انګړ کې تر سترګو کېدلې. د کابل د پوهنتون ښځینه محصلې به دومره عصري ګرزېدلې، چې تا به فکر کاوه، چې په پاریس او په ماسکو کې چکر وهي. دا پدې مانا، چې متأسفانه، د افغانستان خلکو، د اسلام دین په هغه توګه چې لازم و، نه و پېژندلئ، او د ډېر تعجب خبره خو بیا داوه، چې دغه د حجاب نشتوالی، نه خلکو ته دومره بد ښکاره کېده، او نه په خلکو دومره بد لګېده. یعنې، د ظاهرشاه، او داود خان په دورو کې هم، حتٰی دیني علماوو، د دغه موضوع په هکله، د مخالفت کوم ښکاره غږ نه و پورته کړی!
د ثور کودتا د میر اکبر خیبر د مرګ څخه وروسته ډېره ژر وشوه. میر اکبر خیبر، چې د پرچم د ګوند، یو ډېر کلیدي او اغېزمن کدر و، په مرموزه توګه د مکروریانو په ساحه کې په قتل ورسېده. د خلق د ګوند غړو، د هغو په جنازه کې خپل ټول نفوذ او قدرت د داود خان حکومت ته څرګند کړ، او په ښکاره ډول یې، د داود خان د حکومت په خلاف شعارونه ورکول.
د داود خان حکومت، د حفیظ الله امین څخه پرته، نور ټول د خلقیانو او پرچمیانو مهم مشران، د تره کی، او کارمل په شمول ونیول، او د هغوی نیول یې د کابل رادیو له لارې په رسمي توګه هم اعلان کړل.
ظریف، چې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې د زلزلې په شعبه کې تخنیکي مامور و، د ثور په کودتا کې یې رغنده ونډه لرله. دا پدې مانا، چې ظریف، د حفیظ الله امین، د کودتا امر، ډېرو خلقي او پرچمي نظامي افسرانو ته ورساوه.
په زیات ګومان، چې د پنجشنبې ورځ، او د ماسپښین او مازدیګر تر منځ وخت و، چې یو تعداد نظامي ټانګونه، د کوټه سنګي په طرف ولاړل. نو خلکو فکر کاوه چې څه کیسه خو روانه ده، او کېدای شي، چې خلقیانو او پرچمیانو، د داود خان د حکومت پر خلاف، کودتا شروع کړې وي.
پدې ځای کی غواړم یوه ریښتنۍ کیسه درته وړاندې کړم:
کله چې ما عسکري ټانګونه ولیدل، نو زما په فکر کې دغه خبره راوګرزیده، چې کېدای شي، خلقیانو او پرچمیانو کودتا شروع کړې وي. الله(ج) ته خو معلومه ده، چې زما ډېر فکر خراب و، او ډول ډول چرتونه په فکر کې راګرزېدل. نو په دغه وخت کې یوه بل استاد په ما غږ وکړ، او ما ته یې، د پېغور په توګه، په لوړ آواز سره وویل، چې اوس به د اخوانیانو، دغسې او هغسې، وکړي!؟ په ما باندې، د هغه استاد خبره ډېره بده ولګېده، او د هغه خبرې په ما ډېر بد تأثیر وکړ، او ما هغې ته په ځواب کې وویل چې ته ډېر مه خوشحاله کېږه، کېدای شي، چې هغه به د ستا او د ستاسې د ګوند د غړو هم، دغسې او هغسې وکړي! د الله(ج) همدغسې رضاء وه. چې همدغه استاد، بیا د همدغه خلقیانو او پرچمیانو، له لاسه ژوندی ورک شو.
دغه استاد، په لومړي وخت کې ډېر ښه فعال مسلمان و، لېکن، متأسفانه بیا وروسته شعله یي شو. هغو به بیا په مسلمانانو پسې هغه بد او رد ویل، چې هېڅ نوعه صرفه یې نکوله. دغه استاد فکر کاوه، چې دی خو هم د چپي فکر خاوند دی، او خلقیان او پرچمیان به د دوی د ګوند غړي د زړه له کومي قبول کړي. لېکن، خبر نه و، چې بیا وروسته، وفادار شاګرد او استاد هم یو د بل په مرګ صرفه ونکړه!. زه اوس هم د هغه استاد په مړینه ډېر خفه یم. لېکن، هغه چې کله شعله یي شو، نو هغو به بیا په ډېر افتخار سره دغه خبره په وار وار تکراروله، چې دی خو پخواه یو جاهل و، او نه پوهېده، او اوس هغه روشنفکر شو، او ده به دغه خبره هر وخت کوله، چې دی لکه چې د موره اوس نوی پیدا شوی وي؟!
کله چې کودتا شروع شوه، نو په کابل رادیو کې د اټن نغمې خپرېدې، او افغانانو دغه د اتڼ نغمې، د داود خان په کودتا کې هم اورېدلې وې. وروسته بیا د جېټ الوتکو، د قرغې په فرقه، د آفشار په منطقه کې بمباري وکړه، او دا ځکه، چې د قرغې فرقه د داود خان په ملاتړ راوتلې وه. همدارنګه، د ریشخور، او د جلال آباد فرقې هم، د داود خان، د حکومت په ملاتړ، له خپلو فرقو څخه راوتلې وې.
د خلق د ګوند، نظامي افسرانو د کابل رادیو، او تلویزیون سټېشن، تر خپل کنترول لاندې راوست، او اسلم وطنجار، د داود خان د حکومت، د نسکورېدو اعلان وکړ.
د ثور په کودتا کې ډګروال عبدالقادر، اسلم وطنجار، شیرجان مزدوریار، سید محمد ګلابزوی، اسدالله سروری، ظریف، او ځینو نورو رغنده برخه لرله.
دوې یا دري ورځې وروسته، نورمحمد تره کی، د انقلابی شورا د رىٔیس، او ببرک کارمل د انقلابی شورا د معاون په توګه اعلان شول. حفیظ الله امین، د خارجه چارو د وزیر، او عبدالقادر، د دفاع د وزیر، په توګه تعین شول. همدارنګه، نور احمد نور، د داخله، غلام دستګیر پنجشیری، د معارف، محمود سوما، د لوړو تحصیلاتو، اسلم وطنجار، د مخابراتو، منصور هاشمی، د اوبو او برېښنا، شرعی جوزجانی، د عدلیې، فیض محمد، د سرحداتو، عبدالکریم میثاق، د مالیې، صالح محمد زېری، د زراعت، سلطانعلی کشتمند، د پلان، او غلام جیلانی باختری، د تجارت، د وزیرانو په توګه اعلان شول.
د ثور د کودتا په هکله، ډېرې خبرې دي، چې هغه به په منظمه توګه، په څلورمه برخه، او نورو برخو کې، قدرمنو لوستونکو ته وړاندې شي.
د پام وړ ټکي:
ګران افغانستان، او د هغه مظلوم خلک، د خدمت تر نامه لاندې، ډېر دربدر، او خاورې په سر شول. که چېرې دغه خفه او زخمي وطن خبرې کولای شوای، نو دغه وطن به هم ډېرې چیغې کړې وای، او په چیغو چیغو به یې په لوړ آواز ویلي وای، چې نه غواړم دغسې خدمت!
ځینو، له دغه مظلوم وطن او ملت سره، نه بښونکې جفاء کړېده، او هنوز یې هم ورسره کوي.
الله(ج) دې، د دغه غیرتي وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې، سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العٰلمین.
زه له ټولو قدرمنو لوستونکو، څخه هیله کوم، چې د دغې لیکنې په هکله، زما سهوې راته په ګوته کړي، او دا ځکه، چې ځوان نسل ته، باید حقایق، د حقایقو په بڼه، په سمه توګه وړاندې شي، او بس.
په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي. همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com
