د لېسانس د ډګري د جوړولو مرحلې
د انګلستان په پوهنتونو کې چې کله د لېسانس په سویه یوه نویې ډګري منظوریږي، د هغه په برخه کې ډېرې نقطې په ډېره جدي توګه په نظر کې نیول کیږي، او د هغه منظوري، کېدای شي چې نیږدې پوره یو کال ونیسي.
ما دلته په انګلستان کې په یوه پوهنتون کې پوره ۲۷ کاله د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلمي کړېده، او ما د ډېرو لېسانسه ډګریو او تعلیمي نصابونو په جوړولو کې فعاله برخه اخستې ده.
غواړم چې ګرانو لوستونکو (په خاصه توګه د پوهنتون استادانو ته) دغه لازمې مرحلې په لاندې ترتیب سره وړاندې کړم، او هیله کوم، چې دوی ته ان شاءالله ګټورې واقع شي.
۱- د مربوطه ډګري ټول استادان، د یوه مشر استاد تر رهنمایۍ او نظارت لاندې، د دغه ډګري او تعلیمي نصاب په برخه کې فعاله برخه اخلي، او هر استاد ته خپل مسٔولیتونه په واضح توګه سپارل کیږي.
۲- له ټولو مربوطه فابریکو او نورو مربوطه ځایونو څخه د یوې سروې په ډول په رسمي ډول پوښتنه کیږي، چې دوی د دغه ډګري د فارغ تحصیلانو څخه د څه ډول پوهې توقع لري.
۳- د موجوده او پخوانیو محصلینو څخه هم په ښه پوره توګه نظر اخستل کېږي.
۴- ټول استادان په ګده دغه راټول شوي نظرونه په پوره دقت او غور سره تر هر اړخیز بحث لاندې نیسي، او بیا د هغه په رڼا کې ځینې مهمې فیصلې کوي.
۵- استادان د هغه ډګري، د لابراتوارونو، تعلیمي نصاب، او نورو ضروري شیانو په هکله په پوره دقت او غور سره هر اړخیزه بحث، او فیصلې کوي.
۶- د پورته نقطو په رڼا کې، د دغه ډګري او تعلیمي نصاب، ټول لازم مضمونونه تعین کیږي، او هغه د مربوطه استادانو په مابین کې د مسلک او تجربې په آساس تقسیم کیږي.
۷- هر استاد د خپلو مضمونو په هکله ډېر فکر او غور کوي، او باید هغه تدریسي مواد په خپلو مضمونو کې شامل کړي، چې د ورځني معاصر ژوند د ضروریاتو ځواب وویلی شي. د هغه د لکچر، لابراتوار، او توتوریل، د تدریس د وخت اندازه، او د هریوه، د اهمیت فیصدي، په واضحه توګه ذکر کوي. د هغه مضمون د امتحان کولو طریقه، او د هغه د کرېدت اندازه هم په لیکلي توګه، په واضح توګه وړاندې کیږي.
۸- کله چې ټول استادان د خپلو مضمونو په هکله تدریسي مواد، او نور لازمي معلومات تکمیل کړي، نو بیا منظم مجلسونه شروع کیږي، او په دغه مجلسونو کې هر استاد، د خپلو مضمونو په هکله نورو استادانو ته هر اړخیزه مکمل معلومات وړاندې کوي.
کله چه ټولو استادانو د هغه مضمون تدریسي مواد، تعلیمي نصاب، او نور لازمي شیان قبول کړل، نو په دې مرحله کې همدغه د مضمون آخري تدریسي مواد، ګڼل کیږي، او هغه باید، بیا د مضمون د استاد پذریعه مکمل تدریس شى.
۹- کله چې د ټولو مضامینو تدریسي مواد، او نور لازمي معلومات، د ټولو استادانو د منلو وړ شول، نو بیا دغه ټول مربوطه معلومات، په لیکلي توګه آخري کمېټې ته وړاندې کیږي.
۱۰- په دغه کمېته کې د فابریکو اونورو خارجی علمي څانګو غړي برخه اخلي، او د دغه کمېټې غړي یوه ورځ مخکې پوهنتون ته راځي، او هغوی ټول شیان چې په اسنادو کې دوی ته وړاندې شوي، هغه په خپلو سترګو ګوري. دوی له لابراتوارونو څخه هم لیدنه کوي او له محصلینو سره هم مخامخ ویني.
۱۱- په آخره ورځ ټول استادان د دغې کمېټې په وړاندې حاضریږي، او د کمېټې د هر غړي پوښتنو ته ځوابونه او معلومات وړاندې کوي.
۱۲- د کمېټې غړي بیا هغه وړاندې شوی معلومات په دقت او پوره غور سره تر بحث لاندې نیسي، او بیا ددغه ډګري په برخه کې د دغه لاندې فیصلو څخه یوه فیصله پوهنتون ته وړاندې کوي:
الف - دغه ډګري باالکل د منلو وړ نده، او هغه مطلق رد شوه.
ب - دغه ډګري په همدغه ډول چې پېشنهاد شوې ده، منظوره او قبوله ده.
ج - دغه ډګري د ځینو شرطونو په عملي کولو بیا تر غور لاندې نیول کیږي، یعنې د ځینو شیانو لرې کېدل، او د ځینو شیانو اضافه کېدل، او همدغه شیان به بیا د همدغه کمېټې د ټولو غړو پواسطه کتل کېږي، او هغوی به بیا خپله آخري فیصله اعلانوي.
کله چې دغه لېسانسه ډګري منظوره شوه، نو وروسته هغه محصلینو ته د تدریس د پاره وړاندې کیږي. دغه ټول وخت کېدای شي، پوره یو کال دربر ونیسي، او دا ځکه چې استادان په عین وخت کې پخپلو درسونو او نورو علمي کارونو کې هم مصروف وي.
د پام وړ ټکي:
۱- زه شخصاً د دغه مراحلو طرفدار یم، او باید نور ټکي هم د یوې لېسانسه ډګري په جوړولو کې د هغه محیط مطابق، په نظر کې ونیول شي.
۲- یوه محصل ته د یوه مسلک ویل، حیاتی مسٔله ده، او دهغې څخه بیا څوک ځان نشي خلاصولای، او حتٰی هغه زه تر واده کولو هم مهمه ګڼم. د هغه ډګري ویل به څه ګټه ولري، چې هغه هیڅ په درد ونخوري، او کار ورته پیدا نشي.
البته، زه فعلاً د خپل ګران وطن په هکله دغه خبره نکوم، او زه د خپل ملک د موجوده حالت څخه ښه خبر یم. زه یو ځل بیا دغه ټکي ته اشاره کوم چې ګرانو لوستونکو! ماته ښېرې ونکړی، او زه ښه پوهیږم او همدغه لحظه الله(ج) زما حال ویني چې له سترګو مې اوښکې بهیږي. له تاسې ټولو لوستونکو څخه بښنه غواړم، اما زه ټولو ته په زغرده وایم، چې کلکه ملا وتړئ، او تاسې ټول د الله(ج) په فضل او کمک سره هر نېک کار کولای شی.
الله(ج) د، د دغه وطن، غیرتي، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامی پرګنې، ټول سره یو موټی کړي، تر څو په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړل شي. آمین یارب العالمین.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
انګلستان - آګست - ۲۰۲۰
