No-IMG

د ژوند د اهدافو، تګلارو، بديلونو او ستونزو لوى لوى غرونه حتماً د هر انسان په برخه وي

د ژوند د اهدافو، تګلارو، بديلونو او ستونزو لوى لوى غرونه حتماً د هر انسان په برخه وي، يوې څوکې ته ختل او بيا له هغه ځاى يوې مطلوبې وادي او درې ته کته کېدل، بيا په هغې وادي کي تم کېدل، و يا د بل غره څوکې ته د ختلو او ورپسې بلې وادي لپاره اسباب برابرول او د ختلو لپاره هڅه کول، کله کله د محدودې پوهې له مخې د ډېرو بديلو غرونو په منځ کي د مطلوبو او معينو غرونو څوکو ته ختل او هغه اړخ ته پرتې وادي ته د هدف په څېر ځان رسول، کلونه کلونه وخت ونيسي، مګر وخت سره دا ثابته شي، چي د يو وخت مطلوبه وادي غوره بديل نه وو، بلکې غوره بديل د څو نورو غرونو شاته پروت وو، لاره اوږده، وخت تېر شوى، سفر له سره پېلول، د بېل سفر لپاره انرژي، مورال، اسباب او تګلاره رامنځته کول، له موجودو خنډونو سره مقابلې ته راوتل، همت، مورال، توکل او مجددې انرژۍ ته اړتيا لري.

د اهدافو، تګلارو، او بديلونو لوړ لوړ غرونه يو بل پسې پراته وي، د دغو غرونو هغه بله خوا واديانو ته ځان رسول، او بيا وروسته پوهېدل چي هغې وادي ته تګ او دومره زيار د ارزښت وړ وو که نه، آيا د لوى هدف په ترلاسه کولو کي مرسته کوي که نه، دا همغه وخت پوهېږې چي د دغو غرونو هغه بل اړخ ته د پرتو واديانو منځ ته ورشې او په اړه يې پوهه ترلاسه کړې.

مګر ولي د هغو غرونو او واديانو په لټه کي هڅه کوو چي لوى هدف ته مو نه رسوي، مګر د لوى هدف په لوري مو يو په بل پسې لارښوونه کوي، لوى هدف ته مو د رسېدلو لاره اوږديږي، او بار بار مو د هدف په لټه کي د ثبات او تداوم يا ناکامۍ او مايوسۍ له امتحان سره مخ کوي؟

دا ځکه چي تجربې ته اړتيا لرو، د پوهې او معنوياتو په  لحاظ رشد، پياوړتيا او زدکړې ته ضرورت لرو، نوې لارښوونې ته محتاج يو، ترڅو د تګلارې تصحيح او اصلاح ته اړ شو، په غيب نه پوهيږو، په ژوند کي د لارښوونکي له کمشت سره مخ يو، او د يوه غره تجربه مو د راتلونکيو غرونو اوږدو سفرونو ته تياروي.

د ژوند لوى شخصي او ټولنيز هدف مو نه د يوه غره يا دوو غرونو شاته پروت وي، او نه مو تګلارې مستقيماً هدف ته په آسانۍ رسوي. لاره حتماً اوږده وي.

که مثال يې غواړئ، نو موسى عليه السلام لس کاله په مدين کي پاتې شو، حال دا چي د ژوند لوى هدف يې چي الله ورته تياروى، له فرعون څخه د هغه د قوم ژغورنه او د الله وحدانيت ته بلنه وه.

يوسف عليه السلام يې د والدينو له مينې محروم کړ، د بازار په ناچيزه بيه وپلورل شو، بيا څو کاله زنداني شو، بالآخره کلونه کلونه وروسته يې د خپل خوب تعبير په خپلو سترګو وليدى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک